کور / شعر / که نظر پرې وکړې

که نظر پرې وکړې

ياری د غټو خلکو غم وی که نظر پرې وکړې

سيوری د دنګو ونو کم وی که نظر پرې وکړې

چې د نيکونو تورې ستای ورځې شبې تيروی

دا به د خوارو خلکو چم وی که نظر پرې وکړې

دلته اوس ځکه د ادم په مرګ غوغا نه کيږی

توره په لاس کې د ادم وی که نظر پرې وکړې

ددې ښکاری لومې زړې شوې خو ونه شليدلې

په هر يو دام کې ي غنم وی که نظر پرې وکړې

سپيره غربت ي د ځوانۍ په خوږو پوهه نه کړی

قد ي د سروې سره سم وی که نظر پرې وکړې

چې دې حالاتو کې هم ښه ژوندون کوی لګيا دی
يا به ملا وی يا به ډم وی که نظر پرې وکړې


منزل د هغه سړی لارې عندليبه ساری

چا چې تللے خپل قدم وی که نظر پرې وکړې