پښتونه

د لراوبر اداره | اگست 13th, 2010


زما پښتونه مېړنیه قومه
درنه لوګی شمه زلمیه قومه
لږ  رابیداره  شه راوښورېږه
زما  ځیګره زما زړګیه قومه
درنه مې وژني یو قاتل دمینې
منډه راواله توریالیه قومه
زما د خاورې غله تر ما راغلي
هله راپاڅه ننګیالیه قومه
لږ راژوندی شه لر او بر پښتونه
دا چا وژلی یې ژوندیه قومه
داسې پښتون شته چې اواز مې واوري
لوی احمدشاه وا سدوزیه قومه
داستادسرشمله یې خرڅه کړله
څه شولې کوم یې نومیالیه قومه
ستا په عزت باندې څه لوبې کېږي
غیرت دې څه شو غرنیه  قومه
سهاردې وژني او ماښام دې وژني
مه شه بدرنګه پتیالیه قومه
په تا ګزار له هر پلوه کېږي
چا کړې ستومانه جنګیالیه  قومه

Copyright Larawbar 2007-2024