داسلامي ټولنې په لور((لمړۍ برخه))

د لراوبر اداره | نوومبر 4th, 2010


لیکنه :   سید قطب
ژباړه : عبدالرحمن فرقانی

 ټول بشریت نن د اسلام دعوت ته اړتیا لري ، وړاندې لدې چې دا دعوت یوازې د اسلامی نړۍ اړتیا وي . هوکې لویه اسلامی نړۍ چې د اطلس له اوقیانوس نه تر هندي سمندر پورې پرته  او د اوروپا ، افریقا او آسیا په زړه کې ننوتلې تر هرڅه وړاندې دغه اسلامی دعوت ته اړتیا لري ، او له اسلام نه پرته په بل څه کې خپل ریښتنی وجود نه شي موندلی ، ټول بشریت نن د اسلامي نړۍ په څیر د اسلام هدایت ته اړمن دی . دا چې بشریت د دې حقیقت احساس کوي او که ئې نه کوي دا بیله خبره ده ، اودا ئې په وضعیت کې کوم بدلون نه راولي ، د مریض اړتیا تداوۍ او درملنې ته په دې اساس نه وي ولاړه چې مریض د دې اړتیا احساس وکړي ، بلکې اکثرا خو مریض دې دوا خوړل  نه مني ، او له ډاکټر څخه نفرت کوي ، اواکثرا د روغتیا اوقوت داوه کوي ، حال دا چې  په حقیقت کې  ډاکټر او درملنې ته سخت اړمن وي .
دینسون په خپل کتاب (( عواطف د تمدن اساس  )) کې د رسول الله صلی علیه وسلم له بعثت نه د وړاندې زمانې پیاوړتیا انځوروی او داسې وایي :
(( په پینځمه اوشپږمه پیړۍ کې متمدنه نړۍ د تباهۍ او ګډوډۍ د کندې په غاړه ولاړه وه ، ځکه چې هغه عقاید چې  تمدن او پرمختګ ئې  پربنسټ ولاړ وي ، نابود شوي وو ، اوبل داسې کوم شي هم  وجود نه درلود  چې د دې عقایدو ځای ونیسي ، داسې ښکاریده چې هغه ښار چې د څلور زره کالونود زیارپه پایله کې جوړ شوی ؤ د راپرزیدلو او نړیدلوپه درشل کې دی ، اوبشریت بیا د هغې بې نظمۍ  او وحشتګرۍ حالت ته ورګرځيده چې لدې وړاندې ورسره لاس ګریوان ؤ؛ چیرې چې قبایلو په خپل منځ کې جنګونه کول او وینې ئې تویولې ، نه قانون ؤ ، نه نظام . اما کوم نظم چې مسیحیت خلق کړی ؤ په ځای د دې چې اتحاد او اتفاق ته خلک راوبولي  تفریقې او نابودۍ ته ئې لمن وهله ، او هغه تمدن چې کله به د یوې داسې لویې شاخورې ونیې په څیر ولاړؤ ، چې سیوره ئې تر ټوله نړۍ رسیدلې وه ، اوس د نړیدو په حال ؤ ، دا ځکه چې اخلاقی فساد ئې تر مغز رسیدلی ؤ لکه وینه چې د ونې منځ ورسیږی . او د دې هر اړخیزه فساد په چاپیریال کې هغه سړی راپیدا شو چې په ټوله نړۍ  کې ئې وحدت او یوالی راوست ) )  .
سره لدې چې په اسبابو کې بدلون را منځته شوی خوبشریت نن هم د تیرې زمانې په پرتله ښه حال نه لري ، سرګرداني ، اندیښنې ، پریشانۍ اوملالت د بشریت وجدان  په هر ځای اوهر هیواد کې رنګین کړی ، که هغه د آسماني دیانت خاوندان وي او که د بت پرستی خاوندان هیوادونه ، په هیڅ داسې شي کې یقین او باورپاتي نه دی ، چې د هغه په سیوره کې دبشریت وجدان خپل اطمیئنان ، ډاډ او قرار پیدا کړي . دا وجدان کومې عقیدې ، ارزښت ، وضعیت اونظام ته مطمئن اوډاډمن پاتې نه شو .  د شپاړلسمې پیړۍ دپیل سره داوروپا او امریکا څخه ټول پخواني مقدسات نابود شول ، اوپه علم ئې ایمان راوړ، د لویدیځ دغه نوی ( خدای ) د  اتلسمه او نولسمې پیړۍ په اوږدو کې د قداست اوسپیڅلتوب لوړې څوکې ته ورسید ، او دهغه مهال خلک په دې باور شوي وو چې د دې خدای مقررات اواټکلونه ثابت دي او د تغیر اوبدلون حکم پکې وارد نه دی اوهیڅکله باطلیدلی نه شي .. خودشلمې پیړۍ نیمایی لا نه وه پیل شوې چې د دې متقلب خدای چې په یوه حال ثابت نه شوی پاتې کیدای عرش په لړزیدا شو.
