کور / شعر / د درد غزل

د درد غزل

ځان يې انجاڼ کړو ستا په در تېر شو
ستا لېونى وو مرور تېر شو

زما د مينې اعتراف يې وکړو
زما په څنګ کې بې خبر تېر شو

مودو نه پس بيا راته ياد شوې اشنا
يو خوش نظر مې له نظر تېر شو

د ښار بازار کې د روزګار په غم کې
له ما د کلي مازيګر تېر شو

دا زمانه به هم راتلله درده
د غزل شعر مې پاس په سر تېر شو