کور / شعر / غزل

غزل


داوس سباده که بېګاده رڼاچېرې نشته
يوچېرې بل چېرې خفه شي پخلاچېرې نشته



پخوادستوروو دپړوني خيال اونازهمداوو
نن ووړ او زوړ په اوږو بارکړي حياچېرې نشته



ځماپه کم عمريادېږي لوي بابامې ويل
جامه عزت دهرانسان دي پخواچېرې نشته



اوس دنړۍ دور بدل دى که وطن بدل دى
دمايک ترشاکيناست داناشوماناچېرې نشته



زياتي راويښ شي پښتنوژبه يرغل رانه وړي
نوي پيداشي زاړه وژني بقاچېرې نشته



معصومې ستاخبرمنم خوڅوک باورنه کوي
زماباورده شل به شي وفاچېرې نشته