کور / علمي / د لر او بر پښتون ولس د ژبني يو موټي کولو اړتيا !

د لر او بر پښتون ولس د ژبني يو موټي کولو اړتيا !

ليکنه: ميرويس اميري

ګرانو دوستانو،

«د یوې عصري علمي ژبې په حیث د پښتو ژبې د راژوندي کولو او تدوینولو لپاره کار کول» د هغو مهمو دندو څخه یوه دنده وه چې د پښتو ټولنې په ۱۳۱۶ کال کې د نوموړې مرجع د جوړېدو سره سم په غاړه واخیسته.

د کمپیوټر په دې عصر کې د نوموړي مرام د پلي کولو لپاره او د لرو او برو پښتنو د ژبنیز یوموټي کولو لپاره ډېرې هڅې او زیار ته اړتیا ده .  که چېرې دغه موقع له لاسه ورنکړو او د ستندرد پښتو تورو او کلماتو د یو ډېټابېس جوړولو لپاره هڅه وکړو نو ښایي چې له نن څخه یو څو کاله وروسته مونږ د کلماتو یوه داسې الکټرونیکه مجموعه او داسې یوه قیمتي پانګه ولرو چې هغه په ډېره آسانتیا وکولای شو د مایکروسافټ آفیس په راتلونکو پروګرامونو کې مدغم او خپله ورځنۍ اړتیا ترېنه رفع کړو.  کله چې داسې یوه مجموعه په مایکروسافت آفیس په SharePoint کې داخله (فیډ) شي نو بیا په لومړي سر کې د هغه د سپېل چک او وروسته بیا د ګرامر چک فنکشنونو په هکله فکر کولای شو.

دا منم چې دا کار دومره ساده ندی لکه هغومره چې ما بیان کړ او نه د یو کس کار دی.  دا هم منم چې په لومړي سر کې به خورا زیاتې نیمګرتیاوې ولري، خو لږترلږه یو څه خو به ورلرو چې د هغې پر بنسټ نور کار وکړو.  که د داسې مجموعې په جوړولو بریالي شو نو کار به مو څومره ساده شي او خوږه پښتو به مو څومره ستندرد ولیکله شي.

د بېلګې په توګه همدا اوس چې دا  وړانديز لیکم نو هره «یا» چې راځي (ـی/ی، يـ/ي/ـي، ېـ/ې/ـې، ۍ/ـۍ، ئ/ـئ) نو زه مجبورېږم چې Shift د یو مناسب توري سره ونیسم ترڅو هغه په صحیح توګه مراعات کړم خو دا کار ډېر وخت نیسي.  که چېرې دغه کلمات مو مخکې تر مخکې په پروګرام کې داخل کړي وي نو که یو کس «چوکی/ چوکې/ چوکۍ/چوکئ/ څوکی/ او یا هم څوکی» ټایپ کړي نو ورډ پروګرام به ورته «څوکې/ یا څوکۍ» وړاندیز وکړي نو دلته به بیا ګورو چې د خپلو غرونو هسکې «څوکې» ستایو او یا هم د خپلو ګلالیو ماشومانو د ښوونځیو لپاره د مېز او «څوکۍ» په هکله لیکو  او یا هم که «بیلګه» یا «پریکړه» ولیکو نو کمپیوټر به راته په spell check کې د «بېلګه» یا «پرېکړه» کلماتو وړاندیز وکړي او د هغې اصلاح ته به مو پام واوړي.  دا کار به مو په تدریج سره پښتو لیکنه سمه او ستندرده کړي.  د نویو آثارو ټایپ کول او چاپول به مو څومره آسانه شي؟  (ما یو طبي کتاب پښتو ته وژباړو، خو د ټایپ شوې نسخې د ترلاسه کولو سره سم مې فکر وکړو چې که زه د هغه هر توری (حرف) اصلاح کړم نو لازیات وخت به مې ونیسي نو پرېکړه مې وکړه چې بېرته یې حرف په حرف په خپله ټایپ کړم.)

وروسته له هغه، بیا د کتابونو د ډیجیټال کولو او آن لاین کولو خوبونه هم لیدلای شو؛ بیا تاسو پخپله فکر وکړئ چې د څېړنې په موخه د کلمو Google کول څومره ساده کېږي» او څومره آن لاین متنونه مو (چې اوس یې لرو او په هغه کې یوه واحده کلمه په څو شکلونو ټایپ شوې ده) په ډېره کمه موده کې اصلاح کولای شو.  دا ټول هغه خوبونه دي چې د یو بشپړ ډېټابېس یا مجموعې له جوړولو څخه وروسته تحقق موندلای شي.  دا به یو قاموس یا ډکشنري نه بلکه یو داسې ډېټابېس یا مجموعه وي چې په هغه کې به د کلمو mistype شوي ورژنونه په یو ستون کې او د هغې معادل ممکنه صحیح کلمات به په بل ستون کې لیدل کېږي.  زه په دې باور لرم چې د کلتور د پیاوړتیا لومړی بنسټیز ګام به د پښتو ژبې لپاره په دغه ډول یا دې ته ورته یو خدمت دی.

میکانیزم به یې داسې ډول وټاکو چې هرچاته ساده وي.  د کلمو د دې مجموعې لپاره به یوه آن لاین ویب پاڼه جوړه کړو  چې د شخص نوم او پاس ورډ په ورکولو سره ورته داخلېدل ممکن وي او بس.  د الفبا په ترتیب به د ستندردو کلمو لپاره خایونه ترتیب شوي وي.  او هرڅوک چې کومه کلمه او یا د کلمې variant وینی نو په هغه ډېټابېس کې به یې د صحیح یا غلط په ستون کې لیکي.  آخرینی ستون به د ملاحظاتو برخه وي چې که څوک غواړي کوم وضاحت ورکړي یا د هغه کلمې په هکله د څېړنې یا تحقیق نتیجه یا وړاندیزونه لیکي او یا نور تصحیحی ملاحظات یا دلایل او یا د صحیح کلمې د مربوطه پکاروړنې موارد یا citation بیانوي، نو هلته یې ولیکي.

د کامنټونو لپاره به د عامه نظریات هم یو خای ولري چې ورته public access موجود وي او د پښتو ژبې مینه وال به پکښې خپل نظرونه ورکوي.  د ژبې کارپوهان به هم په خاصه توګه د ویب پانې او د ډېټابیس په انکشاف کې فعاله برخه اخلي او هغه ته به د ایډیټ کولو لپاره access، سره له نوم او پاس ورډ موجود وي.  په نوموړي ډېټابېس کې به د پښتو ټولنې له خوا منل شوي او تصحیح شوي توري او کلمات داخل کړای شي.  او دا به یوه مداومه پروسه وي (لکه پښتو ویکيپیډیا چې لرو).  د دې مجموعې هر نوی ورژن به له مخکیني نه ډېر بشپړ وي.  او داسې باید ډیزاین شي چې خپل مخکینی ورژن update کړي. …. (ادامه موندلای شي)

د لراوبر پښتون  اولس څخه د هغوی د نظر ترلاسه کولو په هيله :

Mirwais Amiri, MD, MPH Candidate
Department of Global Health
Rollins School of Public Health
Emory University
Atlanta, GA

mirwais.amiri1@gmail.com