کور / طنز / څلورسوه روپۍ

څلورسوه روپۍ

د نورو ورځو پر خلاف نن يو څه وختي مسجد ته روان سوم ، لامي په درشل پښه نه وه وراړولې چي د مسجد په انګړ کي د محل د خلکو زوږ خداى خبر له کومو چرتونو راوايستم ، چاويل غويى به حلال کړو ، چا بيا ويل زه د ويني د لوړفشار ناروغي لرم د وزې غوښه توره وي ، يوه ويل همداسي خامه به يې ووېشو او هابل بيا ويل پخه ښه وي ثواب يې ډېر دى .

ميرزاګل چي زما په څېر مهاجر وواو ګاونډى مي هم وو په خبرو کولو او نظر ور کولو کي تر چا پاته نه وو ، ور نږدې سوم  ترې ومي پوښتل :

ياره څه خبره ده ؟

د مسجد خلک غواړي خيرات وکړي  ځکه دا د ملا صاحب غوښتنه ده ، هغه وويل : په څه موده کي بايدهر څوک يو ځل هرومرو خيرات ووکړي  ځکه يو خو يې ثواب ډېر وي او بل رد بلا هم دى .

خبري ډېري وسوې خو باالاخيره پرېکړه داسي وسوه چي هر څوک به د توان سره سم پيسې ور کوي او بيابه څو نفره له بازاره غوښي او ورجي راوړي او صبا به يې په مسجدکي پخوو .

د ماځديګر د لمانځه تر ادا کولو وروسته ټولو پر غوړولي څادر پيسې واچولې خو چي وشمېرل سوې ! ايله د يو دېګ غوښو پيسې برابري سوي وې .

يو ځل بيا خبرو او نظرونو چوپتيا ماته کړه ، د اځل داسي پرېکړه وسوه چي څو نفره به د محل په کوڅو سميږي او د کورونو څخه به پيسې راغونډوي  ولي چي ددې محل خلک تقريباًيواځي په سلو کي دېرش يې مسجد ته راتلل ، ځينو يې دجمعې او ځينويې بيخي د اخترونو له لمونځونو پرته نورپه دې کليمه چي بس ( الله  مالک هې ) ځان له هره تکليفه خلاص کړى وو .

په همدې څو نفري ګروپ کي يو زه هم وټاکل سوم  د مسجدوالو د لارښووني سره سم  د محل پر کوڅو ور سيده سوو ، د هر کور دروازه به مو ورټکول او په مسجد کي د خيرات له پاره مو پيسې ځني غوښتې 

چا به راته لسګون راکړ ، چا پنځه ګون او چا به بيخي رانه کړې .

د محل په آخيرنۍ کوڅه کي ديوې دروازې د ټکولو وروسته يو تور او خېټور سړى چي کميس يې کښلى وو راووتى ، کله چي يې موږ او زما په لاس کي پيسو ته وکتل بېله دې چي زموږ خبره پوره واوري  دلاس په اشاره يې پوه کړو چي بيرته راوزي او په بېړه په کور ننوت ، يوه شېبه وروسته راووتى ، پرته له دې چي څه ووايي پوره څلور سوه کلداري يې راکړلې او په کور ننوت ، موږ هم د زړه د تله دوعا ورته وکړه .

پر لاري مو د تورخېټي په اړه د تعجب او خوښۍ خبري کولې ، ولا افرين که مسجد ته نه راځي د خيرات په ورکولو کي خو يې د محل د ټولو خلکو څخه نمبر يووړ .

بله ورځ په مسجد کي تر ديګونو اورونه لاندي دي ، د غوښو بوى د هرچا پر سږمو خوږ لګيږي ، ډېرى خلکو خو سهار لا څه نه دي خوړلي ، ماشومان يې لا دوړاندي دلوښو سره راليږلي دي او د مسجد د انګړ څخه يې د لوبو ميدان جوړ کړى ، په دې ګڼه ګوڼه کي مي د مسجد ددروازې و خوا ته جنجال تر غوږ سو ، په بېړه ورنږدې سوم  که ګورم هغه تور خېټى سړى ولاړ دى  چي څلورسوه روپۍ يې راکړي وې .

په بېړه مي ترې وپوښتل ! کيا بات هې ؟

( مين اپنې پيسې واپس لينې آياهون ) يعني زه ددې له پاره راغى يم چي خپلي پيسې بيرته واخلم .

ومي پوښتل ! ولي ؟ خداى دي خيرکي .

له دوو مياشتو مي د تلويزيون د کېبل پيسې نه وې ورکړي او هغوى څو ځلي ورپسې راغلي ول  خو په ورستي ځل يې اختار راکړ  چي که دا ځل راغلو او پوره څلورسوه روپۍ دي را نه کړلې ! کېبل در پرې کوو .

زه نه وم خبر چي تاسي مسجد والا ياست ، اوس د خداى له پاره زما روپۍ بيرته راکړئ .

د ولاړو خلکو څخه يو پر غوږ را پرېوت او پټ يې راته وويل : خداى مو خوار نه کړه ! دا سړى خو عيسايي دى زه يې پېژنم .