کور / تازه خبرونه / ناټو: سيمه ايز طالب مشر د شپې په عملياتو کي ونيول سو

ناټو: سيمه ايز طالب مشر د شپې په عملياتو کي ونيول سو

د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډه عملياتو کي چي تېره شپه د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ اړوند يوه سيمه کي ترسره سول د طالبانو سيمه ايز قومندان ژوندی نيول سوی دی . د ناټو لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي نوموړي د پوځي عملياتو تر څنګ د بمونو په جوړولو او لويي لاري تر څنګ ماينونو په ښخولو کي هم لاس درلود .


په خبرپاڼه کي ويل سوي چي عمليات داستخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره سوه چي لومړی افغان پوځيانو په ګوياو ( لوډسفيکرونو ) کي د کور پر خلکو ږغ وکړ چي له اطاقونو راووزي ، ورپسې د ودانيو د تصفيې وروسته، د پوښتنوګروږېنو پر مهال ددغه قومندان پېژندنه وسوه او ونيول سو .


دغه ډول د ناټو د خبرپاڼي له مخي تېره شپه په نيمروز کي هم د طالبانو د يوه ګروپ قومندان د خپلو اتو نفرو انډيوالانو سره د شپې عملياتو پر مهال نيول سوی دی ، د ناټو په وينا دا قومندان هم په سيمه کي د بریدونو او سړک غاړي بمونو په ښخولو تورن و . ناټو وايي چي دا عمليات يې هم د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ ترسره سوي دي ، د ناټو په دغو ادعاو کي د مرګ ژوبلي خبر نه دی ورکړه سوی ، تر اوسه طالبانو هم په دې اړه معلومات نه دي خپاره کړي .