د کوکنارو له کښت دمخه د عامه پوهاوي غونډې جوړې شوې

65 | اگست 10th, 2010


دافغانستان دنشې يې توکو پرضد دمبازري وزارت ترلارښوونې لاندي او په ختيځ کې دسياري درسنيو او اړيکو دفتر په تخنيکي همکارۍ په ختيځو دري ولايتونو ننګرهار ،کنړ اولغمان کې دکوکنارو دکښت څخه وړاندي دعامه پوهاوي غونډې دقومي مشرانو ،علماوو ،ځوانانو او حکومتي چارواکو په ګډون جوړې شوې.
په داسي حال کې چې د کوکنارو کښت ته ګوتي په شمار ورځي پاتې دي په ختيځو دريو ولايتونو ننگرهار ، کونړ او لغمان کې د نشې توکو پر ضد د مبارزي وزارت تر لارښونې لاندي د سياري په تخنيکي همکارۍ د کوکنارو د کښت څخه د مخه د عامه پوهاوي غونډي جوړيږي.
په ختيځه سيمه کې د سياري د رسينو او اړيکودفتر مسول غفور احمد جاويد وايي دغه غونډي يي د نشې توکو پر ضد د مبارزي وزارت تر لارښوونې لاندي د سياري په تخنيکي همکارۍ په ننگرهار ، کونړ او لغمان کې وي چې موخه يي د کوکنارو د کښت څخه د مخه د بزگرانو عامه پوهاوى و.
په دغه غونډو کې د ننگرهار ، کونړ او لغمان ولايتونو د مختلفو ولسواليو قومي سپين گيرو ،چارواکو او گڼ شمير ځوانانو گډون کړي وو.
د يادولو وړ ده چې د نشې توکو پر ضد د مبارزي وزارت تر دي وړاندي هم دي ته ورته ډير داسي د عامه پوهاوي پروگرامونه په لاره اچولي دي خو بيا هم په ځينو سيمو کې اوسمهال هم د کوکنارو کښت تر سره کيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024