کور / شعر / ښکلا به جوړه کړي نړۍ ته د جهان غيږه کي

ښکلا به جوړه کړي نړۍ ته د جهان غيږه کي

دا مړاوی ستوری به را ويښ سي د اسمان غيږه کي
ر ڼا به جوړه کي د ګران افغا نستان غيږه کي
شبنم او ګل به د بلبل سره جوړه را درومئ
بو ى د باروتو به نو ر نه راوړي باران غيږه کي
د شهيدانو له زخمو به ويني نه بهيږي
اوښکي به نه څاڅي له ستر ګو د ګريوان غيږه کي
موږ به خواږه کي ذالجلال د يو او بل په زړو کي
رقيب به ورک کړي زموږ خلوص د تور طوفان غيږه کي
دا ټول زخمونه او دردونه به شي جوړ په سوله
ښکلا به جوړه کي نړۍ ته د جهان غيږه کي
دلته به ژوند د انسانيت او محبت په نوم وي
ظا لم به نه پريږدي هيڅوک د هيڅ انسان غيږه کي
د ځلبلاند دخوښۍ سر به تر اسمانه رسي
ستوری به غيږه ورکوي د هر افغان غيږه کي