روښانه شوه چې ټول مقررات اواټکلونه ئې د تغیر او باطلیدو لایق دي ، او دی ئې په خپله ورځ تر بلې بدلوي یا ئې له منځه وړي . بلکې داسې ښکاریده چې لدې خدای څخه په خپله خپل ځان د خپلو تصورونو ، اټکلونو اووسایلو په لمنځ کې ورک  دی ، اوداسې کوم ثابت اټکل ورته پاتې نه شو چې ده ته وفا دار وي ، وروسته لدې چې ده په خپل لاس ټول هغه اټکلونه له منځه یوړل کوم چې خلکو ګمان کاوه چې د تغیر اوتبدیل وړ نه دي .
دغه خدای د یوه ځانګړي تصورپه اساس ماده انځوروله .. او دا اعلان ئې وکړچې له مادې پرته هر څه وهم اوګمان دي ، جلالتماب دا تنازل هم نه کاوه چې په غور ورته وګوري او وې څیړي .. بالآخره پدې باور کیږي ـ وروسته لدې چې ذره د ده په لاس ټوټې ټوتې کیږي ـ چې ماده څرنګه  ئې چې انځور کړي ده داسې شي ده چې وجود نه لري . او دی  بیا یوه لوی زیار ته اړمن کیږي چې له سره ئې تعریف کړي !  بیا دا خدای د خپلو مخلوقاتوپه منځ کې سرګردانه تاویږي ، په هغو مخلوقاتو کې چې دوی په خپله د ده د تصورونه او اټکلونه درواغ په اثبات رسوي !
نو بیا بشریت خپل ډاډ او اطمینان د دې نوي خدای اړوند له لاسه ورکوي ، هغه خدای چې په خپله ئې خپل باور او ایمان په خپلو اټکلونو او وسایلو اوتصورونو له لاسه ورکړی !
نو هغه بشریت چې د دیني عقیدې له قیوداتونه آزاد شوی ؤ نوي عبادتونه پیلوي، امریکا د مثال په توګه ټول هغه مقدسات چې بشریت په خپل تاریخ کې پیژندلی وو له منځه وړي ، اودځان لپاره دری نوي خدایان ټاکي : تولید ، ثروت اولذت . اوپر بله غاړه روسیه کافره کیږي اودالله تعالی له خدایۍ نه ئې انکار کوي اوځان ته  د مادې ،اقتصاد او کارل مارکس خدایان ټاکي .
خو ورو ورو بشریت ته په ډاګه کیږي چې دا خدایان او هغه خدایان ټول نړۍ د بربادونکی جنګ او کینه کښ استعمار لوری ته بیایي . اوهغه  حیوانیت ته ئې راګرځوي چې د ماورا و التاریخ انسانیت ورسره مخ ؤ؛ عصبي مرضونه او نفسی عقدې ؛ او فردي ، کورنۍ ، ټولنیزې او نړیوالې اندیښنې د همدغو کافرو خدایانو برکتونه دي چې په خپلو لیواله بندګانو ئې راوروي !
اوزه نه پوهیږم چې خلک په روسیه کې د اوسپنې د پردې تر شا څرنګه ژوند کوی ، او که چیری ژوند کوي څرنګه چې د روسیې لاډسپیکرونه داوه کوي نو دغې د اوسپنې پردې ته  به اړتیا نه وه ، او د روسیې حکومت به هر هغه چا ته هرکلی کاوه چې غوښتی ئې چې د روسیې څخه لیدنه وکړي ، او د روسیه ولس به ئې پریښی ؤ چې د نړي نظامونه وګوري ، او دوی به خپل نظام  ته ډاډمن او هغه به ئې غوره کړی ؤ  ، او نور نظامونه به ئې غندلي وو .
