پېښور: د نا اوټ کرکيټ ټورنمنټ پرانستل شو
په پېښور کې د افغان کډوالو د کرکټ د ټولنې لخوا د ناک اوټ کرکټ ټورنمنټ پرانستل شو
په پېښور کې د افغان کډوالو د کرکټ د ټولنې لخوا د ناک اوټ کرکټ ټورنمنټ پرانستل شو چې مشري به يې عبدالمومن حقيار (بختانى ) کوي اود چارو سمون لپاره نصېب موسي خيل ټاکل شوى په دې ټورنمنټ کې به د افغان ليسو د کرکټ لوبغاړي برخه اخلي .د نوموړي ټولني دمطبوعاتو مسؤول ذاکرالله اکرامي (ساپى) لخوا لراوبر ته په ورکړه شوو مالوماتو کي ويل شوي چې دغه ټورنمنټ به د راتلونکي يکشنبې څخه په ٧ نومبر پيل شي.