امريکايي سفير له پوهنتون ليدنه وکړه

65 | سپتمبر 23rd, 2010


په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفير په کابل کې دامريکايي پوهنتون څخه ليدنه وکړه .
نوموړى پوهنتون چې په دوه زره شپږم ميلادي کال کې دامريکادمتحده ايالاتو په مالي لګښت په کابل کې جوړشو دهيواد دبيلابيلو ولايتونوڅخه په کې پنځه سوه پنځوس محصلين دسوداګرۍ،ماليي اومعلوماتي تکنالوژۍ په څانګوکې دليسانس په کچه زدکړې کوي .
ددغه پوهنتون مشر وايي چې له دغه پوهنتون څخه به ټول فارغ شويوکسانو ته به په وزارتونو او بهرنيو مؤسسوکې دکار زمينه برابره شي .
ديادونې وړده په کابل کې دامريکايي پوهنتون کلنى فيس پنځه زره پنځوس امريکايي ډالره کيږي چې ډيرافغان دلوړفيس له امله نه شي کولاى چې په دغه پوهنتون کې خپلې زدکړې وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024