کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بايد د اساسي قانون سره سم كلمې استعمال شي

بايد د اساسي قانون سره سم كلمې استعمال شي

 


د هيواد يو خبريال چې د بلخ په ولايت كې ملي تلويزيون ته كار كو په ځاى د دې چې دهيواد  اساسي قانون سره سم كلمې استعمال كړي دايران هغو كلمو څخه استفاده كوله چې نه زموږ په اساسي قانون كې شته او نه د خلكو په منځ كې كومه سابقه لري په هيواد كې يو څو نفره دي چې غواړې د هيواد د اصيل فرهنګ په ځاى هغه كلموته لاس ووښي چې زموږ په هيواد كې كورنيو ستونځوته لمن ووښي دافغانستان خلك هيڅكله نه غواړي چې په هيواد كې يو ځل بيا  جګړې ته لمن ووښل شي


كه زموږ هغه ورورنه واي چې دا موږ اصلي كلمې دي نو ولې په هيواد كې سابقه نلري يوازي دا څو كاله كيږي چې دغه كلمي پيدا شوي دي نو زما په اند يو څو كسان دي چې غواړي افغانستان يو ځل بيا د ستونځوسره لاس او كريوان كړي


د كابل په ښار كې د هر قوم څخه خلك ژوند كوي يوځل دغه محترمين د د خلكو څخه پوښتنه وكړي چې دا كلمي مني دا يوازې هغه كسان دي چې د بهر څخه پيسې تر لاسه كوي


محترم عبدالكريم خرم د هيواد د اساسي قانون سره سم كار كړى دى بايد د افغانستان ټول ولس د خرم صيب ملاتړ وكړي او هرڅوك چې په هيواد كې اساسي قانون پلى كوي هغه كه هرڅوك دى په رښتيا چې د افغانستان رښتينى بچى دى


زه هغه وروونو  چې د موضوع څخه كوم پوره مالومات نلري زه ورته وايم افغانستان يو واحد ملت دى نو راځې چې خپل ګران هيواد ودان كړو د هغه كسانو چې نه غواړې افغان بچى په سوله كې ژوند وكړي او ګران هيواد د نړۍ په هيوادونو كې په ښه نوم ياد شي څخه واټن ونيسو او خپل هيواد ته سوله راوړو افغانستان ولس  متحد ملت دى راځې چې خپل يوالى ته درناوې او هغو كسانو ته چې په هيواد كې اساسي قانون پلى كوم درناوى وكړو خرم صيب  د هيواد اساسي قانون پلى او خپل مسوليت ته ادامه وركړه دا داطلاعاتو او كلتور وزارت مسوليت دى چې د زموږ ګران فرهنګ د پرديو د فرهنګنو د يرغل څخه وساتي .


دا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت كام  په رښتيا د قدر وړ دى په ژبپوهنه كې علمانو خپل نظر داسې وركړى دى چې يو ژبه د (۲۵) فيصدونو څخه زياد كلمې  د بلې ژبې څخه را نقل كړي نو په مرور د زمان هغه ژبه د منځ  څخه ځي نو د اطلاعاتو او كلتور وزارت د مسوليت څخه ډګ كام پورته كړى دى هغه كسان چې داسې خبرې كوي چې دا زموږ مورنى ژبه ده هغو په ژبپوهنه كې هيڅ مالومات نلري


په پاى كې هغو دښمنانو ته دا څرګنده وم چې افغان ملت يو واحد ملت دى او هيڅكله به د ستاسو تبليغاتو ته پاملرنه ونكري