کور / طنز / ووبابا زايشګاه را چه کنم!

ووبابا زايشګاه را چه کنم!


 د خيرات علي چې څنګه سترګې پر ساعت ولګېدې سم د واره يې کتابچه ،قلم، کمره او د مرکې نور اړين شيان د سترګو په رپ کې له مېزه راغونډ او په بيړه يې لاسي بکس ته واچول ، له دفتره په تراټ   ووت ، نېغ ټکسي ته وخوت او ډرېور ته يې وويل : قربان څومره ژر چې کولای شې ” دانشګاه” ته مې ورسوه ، که کومه لنډه لار درمعلومه وي پرې ورځه  !



 ډرېور پر خپلې لنډۍ ږيره لاس تېر کړ ، بيا يې خيرات علي ته مخ ورواړ وه ، دا ګورې ټوله په همدې کوڅو کې سپينه شوه،غم مه کوه په درنګ شېبه کې دې ور رسوم٠



 په رښتيا هم د استاد پر خبرو لا پاوو وخت نه  و ور  اووښتی ، چې ټکسي يې د يوې لوې ودانۍ تر څنګ ودراوه، او خيرات ته يې کړه : وروره نور مې هم مخکې بېولې خو ټکسي ته اجازه نه ورکوي ، هغه مخامخ تعمير دی ، ورځه خدای دې د زوی پلار کړه!



خيرات چې مخامخ لوحې ته وليدل ژر يې لاس بېرته له جيبه راکش کړ او تندي ته يې ټکس ورکړ: وبابا زايشګاه را چه کنم مېخواهم دانشګاه برم٠