په افغانستان کي دوه کاره مباح دي
دغه دوه کارونه په ټوله نړۍ کي او په ټولو ادیانو کي بد دي ، پخپله افغانان هم بد ورته وایې خو سربېره پردې یې هم کوي . په افغانستان کي د دغو بدو کارو د کولو لپاره ځانو ته لاملونه جوړ کړي دي، چي خپل وجدان او پر دي خلک په آرام کړي خو دغه جوړکړي لاملونه د هیچا د ډاډ وړ نه دي .
په تېرو پېړیو کي هم دغه دوه بد کاره کېدل؛ چي ډېر پټ او لږ وه . خو په دا څو ورستیو کلو کي یې داسي دود موندلی، چي ته به وایې دغه کارونو تل دلته دود وه، له ښه مرغه دغه بد دود ډېر عمر نه لري بلکي د دغو دوو بدو کارو داوج لس کاله کېږي .
دغه دوه بد کاره ساري نه دي؛ خو په ناوړه انسانانو کي سیالي په کېږي . څرنګه چي زموږ په غریب جنګ وهلي هېواد کي یې نښي ښکاري . زما په آند چي دغه دوه بد کاره زموږ پر غریب هېواد باندي په غیر مستقیمه توګه تپول سوي وي، ولي چي اوبه خړي که کبان ونیسه په بل ډول نه کيږي . دا روپۍ چي له بهر نه هېواد ته له هري خوا په یوه نامه او بل نامه را بهيږي او درک او خرک یې ورک دی؛ خو یو لامل يې دادی، چي ټول غواړي له دغو روپیو څخه په هر ډول چي کېږي برخمن سي نوله هیڅ یو شنیع کاره څخه مخ نه اړه وي . په هر ډول چي کيږي دغه روپۍ باید لاس ته راوړه سي نو په لوړه کچه خلک و دغه یوه بدکار ته چي بډي ورته وایې لاس پوري کوي . پر بډي اخستونکي خدای (ج) پخپل کتاب کي لعنت ویلی دی او په ټولنه کي هم بد کار دی؛ خو د افغانستاد حکومت چلښت پر بډو دی . د الف څخه بیا تر (یا) پوري ټول بډي اخلي . بېله بډو په رسمي دفترونو کي له چا سره خبره نه کېږي . یاني بډي اخستل بلا تشبه بلا تشبه لکه روا چي وي .د عامو پرګنو کارونه په ټپه ولاړ دي . دا ځکه چي بې وزلي دي روپۍ نه لري کارونه یې هم نه کېږي .
دویم بد کارانسان وژنه ده، چي ناحقه قتل الله تعالی په خپل کلام ویلي، چي نې بخښم . ټولنه له دغه بد عمله ستغ سوي . که چيري څوک ووژل سو ، نو وايې، چي طالب مړکی . که نه کېدل شخصي تربګني وه او که دا هم نه کېدل وايې، چي په هېروینو کي یې لاس لاره . د دې ټولو خبرو مانا داده، چي وژل سوی څوک پخپله ګرم وو. حکومت يې د پوښتني او بازخاس ضرورت نه لري . که په جنګ کي عام خلک مړسوه طالبان دي .
دا ولي؟ ځکه دوی سپیني جامې په تن کي لري او توري ږري لري؛ نو ځکه داطالبان دی . خپلوان یې کریږي او غلبلې وهي، چي دا طالبان نه وه . وروسته تر دوو درو میاشتو د وژونکو قاتلان بخښه غواړي . یاني په افغانستان کي انسان وژنه ډېره اسانه او عامه ده. هر څوک ډاریږي، چي ناحقه و نه وژل سي، ځکه چي داکار ډېر عام او بې پوښتني کار دی .
په هر ځای کي چي د لږکیو حکومت پر ډيرکیو په پره دو ساتل کېږي دغه پورته ستونزي نظر و حالاتو ته را منځ ته کوي . نو خدای (ج) دي افغانانو ته خیر په نصیب کي .