کور / تازه خبرونه / په کندهار کي په دريمه ورځ دريم ځانمرګی بريد وسو

په کندهار کي په دريمه ورځ دريم ځانمرګی بريد وسو

 


نن پرله پسې دريمه ورځ ده چي په کندهار ولايت کي ځانمرګي بريدونه کېږي ، نننی بريد د کندهار په خوجک بابا ( دې خوجه ) سيمه کي د نظم خاص سره نژدې د پوليسو پر کاروان باندي ترسره سو  چي د چارواکو په وينا يو تن پکښي وژل سوی او دوه نور ټپيان سوي دي ، پرون غرمه د همدې ولايت په بولدک ولسوالۍ د وېش په سوداګريز مرکز کي چي پر ډيورنډ کرښه پروت دی ځانمرګي بريد تر شپېتو تنو زيات مړه او ټپيان کړه او وړمه ورځ د همدې ولايت په باغيپول کي د يوې مېلې پر مهال تر سلو زيات مړه او په لسګونو ټپيان سويي وه .