کور / تازه خبرونه / دوستم: لوی څارنوال زما د ورغوښتلو حق نه لري

دوستم: لوی څارنوال زما د ورغوښتلو حق نه لري

جنرل دوستم طالبان کے خلاف سرگرم


لویی څارنوالۍ رشيددوستم  د اکبر بای پر کور  د وسله وال بريد او له کوره د اکبر بای د ايستلو په جرم نوموړی مجرم پيژندلی ، د لوی درستيز په توګه يې له دندي ګوښه کړئ  او نن سې شنبې لویي څارنوالۍ ته د پوښتنو لپاره غوښتی و ،  دوستم نن د لویی څارنوالۍ په حکم د ځواب ورکولو لپاره حاضر نه سو او د يوې اعلاميې خپرولو سره يې ويلي دي چي لوی څارنوال حق نه لري چي هغه د پوښتنو لپاره ور وغواړي ، دوستم ويلي چي ولسمشر کرزی دي په دې لانجه کي دده پلوي وکړي او د يوه کميسون له لاري دي دا لانجه هواره کړي .
بله خوا د ولسمشر وياند د بي بي سي راډيو سره په خبرو کي وويل لویي څارنوالۍ د قانون له مخي د جنرال دوستم په اړه امر صادر کړی او ولسمشر د قانون د پلي کولو پلوي کوي ، نوموړي داهم وويل چي په دې قضيه کي ولسمشر کرزئ مداخله نه کوي او دا يوازي د لويي څارنوالۍ او کورنيو چارو وزارت دنده ده . د ولسمشر وياند همايون حميدزاده وويل چي که دوستم د لويي څارنوالۍ امر ونه مني لویه څارنوالي کولای سي دکورنيو چارو وزارت څخه د قانون په پلي کولو کي مرسته وغواړي .