کور / تازه خبرونه / په كندهاركې دنوي كال دهركلي لپاره سيالي ترسره كيږي

په كندهاركې دنوي كال دهركلي لپاره سيالي ترسره كيږي

په كندهاركې په لمړي ځل دملي يوالي اودوستانه اړيكولپاره دلسولويوولايتونود لوبغالوترمنځ دفوټبال ستره سيالې  په لاراچول كيري .
دفوټبال دغه سيالي به له نوي هجري كال څخه مخكې پيل سي .
دكندهاردالمپيك امرګلالي وايې چې پدغه سيالې كې به دكابل په ګډون دهرات ،ننګرهار،مزارشريف ،كندوزاوخوست ترځنګ ګڼ شمېردنوروولايتونولوبغالړي برخه واخلې .
دنومه وړي په خبره چې سيالي به  دحوت پرپنځه ويشتمه پيل اودنور وزترلسمي نيټي پوري به دوام وكړي .
ښاغلي ګلالې په ورزشي ډګركې دادكندهارلپاره ستره لاس ته راوړنه وبلل چې ددرست هيوادپه كچه دلويوولايتونولوبغالړي په دغه ولايت كې لوبي ترسره كوي .
دكندهاردالمپيك آمرزياته وې چې دغه سيالي به له ځان سره دسولي اودوستي پيغام ولري ،ترڅوپخپله لوبغالې خلګوته دسولي پيغام ورسوي
دكندهاردسپورت مسئولين وايې چې ددغوسياليومالي لګښت دكندهاروالايت مقام په
 غاړه اخيستي
تيره مياشت هم په كندهار كې دجوزجان ولايت په ګډون دسويلي حوزي هلمند،اروزګان ،زابل اوكندهاردفوټبال دټيمونوترمنځ دوستانه سيالي ترسره سوې چې   په تودهركلي سره يې دزرګونوتنولخواهره ورځ ننداره كيدل .