يو بهرنی پوځي د بريد پر مهال ووژل سو
د ناټو لخوا په تازه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی يو سرتيری د افغانستان په لويديځ کي د وسله والو دبريد په پايله کي وژل سوی دی ، په خبرپاڼه کي د وژل سوي سرتيري هويت او د پېښي دقيق ځای نه دی ياد سوی ، خو په يوه بله خبرپانه کي چي تر دې لږ مخکي لراوبر ته رسېدلې وه ، ليکل سوي وه چي اتيلافي ځواکونو تېره شپه په فراه کي د شپې د عملياتو پر مهال يو طالب قومندان د خپلو اتو انډيوالانو سره نيولی و ، ناټو تېره شپه نيمروز او لوګر کي هم عمليات کړي دي . فکر کېږي چي د ناټو دا سرتيری به د فراه په جګړه کي ځوانيمرګ سوی وي .