کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خرم بې زړه او مذبذبه چارواکو ته لار ور وښوده!

خرم بې زړه او مذبذبه چارواکو ته لار ور وښوده!

 په دا تېرو او ان تر ننه موږ او تاسې ډېرې ليکنې ،شننې اوتبصرې د ښاغلي خرم او دهغې د وروستيو کړنو په اړه ولوستې او واورېدې٠ ټول هغه هېوادوال چې هر چېرې اوسي او له غږيزو او چاپي خپرونو سره مينه لري ټول په واقيعت او حقيقت پوه شول٠ وړ او پړ د لمر په څېر روښانه شول، د نصير بابي کور ودان چې پخپل پلپوټ يې له ډيرو نورو تورمخو ، نه هم جعلي ماسکونه پورته کړل٠ ټول هېوادوال پوه شول چې نږدې ټول کولتوري ارزښتونه يې د بن له غونډې ( قربانۍ ) راپدې خوا يو د بل پسې تر بريد او يرغل لاندې دي ٠


له ملي ګالرۍ ،دکلتور ورازت، دانشګاه او شهرداره را واخله ان په بهر کې تر سياسي ،کولتوري ،او نورو نمايندګيو پورې د غليمانو د اور تاو ورسېد، ډېره د افسوس خبره ده چې ښاغلی خرم د چارواکو له خوا د ستاينې او شاباسي پر ځای تره ټل کيږي دا ښاغلي چې قدرمن خرم نن استجواب ته وربولي او د قانون پر پلي کولو يې تر پوښتنو ،ګړوېږنو لاندې نيسي، تر خرم دمخه ولې هغه پروني تر تحقيق او پلټنو لاندې نه نيسي چې په لوی لاس او ښکاره يې لمن لمن زهر او زقم ښيندلې ،عجبه ده چې اتل خدای مه کړه خاين او خاين اتل وبلل شي ،په هره توګه زموږ باور دی چې حقيقت نه مري،او د افلاطون په وينا تر ټولو لوی خاين او ظالم خو هغه څوک دی چې حقيقت وژني٠
 درنه هېوادوال او نړۍ وال بايد پوه شي چې موږ هيڅ کله د ښاغلي خرم د شخصيت ننګه په شخصي ،قومي او يا په نورو ورته تړاوونو نه کوو، بلکې د نوموړی ننګه او ملاتړ دهغې د قانوني چلند برکت دی چې هر با احساسه او پر هېواد ،قانون او ملي يووالي مين افغان يې اړيستی چې ددې سپڅلې خاورې د تاريخي ،مذهبي او کولتوري غليمانو پر وړاندې د نوموړي له حقه کړنو ننګه وکړي٠ ښاغلي خرم په کړې خدمت نه يواځې د اولسي جرګې د غړيو د ورکړيو رايو حق ادا کړ بلکې، پخپل غوڅ او نر دريځ يې يو شمېرهغو نورو بې زړه او مذبذبه چارواکو ته هم ولس سره د پيوستون لار وروښوده٠
 څښتن تعلی دې وکړي چې پر خپل دريځ همداسې ولاړ پاتې شي او تر پايه چوکۍ او منصب تر ولس او ملي ګټو کښته او ټيټه وبولي٠ باور دی که په دې قحط الرجال کې پر شمار يو څو داسې ولاړ او پر ملي ګټو مينان راپيداشي ،هيڅوک به زموږ د يو موټي هېواد د بېلولو ،ايلولو او تروټلو هڅه ونه کړي٠