کور / د ډيورنډ کرښه / ملنګ جان او پښتوستان

ملنګ جان او پښتوستان

ليکنه: سرلوڅ مرادزی

ملنګ جان شاعر

ملنګ جان او پښتونستان لکه نوک او ورۍ ، دوه سره نه بېلېدونکي نومونه دي .
په ۱۳۲۸ کال د پغمان په ستره ملي جرګه کې چې هلته د افغان دولت لوړپوړو چارواکو ، د لروبرو پښتنو مشرانو او استازو ګډون درلود د پښتونستان مسله د یوې ملي داعیي پتوګه وړاندې شوه . ددې جرګې  په پریکړو کې افغان دولت د ډیورند د کرغېړنې کرښې په اړه چې هیڅ افغان ته د منلووړ نه ده ، خپل سیاست په ښکاره او صفا ټکو کې څرګندکړ او په دې سربېره جرګې خپلو پریکړو کې د وږي ۹ مه د لرو برو پښتنو ، افغانانو او بلوڅو د پیوستون د ورځې پنوم ونوموله چې له هغې روسته دا ورځ هرکال د ملي جشن پتوګه لمانځل کیږي .
دا هغه وختونه دي چې ملنګ جان په لوی ننګرهار ، په ورڅېرمه نورو پښتنو سیمو او لره پښتونخوا کې د ملي ، ولسې او خوږژبي شاعر پتوګه پېژندل شوی . په حقیقت کې د پښتونستان غورځنګ نوی پړاو ( ۱ )  او د ملنګ جان د شاعرۍ عروج د مهال له مخې سره همزولي دي .
د یوه بل تصادف له مخې په همدې  ۱۳۲۸ کال ، د وخت لومړي وزیر ملي مشر داودخان ، ملنګ جان ته چې هغه مهال نالوستی و ، د زده کړې لپاره ښوونکي وټاکه . ملنګ جان یوازې په یوه اونۍ کې دومره څه زده کړل چې له هغې روسته يي خپله لیکلای او لوستلای شول .
د پښتونستان غورځنګ دې پړاو کې د ډیورنډ د تپلې کرښې په کوزه غاړه ، د پښتنو ویاړلي مشر فخر افغان پاچا خان ( ۲ ) ، خان عبدالصمدخان او ولي خان غوندې مشرانو ، اجمل خټک پشان اورژبي او انقلابي شاعر او نورو سپينږیرو او ملي مشرانو مخې ته بیوه او د ډیورنډ په بره غاړه بیا دا غورځنګ د وخت د لومړي وزیر ملي مشر داودخان په مشرۍ نورو هېوادپاله افغانانو ، لیکوالو ، سیاستوالو او د ملنګ جان پشان ملي او ولسې شاعر پخپلو اوږو اوچت کړی وو . دا زموږ د ملي تاریخ د هغه مهال نه هېرېدونکې شېبې دي !
کله چې د کوزو پښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ غورځنګ د تاریخ خبره کیږي ، د نورو ملي مشرانو ترڅنګ به د ملنګ جان له نومه پرته د دې تاریخ بیان نیمګړی وي .
ملنګ جان په ۱۳۳۲ کال په هغه شعر کې چې د پښتونستان په ورځ يي ویلی او د عجب محفل نوم يي خپل کړی و ، یوه برخه کې داسې وايي :
عجب محفل دی راټول شوي عزیزان پکې
څنګه به ښه وای ، خو چې وای فخرافغان پکې
***
خانانو تاسو چې راتلۍ خان غفارخان مو څه کړ
ستاسو ملګری هغه کلک خان صمدخان مو څه کړ
دلته خو نشته د خټکو اجمل خان مو څه کړ
تاسو نه يي غواړمه زه *        په کوکو ژاړمه زه     *  فکر کې لاړمه زه
بندیان به نه وای که ژوندی وای خوشحال خان پکې
څنګه به ښه وای ، خو چې وای فخرافغان پکې
د لیږدیز لمریز په دیرشمو کلونو کې چې زه ددې لسیزې په روستۍ نیمايي کې په لومړني ښوونځي( ۳) کې شامل شوی وم ، هغه مهال په کلي  کې یوازې زموږ ماما راډيو درلوده . دغو کلونو کې چې د پښتونستان غوښتنه د رسنیو په تېره بیا د افغانستان راډیو لخوا ښه په درځ پرمخ  روانه وه ، هرماښام به د کلي سپينږیري او ځوانان په دوبي کې په دېره او په ژمې کې په حجره کې سره راټولېدل .ټولو به راډيو ته غوږ نيولی و چې د پښتونستان خپرونه پيل شي . دا خپرونه به د ماښام په اووه بجو پيل او د شپې تر اتو بجو پورې به يي ادامه درلوده . د خپرونې روستۍ ۱۵ دقیقې په بلوڅي ژبه د بلوڅو وروڼو لپاره بېلې شوې وې او خپرونه به د استاد اولمیر په خواږه غږ کې د پښتونستان  په ملي ترانې سره پای ته رسېده .
