کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان پر وضعه د پاکستان د پالماني ټاکنو اغېزه

د افغانستان پر وضعه د پاکستان د پالماني ټاکنو اغېزه


لكه څرنګه چې سياسي كړكېچ دم ګړۍ په پاكستان كې دتېرو كلونو په پرتله په لوړه كچه زوراخيستى او ترڅنګ يې منفي پايلې چې له دغه حالت څخه منځته را ځي له پام څخه لرې حركت ندى بلكې دپاكستان سياسي بهران ته شدت وركول دي.واضع خبره ده چې  په افغانستان كې داوسنيونا امنيو اصلي مركز پاكستان وو او دى.پاكستان داوسني عصر يونوى زېږې دلۍ ماشوم دى.كله چې پاكستان خپل موجوديت په نړۍ كې احساس كړنووارله مخې په ګاونديو هېوادونو باندې خپل منفي اوله وقعيت نه لرې سياست ومانه.په ټولنيز ډول پاكستان دسيمې د هېوادونوپه كتار كې ديوداسې نظام درلودونكى دى چې تل دګاونډيو هېوادونو په داخلي چاروكې دنفاق داچولو له لارې خپله ګټه لټوي.


په خاصه توګه دافغانستان په چاروكې.كه چېرته دپاكستان دېرش كلنو اړيكوته چې له افغانستان سره يې لري پاملرنه وشي په ګوته كيږي چې هېڅكله دپاكستان دولت له افغانستان سره خپل سياسي اړيكې په قانوني ډول نه دي تحكيم كړي اوتل دافغانستان دوخت دولتونو له مخالفو كړيو سره دنړېوالو قوانينو پرخلاف ددوه مخي سياست په لرلو سره پوځي مرستې كړي دي.ددې خبرې ژوندى مثال دمجاهدينو دحكومت دنسكورېدو پرمهال دطالبانو دتحريك درامنځته كېدو سره سم دپاكستان د اى اس اى ادارې استازو دپاكستاني مخو طالبانو په ملګرتيا سم دلاسه دافغانستان دپخواني جمهور ريس ډاكترنجيب الله اودهغه دورور پروژنه لاس پورې كړ.كه څه هم دغه موضوع دافغانستان ملت ته معلومه ده خو بياهم اړينه ده چې اوسني حالت دپاكستان دپخوانيو كارنامو په پام كې نيولو سره وڅېړو. ضروي خبره خواوس داده چې افغانستان ته پاكستاني دولت په ډيرو برخو كې ورانونوكي عناصر راواستول تر څوپه دې هېواد كې امنيتي ناورين رامنځ ته كړي اوله دې وخت په استفادې سره دډيورند موضوع دځان په ګټه ختمه كړي. كه څه هم په افغانستان كې مخكيني نظامونه له پاكستان څخه اوبه كېدل خوبياهم پاكستان ته دومره وخت ورنكړل شو چې په دې برخه كې خپل هدف ته ورسيږي.همد ا وو چې دغه لړۍ دطالبانو تر زېږېدو پورې دوام وكړ.په همدي دوران كې دپاكستاني مخو طالبانو له خوا داى اس اى استخباراتې شبكې په همغږي توب دافغانستان تاريخي ،ساسي، ٌفرهنګي،او ان داچې عقيدتي برخې هم له منځه يوړل شوې. په همدې دوران كې دپاكستان له خوا روزل شوي ترهګر دعملي فعاليتونو په موخه افغانستان را وستول شول او دطالبانو په نظام كې يي هغوي ته ونډه وركړه ډار اچونكي فعاليتونه په هغه دوران كې له افغانستان څخه دپاكستان له خوا كنټرول كېدل. سره له دې چې دغه موضوع يو څه پر لويديځو هېوادونو پورې هم تړاو لري خو دپلي كېدو اصلي مرجه يي بيا پاكستان په ګوته كيږي. ددې ترڅنګ دطالبانو له ماتې وروسته اوبيا دهغوي دبېرته راپاڅېدو په برخو كې ډېرې هڅې وكړې .او وروسته له دې دافغانستان په اوسنيو نا امنيو كې په واضع ډول داويلى شو چې دافغانستان په ورانولوكې پاكستان دومره ونډه اخيستې ده چې له يادولو څخه يې اجز يو.په همدې دوران كې پاكستان دافغانستان پروړاندې له هېڅراز تروريستي فعاليتون څخه ونسپمول او په بېلا بېلو برخو كې ددې هيواد په ورانولو كې خپل رول ولوباوو.


 كه څه هم په دې برخه كې پاكستان دلويدځ والو له مرستو څخه برخمندوو خو عمومي كروبه او دترهګرۍ روزونكى هېواد همدغه پاكستان وو.چې له دوزره شپږم څخه تر دې دمه په ځينې برخو كې پاكستان دخپلو نا جايزو سياستونو په لمبوكې سوځي كه څه هم دا لمبې لاتر اوسه په پوره كچه ندي بل شوي .اصلي خبره په پاكستان كې اوسني پارلمانې ټاكنې دي چې په هغه هيواد كې دوينو په تويې دو سره دبېلا بېلو ګوندونو تر منځ پيل شوى. دپاكستان داوسني حكومت مخالف ګوندونه سره له دې چې دمشرف دحكومت دنسكوريدو غوښتونكي دي كه چېرته دوي پارلماني ټاكنې په خپلو ګټو باندې پاي ته ورسوي بېله شكه چې په افغانستان كې دهغوي پر اړيكو كې تغيرات راځې دومره ګټور تغيرات هم نه چې افغان دولت هغه ته زړه ښه كړي دا په دې معني ده چې دپاكستاني دولت بنسټ دافغانستان پر وړاندې كوږ ايښودل شوي. دهمدې موضو ع په لړكې خبره دګوندونو اودپارلماني ټاكنو او سنۍ كړ كېچ دي .په پاكستان كې دخلكو يا دپيپل پارټي ګوند دم ګړۍ سره له دې چې دټاكنو په مبارزاتي دوران كې لويه قرباني وركړه داسې معلوميږي چې ګټونكى وپېژاندل شي .داپه دې معني دي چې نور ګوندونه دحكومت دغوښتنې پر بنسټ دپارلماني ټاكنې بهېر تر سره كوي.اودخلكو ملاتړ له ځان سره نلري معني دا چې دپيپل ګوند او سمهال دخلكو دخوښې ګوند دي. كه چېرته دغه انتخاباتي مبارزه دپاكستان دحكومت په خوښه تر سره شي نوپه واضع ډول دافغانستان پراړيكوباندې دپاكستاني دولت دوه ګوني سياست نورهم زرو اخلي او كه چېرته په دې انتخاباتو كې حكومت لاس وهنه ونكړي اودرايو په اچونه كې در غلي ونشي پرته له شك نه چې اړېكي به دقانو په رناكې ددواړو هېواد دونو ترمنځ تينګ شي.په مجموعي ډول دپاكستان اوسني حالت دافغانستان پراوضاع باندې په دواړوحالاتو كې اغيزه كولي شي خوګتوره بنه يې داده چې په اوسني انتخاباتو كې دولس ونډه ډېره وي .