کور / هراړخیز / روح څه شی ده ؟ (۵)

روح څه شی ده ؟ (۵)

(روح د اسلام له باوره)

روح د خدای (ج) امر دی او امر یوازې د خدای (ج) لخوا دی یاني روح د خدای کار دی نو ځکه په قران کې روح  ته د خدای(ج)  نسبت ورکړ شوی دی . روح هغه ټوله مالومات دی چې له  انسان سره په ژوند کې مرسته کوي
دا چې  د روح منشا د خدای فرمان دی هغه  لکه د لمر ړنا چې ټولو ته روښنايي ورکوی ټول ته يې ګټه رسیږي که د خدای فرمان (روح ) نه وای دا دنیا به په دې ډول  نه واي
روح د قران له نظره    د وجود په عالم کې داسې یو موقعیت لري چې یوازې یې اغیزې او خواصونه په دې نړۍ کې لیدل کیږي چې ډیر بدیع او عجیب دي
قران  د روح د پدیدې پيدایښت په یومتفاوت کیفیتی عنوان د پخوانیو پړاونو سره را پيژندلي یاني جنین. په لومړی پړاو کې جنین ژوندی او د ودې  په حال کې وي او کله يې  چې وده پوره شي نو زړه يي په  ضربان پيل کوي یاني چې د بدن غړي مکمل شي بیا د روح یا نفس سکالو رامنځ ته کیږي او له هغه څخه امری کیفیت تعبیر شوی دیخو همدا فطرت ځینې انسانان د شهوت اوغضب په لښتیو کې ډوب کړي او د ضلالت او ګمراهي لاره یې نیولې او ځينو بیاخپل نفس پاک ساتلی دی . خدای (ج) ټوله انسانان د توحیدی فطرت په اساس پیدا کړي دي او دفجور او تقوا تشخیص يي ټولو ته  الهام کړی دی
 الله (ج) د خپل کلي قانون په اساس  نفس پاکو خلکو ته  دوه چنده اجر ورکوي نو هر  څوک چې صادق وي ډیر اجر ګټي ،تر هغه ځایه چې د ځینو اجر د« روح القدس» په ډول بروز کوي هغوی ته ملایکې رااستوی او وحی ورته کوی او هغه يي د جنت لپاره لارښوونکی  کړي وي
عبدالله بن مسعود روایت کوی چې رسول الله (ص) وفرمایل:  روح د امبریو ( جنین )څلوېښت  ورځ وروسته د بارګیري یا حمل اخيستلو  هغه  ته ننوځي یانی چې جنین  ژوندی وي  یاني ژوند په روح اړه نه لري خو د روح د تل والی په هکله
دحجر د سورې په ( ۲۹ )مبارک آیت شریف کې راغلي  دي
«فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ»
ژباړه:( نو کله چې برابر مې کړ دغه (قالب) او پومې کړ په  د ه کښې له روح خپله…)
دا آیت شریف له بدن سره د روح په تل والي دلالت کوي
ځېنی پوهان وایي: روح د انسان له مړېنې سره له بدنه جلاکیږي او بل جسم ته ځي
«ارواح الموءمنین فی اجواف طیر خضر الخ » ددې حدیث شریف په بنیاد د مؤمنیو
 ارواح د شنو طوطیانو په ججوروکې وي خو ځینې  بیا وایي دا د شهیدانو روح ته دلالت کوي
 د ال عمران  د سورې( ۱۶۹ )مبارک آیت د شهیدانو په هکله وایي: هغه مړه نه دی
«وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ »
 ژباړه 🙁 او له سره ګمان مه کوئ پر هغو کسانو چې وژل شوي دي په لاره د خدای کښې دمړو بلکه ژوندی دی په نزد د رب خپل او زرق ورته ورکولي شي) دلته روح نه ده راغلی یوازی ویل شوی هغوی ژوندي دي
 د البقرې د سورې په( ۱۵۴ )مبارک آیت کې دآ یت شریف  بیا تکرار شوی   دی
(وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُون)
 ژباړه (:مه وایاست هغه چا تهَ چې وژل شوي وي په لاره د الله بلکې ژوندي دي لاکن تاسو نه پوهیږئ.)
