کور / تازه خبرونه / پښتونخوا عوامي ګوند له ټاکنو سره پرېکون کړی و

پښتونخوا عوامي ګوند له ټاکنو سره پرېکون کړی و

د اې پى ډى ايم مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چئيرمين محمود خان اڅکزي په خپل يوه بيان کښې د هېواد ټولو ولسي جمهوري سياسي ګوندونو او جمهوري قوتونو ته د اتلسم فبروري په انتخاباتو کښې برخه نه اخستلو باندې مبارکي ويلې ده ، ښاغلى محمود خان اڅکزي په خپل مطبوعاتي بيان کښې زياته کړې ده چې د هېواد ولس او قوتونو د دغه تاريخي او کامياب بائيکاټ د لارې د جنرال مشرف مارشلاء او پوځى امريت ردولو سره حقيقي جمهوريت د آئين او قانون د واکمنۍ د عدليې د خپلواکۍ د پارليمان د برلاسيتوب او د قامونو د برابرۍ پر بنسټ د جمهوري فيډريشن په حق کښې خپله پرېکړه کړې ده ، ښاغلى اڅکزى زياته کړې ده چې د ولس پرېکړې په ډاګه کړه چې د ملکي سياست راتلونکۍ به هم د مارشلاء او پوځي امريت له منځه وړلو د عدليې د بحالۍ او د سترې محکمې د رئيس بحالي وي ، ښاغلى اڅکزي زياته کړې ده چې اے پى ډى ايم به د خپلو اهدافو ته رسيدلو پورې د ولس په ملاتړ غورځنګ ته دوام ورکوي.