کور / خبرتیا او پيغامونه / غواړۍ د پښتو کتابونو په خپریدو کې مرسته وکړۍ؟

غواړۍ د پښتو کتابونو په خپریدو کې مرسته وکړۍ؟

درنو هېوادوالو او د پښتو ژبې مینه والو درنو ورونو خویندو!


د دعوت ادارې  پتیلې ده چې د خپلې شلمې کلیزې په ویاړ (دسمبر ۲۰۰۸) غواړي چې ۱۲ ټوګه مختلف کتابونه چاپ او خپاره کړي دا کتابونه چې اوس چاپ ته تیار او ستاسو مالي مرستو ته سترګې په لار دي. کتابونه دا دی:



  • دعوت منځپانګه    (لومړی ټوک) (۸۰۰ مخونه)
  • دعوت منځپانګه    (دوهم ټوک) (۸۰۰ مخونه)
  • دعوت منځپانګه    (دریم ټوک)
  • دعوت منځپانګه    (څلورم ټوک)
  • دعوت منځپانګه    (پنځم ټوک)
  • دعوت منځپانګه    (شپږم ټوک)
  • دعوت منځپانګه   (اووم ټوک)
  • دعوت منځپانګه    (اتم ټوک)
  • نارویژي  پښتو ډیکشنری (۲۰۰۰۰) لغاتونه
  • پښتو انګلیسي لنډۍ  (۴۰۰ مخونه)
  • پښتو انګلیسي متلونه (۴۰۰ مخونه)
  • د ښاغلی پیر محمد کاروان شعري دیوان (۹۰۰) مخونه

درنو هېوادوالو! خپلې مرستې که هر څومره وی د پوستې د لارې د دعوت ادارې ته راولیږۍ ستاسو لږه مرسته موږ ته ډیره ده او دا کار ستاسو د مرستې پرته ناشونی دی. دا باید یاده کړو چې د دعوت مینه وال په پام کې لری چې د دعوت شلمه کلیزه د یوې سترې غوڼدې په جوړیدو او د پاسنیو کتابونو په خپریدو سره ولمانځي. نو ستاسو مرسته زموږ د کارونو پوره کونکي ده.


ستاسو د مرستو نه مخکې له مخکې مننه


د افغان ولس په خدمت کې


ستاسو


محمد طارق بزګر


Dawat


P.O.Box 289,


2001 Lillestrøm


Norway


www.dawatnet.com 


د نورو معلوماتو له پاره:


http://www.dawatnet.com/ariki.shtml