کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اختر د سولې ښوونکی

اختر د سولې ښوونکی

       اختر يوه داسې خوښي ده، چې خدای (ج) پاک په خپلو بندګانو لورولې او په دې ورځ یې خپلو ټولو بندګانو باندې امر کړی، چې تاسې بايد خپلې ناخوښۍ، خپګانونه او خپل منځي تاوتريخوالي…. پرېږدﺉ، او يو بل ته غاړه غړۍ شى او دا ورځ په خوښۍ او ښادۍ سره تېره کړى، راځى، چې له دې ورځې څخه د سولې درس واخلو او په د پيلامې ټكى يې په خپل هېواد کې كيږدو، له يوې خوا به مو د خدای (ج) ارشادات عملي کړي وي او هغه ستر اجر به مو لاسته راوړى وي چې كله نا كله انسان ته يې د لاسته راوړلو فرصت برابريږي او له بلې خوا به مو له دې نېک اقدام سره خپل هېواد ته سوکالي او سوله راوستې وي – هغه داسې چې راځۍ د وسلو پر ځای قلم راواخلو او د کرکې، رخې او تربګنيو ځای مينې ته پرېږدو، ځکه همدا وخت دی، چې بايد له دې ورځې د مينې زده کړه وکړو او نور هم مينه کولو ته وهڅوو او په مينه يې ولمانځو، ترڅو د يووالي پړاوونه ووهو او نېکمرغيو ته لاره پرانېزو، دلته به د فخر افغان هغه خبره راياده کړم، چې يا به يو کېږو کنه ورکېږو.

        اجازه راکړﺉ، چې په خپل وار سره د نيكمرغه کوچني اختر د رارسېدو په وياړ د نړۍ ټولومسلمانانو او په تېره بیا ټولو كړيدلو افغانانو ته د زړه له کومې مبارکي ووايم او هيله لرم، چې د روژې مبارکه مياشت مو د پاك الله طاعت او عبادت كې تيره كړي او د پاك الله له دربار څخه مو ددې كړيدلي او ځوريدلي ملت د سوكالي غوښتنه كړي وي ، غواړم چې له همدې برکتناکې شېبې څخه په ګټنه تاسې سره خپلې خبرې شريکې کړم.

      راځۍ چې په دې ورځو کې خپل هغه ورونه هېر نه کړو، کوم چې سېلاب ځپلي او د اختر د نمانځنو لپاره سر پناه نه لري، راځى، چې خپلې روژې فديې دا ځل هغوی ته ځانګړې کړو او په دې کار سره د يوه لوی ولس ستونزې لږ تر لږه راکمې کړو او په دې ثواب کې ځان شريک کړو. او هيله من يم چې دا اختر د ټولو افغانانو لپاره د سولې پيلامه وي.

په پای کې يو ځل بيا ټول مسلمان ولس او په ځانګړې توګه خپل ګران او ځوريدلي افغان ولس ته د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو لامله مبارکي ووايم او هيله ده چې دا ورځې په خوښى، ښېرازۍ او سوله کې تېرې کړﺉ.

اختره که راځې ښکلووږمو سره راځه
د مينې زېری راوړه ولولو سره راځه


په ټوله مينه