کور / شعر / د تواب ترابي ښکلى غزل

د تواب ترابي ښکلى غزل

د نفرت نه مې نفرت دى ، خو جانان پرې نه پوهيږي
محبت يو لوي نعمت دى ، خو جانان پرې نه پوهيږي

بې د دې نه يم نيمګړى ، بې د دې نه يم نيمګړى
ماته يې څومره ضرورت دى ، خو جانان پرې نه پوهيږي

په وړه خبره قار شي ، په وړه خبره قارشي
بس په کښې دا يو آفت دى ، خو جانان پرې نه پوهيږي

ماته تل په سپکه ګوري ، ماته تل په سپکه ګوري
زما زړه کښې يې عزت دى ،خو جانان پرې نه پوهيږي

دا دعوه دي هسې نه کړي ، دا دعوه دي هسې نه کړي
ما پاللى مدام پت دى ، خو جانان پرې نه پوهيږي

ماته وايي ته څه غواړى ، ماته وايي ته څه غواړى
ما خو کړى محبت دى ، خو جانان پرې نه پوهيږي

نه انکار کړي نه اقرار يار، نه انکار کړي نه اقرار يار
حرکت کښې برکت دى ، خو جانان پرې نه پوهيږي

د ديدن پسې يې ړوند شوم ، د ديدن پسې يې ړوند شوم
دروغ نه دي حقيقت دى ، خو جانان پرې نه پوهيږي

ګيله څه کړي تواب نه، ګيله څله کړي تواب نه
ډېر خراب د ده قسمت دى ، خو جانان پرې نه پوهيږي