ځینې علما  ددې آیت شریف په تایید وایي: موږ بیرته د روح په ډول  الله ته ورځو.  یاني  دروح په ډول  راغلي یو بیرته د روح په ډول ورځو.یاني دا دانسان او الله(ج) تر منځ یو اړیکه شته  چې  د مړینی په صورت کې دا اړیکه ختمیږي نو په مړینې سره  روح له بدنه نه وځي بلکې د هغه اړیکه د خدای سره پرې کیږی نو ر دهغه د توبې ور تړل کیږي نور هغه بې دی اړیکې هیڅ کولی نشي
 دالزخرف د سورې په ( ۱۴) مبارک آیت کې راغلي دي
«وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ»
ژباړه :(اوبیشکه چې موږ رب خپل ته خامخا بیرته ورتلونکي یو)
یاني انسان بیرته  په اخیریت کې خپل خدای ته ور ځي تر هغه مخکی انسان جسد  مړ کیږي او نفس يې  له بدنه وځي  دا نفس تر اخیرت پوری پاته کیږي چې هغه د حساب او کتاب  «چیف » یا  د زیرمې د ماشین کیلۍ ده  د مړینې وروسته  ښه نفس وه جنت ته ، بد نفس وه دوزخ ته ځی او نه بد او نه ښه  نفس په برزخ کې پاته کیږي
انفطار د سورې په-۱۵-۱۳ مبارک ایت کې راغلي دي.
«إِنَّ الأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ الدِّينِ »
بیشکه چې ابرار( نیکان) خامخا په نعمتونو(جنت) کښې وی او بیشکه بدکاران خامخا په دوزخ  کښې وی وبه سوځي  په ورځ د جزا
المومینون د سورې په ( ۱۰۰)مبارک آیت کې راغلي دي
«وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ»
ژباړه :(او په مخ کې ددوی دی برزخ تر هغه پورې چې بیا ژوندي را پاڅول کیږي )
یانی نفستر بیا را پاڅیدو مخکی  په برزخ کې منتظر وی
دروح پو کول د قرانکریم په څلورو ځایو کې راغلي دي(سوره حجر آیت( ۲۹) «په  سخا شوی  خټی (بشر) کې پوه کول»، سوره انبیا آیت( ۹۱) «پوه کړ په مریمی کې»، سوره ص آیت( ۷۲ ) « د خټو جوړ شوی بشر کې» او سوره تحریم آیت( ۱۲)« په مریم کي». داروح پو کول د لومړی انسان ادم (ع) په جسم کې  بیا د مسیح  د مور کې  راغلی دی
العمران د سوری په ۵۹ مبارک ایت کې راغلی دی
«إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ»
ژباړه : (بیشکه مثل د عیسی په نزد د الله په شان  د مثل د آدم دی چې الله جوړ کړ هغه له خارو و څخه بیا یی وویل ده (ادم ) ته شه پس  شو)
 خدای  تعالی عالم دی دا د« فیکون»  د علم  امریوازی  د خدای لخوا کیږي  چې دلته دد پو  په ډول راغلی دی چې ادم (ع)  ته يې له خپل علمه  څه  ورکړه چې دا علم په ارثې ډول ټولو انسانانو ته  ورکړ شوی دی اوبیا عیسی(ع) ته چې هغه پيداېښت بل ډول و د همدا علم په امر پیدا شو
 روح یوازې انسان ته ځانګړي ده چې دانسانانو د خدای خلیفه کېدل له  همدی روح یا دخدایي علمه   له بابته دی کله چې خدای خپله روح په ادم کې پوکړه بیا یي ملایکو او شیطان ته وویل هغه ته سجده وکړی
د البقری د سورې په« ۳۰ »مبارک آیت کې راغلي دي
«وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً»
ژباړه (:هغه وخت چی وویل  ستا رب ملایکو ته بیشکه زه ګرځوونکی یم په مځکه کښې یو خلیفه)
 همدا د خدای روح انسان دمادی شیانو( موټرو الوتکه  او تخنیکی شیانو) خالق کړی دی چې دا کمال په نورو حیواناتو کې نشته  همدا د ساینس وده له  همدی روح له برکته ده .
نوربیا