کور / شعر / اي وطنه!

اي وطنه!

 


 


اي وطنه  لا تر ځو  په تاكي  غم   وي         


 


را روان  لكه   باران  د سترګو  نم  وي            


 


ښادۍ ولاړې اوس پر ځاي جنګ او جګړې دي


 


 كلي  كور  دي   ټول   لړلي  په  ماتم  وي


 


ستا اولاد پر خپل نفاق تباه تباه شول          


 


ولي داسي يي شوتير پدي  رقم   وي


 


په ګذران  كښي  دليوه  په شان ژوندون كا


 


صداقت په ژوند كښي نشته ټول په چم وي


 


ځوان او زوړ يي سر پر سر قرباني كيږي 


 


 بي  موجبه يي وجود  قلم  قلم    وي 


 


يو په شرق او بل په غرب كښي لا لهانده


 


سوالګر  هم   دعرب  او د عجم  وي


 


نا پوهي او بدبختي وي ددوي برخه 


 


جهل او فقر هم خواري او هم تور تم وي


 


ستا اولاد كه نور هم ځير نشي خپل حال ته


 


(زياركښ)  وايي تباه كيږي زما قسم وي