په دې یو ساعته خپرونه کې به د پښتونستان په اړه خبرونه  او د راډیو د تکړه او خولورو ویاندانو لخوا به د پښتونستان د تاریخ ، د ډيورنډ کرښې د جعلي توب او دا چې دا کرښه انګریزانو پر افغانانو تپلې او افغانانو هغه نه ده منلي ، تاوده بحثونه په میاشتو میاشتو او کلونو کلونو روان وو . د افغانستان راډیو تکړه سندرغاړو به پر لرو پښتنو د پنجابي ښکیلاک تیري او ظلمونه په تېره بیا د ملنګ جان په ملي اوخوږو غزلو ، چاربیتو ، بګتیو او سروکو کې یو په یو افغانانو او نړیوالو ته بیانول . که خبره زیاته ونشي هغه مهال د پښتونستان په اړه د ملي مشر داودخان سیاست ، د نوروهېوادپالو ملي دریځ او د ملنګ جان چاربیتو ټول افغان ملت او لره پښتونخوا د یوه ملي پاڅون لپاره چمتو کړی وه .
دې کلونو کې چې د پښتنو حجرې او دېرې د ملنګ جان په شعرونو تودې او مستې وې او پښتانه يي د ملي پاڅون لپاره چمتو کړي وو دا به له انصاف لري وي چې ملنګ جان یوازې د یوه شاعر پتوګه وګڼو ، پکار دي چې هغه یو د پښتونستان د غورځنګ له مخکښانو وګڼل شي . ملنګ جان د پښتونستان په اړه یوازې د څو شعرونو خالق نه دی ، بلکې هغه د ډیورنډ کرښې د ړنګولو ، د لروبرو پښتنو د یوموټيتوب او د پښتونستان د خپلواکي الهام بخښونکی هم دی. پښتانه د هغه په شعرلکه د خوشحال په شعر کې خپلې موخې ، خپل هویت او خپل سبا ویني .
زه پښتون یم زما روح پښتونستان دی  بې له روحه څوک ژوندون نشي کولی
زما خوښ د ازادۍ نام ونښان دی اسارت زما ارواح نه دی منلي
یا دا چې :
اصیل پښتون پښتونستان خوښوي
چې پښتون نه وي پاکستان خوښوي
***
پښتون پښتو پسې ځي  * بې ننګ پيسو پسې ځي
شریف شرف رزیل غران خوښوي
چې پښتون نه وي پاکستان خوښوي
او نورداچې :
لوګی شمه له تانه پتنګ دې یم پتنګ
زما پښتونستانه ملنګ دې یم ملنګ
***
موږ ستا د زیږو کاڼو نه لالونه به لوګی کړو
لالونه خو لا څه کوي ځانونه به لوګی کړو
ژوند نه غواړو بې تانه ملنګ دې یم ملنګ
زما پښتونستانه ملنګ دې یم ملنګ
ملنګ جان په ۱۳۳۲ کال  د پښتونستان په اړه  یو تلویحي شعرچې هغه مهال په راډیو کې هم خپورشو ، افغانستان ته د امریکا د هغه مهال مرستیال ولسمشر ښاغلی نیکسن د سفر په تړاو ویلی و .  دې شعر کې ملنګ جان غوښتل چې ښاغلی نیکس په غوږ ووهي او امریکا وپوهوي چې که امریکا په سیمه کې سوله غواړي نو باید د پښتونستان په اړه د افغانستان خبرو اوغوښتنې ته غوږ کیږدي . په سیمه کې امنیت د لروبرو پښتنو د یووالي او د ډیورنډ کرښې له ړنګېدو پرته نشي تامینېدلای . نن موږ د ملنګ جان د هغه مهال وړاندوینه د سر په سترګو وینو . د ډیورنډکرښې د ماتېدو او د لروبر افغان له یوموټيتوب پرته دې سیمه کې سوله او امنیت نشي راتلای . د نوموړي شعر څو بیتونه دادي:
تشخیص مو د رنځ وکړه که حکیم د امنیت يي