مګر زه پوهیږم چې په امریکا کې خلک څرنګه ژوند کوي . د لوی تولید ، بدریغه ثروت اودهر اړخیز خوندونو هیواد .. ما دوی هلته ولیدل چې عصبي اندیښنو به د دوی ژوند د ټولو ثروتونو او د سوکالۍ د نعمتونو سره سره واژه ، د دوی ټولې متاعګانې یوازې عصبی هیجان او حیوانی سوکالی ده ، یقینا داسې درته ښکاري چې دوی  مدام  کومه بلا پسې اخیستي اوځغلوي ئې ، دوی هغه ماشینونه اوپرزې دي چې په ټول لیونتوب ، چټکتیا او هیجان سره په حرکت کې دي او هیڅکله کراری نه لري .
اکثرا به ما داسې خیال کاوه چې خلک هلته په یوه ګرځنده میچن کې تاویږي ، چې شپه او ورځ ، سهار او ماښام  دوی پکې میده کيږي  ، یوه شیبه هم نه دریږي . او د خپل ځان او دخپل ژوندانه اړوند ډاډمن نه دي ، هغه هم که چیري دوی د خپل شا اوخوا نه خبر ولري . نو هلته یوه شیبه د غور او فکر لپاره نه شته ، حتي دخپل ژوندانه اړوند داحساس لپاره وخت نه لري ، آن تر دې چې د آرامۍ ، سپورت او کرارۍ وخت ئې هم په باغونو ، د بحرونو په غاړه او په ځنکلونو.. کې د رسمی کار په څیر ټیریږي ، هلته هم چې دوی ووینې فکر کوې چې په (کار؛) بوخت دي ، ټول توپیر دا دی چې دوي په بل ځای او بل کار کې دي ، مګر په حقیقي توګه نه کراری شته نه آرامش اونه غور اونه هم ډاډ او اطمینان .
په دې کې شک نه شته چې دوی ډیر تولید لري ، او په دې کې هم شک نه شته چې دوی ډیرګټه کوي ، مګر دې چا  لپاره تولید ؟ او دې چا لپاره ګټه ؟ تولید محض د تولید  لپاره او ګټه محض دګټې لپاره !؛ په هغه کې انسانی ذات خویو بې ارزښته شی دی ، د دې تولید او ګټي اړوند ښه غور وکړه د هغوی اړتیاوو اونتیجوو ته ښه ځیر شه اود زړه له کومې پرې غور وکړه ،  اود انسان په هغه شعور ئې وڅکه چې د وسایلو له شعورڅخه مختلف دی ..  دا ټول شیان د یوه مخ په نښو او د  یوې ژبې په تعبیر کې هم نه شي موندلی ! یقینا چې دا د ورځې اوشپې ګرځنده میچن ده : میده کوي ، اوشیندي هغه څه چې میده کوي ئې ، بیائې راټولوی چې له سره ئې میده کړي ! اوخلک او شیان او وخت اوځای ..ټول په دغه ګرځنده میچن کې چې نه ستړی کیږی اونه هم دریږی تاویږي ، اویوه شیبه هم له تاویدو څخه نه دیریږي ..
یقینا دا دوران دی !!!
دزړه کرار ، د نفس ډاډ ، د وجدان آرامتیا ، د زیار اوکوښښ په پایله کې د خوشحالۍ ژوندي لذت او احساس ، د خلکو تر منځ خواږه محبتونه ، د ملګرو تر منځ روحي نږدیکت ، د کورنۍ په منځ کې ژورې  اړیکې ، دغه احساسات  وګړی ته ډاډ ورکوي ،چې یوازې نه دی ، او همدا راز په هغه قوت باندې ایمان او عقیده چې دځمکې له قوت څخه لوی دي ،انسان ته دزحمت او زیار نه وروسته ډاډاو اطمیئنان ورکوی اوستوماني ئې رفع کوي ، هغه عقیده چې وګړی ته احساس ورکوي چې دی په دې لوی ، پراخه  اوناکراره کون کې ورکه زره نه دی .. دغو ټولو شیانو ته نه د امریکا د ژوندانه په قاموس کې ځای  شته او نه هم د امریکا د نفس په چاپیریال کې .

Copyright Larawbar 2007-2024