کور / رسنۍ / څراغ د هلمند له ګرشک څخه په خپرونو پيل وکړ

څراغ د هلمند له ګرشک څخه په خپرونو پيل وکړ

په ګرشك ولسوالي كي دڅراغ په نوم مهالني خپرونه دسراج الاسلامي ادبي ټولني له خوادچاپه راووتل
دغه رازدنعتيه پلوشي لومړي ګڼه چي څه موده وړاند ي چاپ سوي وه دلوستونكوپه غوښتنه يوځل بياچاپ سوه .

دهلمندولايت په دي ورستيوكي دتودوادبي اوكلتوروچارومركزځكه ګرځيدلي چي ددي ولايت ډيري ځوانان له ادبي چاروسره خورازياته مينه لري چي تيره ورځ دګرشك په ولسوالي كي دڅراغ په نوم مهالني خپرونه دسراج الاسلامي ادبي ټولني له خواچاپ اولوستونكوته وړاندي سوه دغه مهالني خپرونه چي په اتوصفحوكي چاپ سوي دتيزاوټينګ كاغذپه درلودلوسره يي نورهم دمطالبو لوستل اسانه كړي
په څراغ مهالني خپروني كي داسلامي ګټوروخبروسره سره پكي سياسي علمي ،ادبي اوتفريحي مطالبوته ځاي وركړل سوي دي
ديادي مهالني دامتيازڅښتن انجنيرعبدالله جان نوري دي چي دپښتي كمپوزيي په صحاف نشراتي موسيسي له خواترسره سوي
دغه رازدهلمنددادبي بهيرله خوادځوان شاعرعبدالهادي عمري دنعتيه پلوشي په نوم كتاب ددوهم ځل لپاره دګڼ شميرلوستونكوپه غوښتنه چاپ اولوستونكوته وړاندي سوه
ديادوني وړده چي څه مده وړاند ي دهلمنددادبي بهيرله خوادا اوم كتاب چي له چاپه راوزي چي په هغوكي يوهم دزړه دردونه په غزل  واوښتل په نوم كتاب چي لوستونكوته وړاندي سوه .

rahim.mutmyan@gmail.com