کور / تازه خبرونه / دملي ترمينالوژۍ ساتنه دهرافغان ملي دنده ده

دملي ترمينالوژۍ ساتنه دهرافغان ملي دنده ده

نن په خوست كې (دهېوادداساسي قانون پلي كول اودملي ترمينالوژي ساتنه دهرافغان ملي وجيبه ده ) پراجنډالويه غونډه ترسره شوه .
پدې غونډه كې ددې ولايت دابي ټولنوغړيو،ليكوالانو،شاعرانو،دسياسي ،ټولنيزواومدني ټولنومشرانو،علماكرامو،روڼ اندواوعاموخلكوګډون كړى ؤ .
دعظيم الشان قران دڅومباركواياتونوله تلاوت وروسته دټولنو،اتحاديواوبېلابېلوسازمانونومشرانوخبرې وكړې .
دوى پخپلوويناووكې دافغانستان داطلاعاتواوكلتور وزيرعبدالكريم (خُرم ) له كړنوڅخه ننګه وكړه چې پدې وروستيوكې يې دهېواددملي ترمينالوژۍ پروړاندې دناوړه چلندپه كولوسره څوكسه كسرمعاش كړي وو.
په غونډه كې دهېواددملي ترمينالوژۍ دساتنې اودمليتونوژبوته ددرناوي په اړه اوږدې خبرې وشوې اودهغوناكړدوپه ترسره كولويې ژورخپګان څرګندكړچې له مخې يې دهېوادكلتورته تاوان رسيږي .
همدارازپه ياده شوې غونډه كې هغه كړنې په كلكه سره وغندل شوې چې له امله يې دهېوادكلتوري ميراثونوته تاوان رسيږي .
دغونډې په پاى كې په پنځومادوكې يوپرېكړه ليك هم صادرشوچې منځپانګه يې لاندې لوستلى شى .


۱ : موږپه هېوادكې ملي يووالي ته اړتيالرواوهېچاته به ددې اجازه ورنكړوچې دپرديوخوشالولولپاره زموږملي يووالي اوشتمنيوته تاوان رسوي .
۲ : داطلاعاتوكلتور وزيردې بې له كوم دليله دولسي جرګې كلتوري چاروكميسيون ته نه ورغوښتل كيږي
۳ : موږداطلاعاتوكلتوزارت روانې كلتوري هڅې ستايواودملي ترمينالوژۍ دساتلواوپلي كولوپه برخه كې ددې وزارت څخه خپل غوڅ ملاتړاعلانوو.
۴ : موږدسيمې له هېوادونوسره دكلتوري اړيكيوپلوي كوو،خودكلتوري يرغلونوپروړاندې يې هرډول مبارزې ته تياريو .
۵ : موږداطلاعاتواوكلتور وزارت څخه غوښتنه كووچې دايران دكلتوري يرغل دمخنيوي لپاره دې ممكنه ګامونه پورته كړي اوپدې اړه دې ولسي جرګې اودوزيرانوشورىٰ ته هم خبروركړي .