په خبر راغلي هوښیاره امریکې نه ستړی مشی
***
تشخیص مو د راځ وکړه موږ ظلمونو يي ځپلي
د زړه غوښې شوې ویلي له چشمانو نم بهیږي
که لاړ شي مغلګۍ ته دیوالونه يي نړیدلي
تراوسه يي د زخمیانو پرهارونه نه جوړیږي
اته ساعته بمونه چل ګزي کې وریدلي
ورکوټي ماشومان خپلو پلرو پسې ژړیږي
فریاد ته مې غوږ کیږده که مایل د حقیقت يي
تشخیص مو د رنځ وکړه که حکیم د امنیت يي
که دا حال ستا په قوم وي خدای دې نه کا ته به څه شې
په خیر راغلې هوښاره امریکې نه ستړی مشي
ملنګ جان بیا هم پښتنو ته وايي :
پښتونه ستا د تورې وار دی ، لټ په لټ جهان کړه
مړي دې ګور کې انتظار دي ، جوړ پښتونستان کړه
د ملنګ جان دغه ارزو ده ، پورته دې نښان کړه
دا مې د خوږ زړګي بیان دی ، جوړ پښتونستان کړه
***
پخپل هویت باندې د ټينګار لپاره پښتنو ته وايي :
خاوره يي د سرو ده هر یو کاڼی يي مرجان دی
زه چې پرې مین یم دا هغه پښتونستان دی
دا د خوشحال خان ګلشن * دا د میرویس خان ګلشن
دا د دریاخان ګلشن * دا د ایمل خان ګلشن
باسي ترینه زاغ زغن * مالیار يي باچاخان دی
زه چې پرې مین یم دا هغه پښتونستان دی
***
ملنګ جان موږ ته د خپلې خاورې د سپيڅلتوب درس راکوي :
هر څه نه به تېر شم خو ایمان نه تېرېدی نشم
زه لکه ایمان پښتونستان نه تېرېدی نشم
دا د حق اواز مې چې له خولې ځني وتلی دی
ګوټ په ګوټ نړۍ کې انسانانو اوریدلی دی
اوس مې د وطن لپاره سر لاس کې نیولی دی
هیڅکله وصیت د خوشحال خان نه تېرېدی نشم
زه لکه ایمان پښتونستان نه تېرېدی نشم
اوس چې موږ د ملنګ جان ۵۳ م تلین لمانځو ، د هغه ستر ولسي او ملي شاعر د کلام ریښتینولۍ ته درناوی کوو . د پښتنو برخلیک د ملنګ جان له مهاله زیات نن کړکېچن او ستونځمن شوي . نن موږ د ملنګ جان له پير څخه زیات ملي یووالي او پيوستون ته اړتیا لرو .
که پښتانه د ملنګ جان وصیت ومني او طالبان ریښتیا پښتنې مور زیږولي وي ، باید د خپلو ټوپکونو خولې د خپلې سپيڅلې خاورې افغانستان او پښتونخوا پرځای د پنجاب په لور ورواړوي او د نړیوالې ترهګرۍ دا مرکز په نښه کړي .
ددې ولسي او ملي شاعر اروا دې ښاده وي !
څرګندونې :
( ۱ ) دلته موخه دا ده چې د لرو پښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ داعیه د ۱۳۲۸ کال څخه مخکې پيل شوي او د هغې تاریخ له هغه مهاله پيل کیږي چې دا خاوره انګریزانو د لوی افغانستان له تنه جلا کړې .
( ۲ ) د فخر افغان ویاړمن لقب د غازي امان الله خان لخوا د پښتنو مشر خان غفارخان ته ډالۍ شوی.
( ۳ ) ــ  لومړنی ښوونځی له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې
ــ منځنی ښوونځی له اووم ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې
ـــ لوړ ښوونځي له لسم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې
اخځونه :
ــ د ملنګ جان خوږې نغمې