کور / هراړخیز / د ناټو سست او اومړئ تړون ( د ډاکټرعبدالباري ژباړه)

د ناټو سست او اومړئ تړون ( د ډاکټرعبدالباري ژباړه)

د جرمني د ” دي څايت“ اونيزي  د ١٤.٠٢.٢٠٠٨ نيټې د خپروني څخه.
د يوآخيم فريتڅ ليکنه
 


دا بې اتفاقه ناټو به څرنګه د خپل تأسيس د شپېتمي کليزي و لمانځلو ته په افغانستان کي تياری نيسي. 





د امريکايانو په هکله به لا داسي ژر څه نه وايو. کاناډايان به راوخلو. دوی يوازي په دا تيرو څوکلونو کي د افغانستان د جنوب  څخه د خپلو ٧٨ سرتيرو مړي تر هيواده رسولي دي. دې غميزي معلومداره هلته د کاناډا په کورني سياست کي سختي مباحثې او مشاجرې راپارولي دي او د ناټو په مرکز بروکسل او برلين کي يې د خطر تروم په ږغولی دئ. دغه وضعه لا دداسي سپين سترګۍ تر ليک پوري نده رسېدلې، لکه د امريکا د دفاع وزير ګېټس چي و جرمنيانو ته کښلئ دئ. خو د جرمني په عامه مباحثو کي د کاناډيانو په هکله څوک څه نه وايي، يوازي ګيټس دئ چي پورته کښته کيږي. 


سړی د خپل يوه متحد( يعني جرمني) سره داسي چم نه کوي  چي په ستونزو يې ښه خبر وي، خوبيا هم دغه غمباړي پروهي چي ” نظامي قطعې ،وايم نظامي قطعې کندهار ته وروليږئ ! “ بلکي ورسره کښيني او په سړه سينه  دلايل ورته وايي چي ولي د جنوبي افغانستان په دې ولايت کي د ناټو نور١٠٠٠  سرتيري لا په کار دي او ولي هلته د هليکوپټرونو نېستي ده . پر دې سربيره دارو درمل هم نسته او هلته د اداري چارو سمبالولو ته اړتياده. اودا وښيي چي هلته جرمنيان څه درد دوا کولاي سي. 


هو، په دې کي شک نسته چي کاناډايان د ”ملت جوړوني“ په کار کي په صداقت ولاړ دي. د دوي داسي فکر دئ، لکه د اروپايانو. ( داسي نه لکه امريکايان چي په سرونو کي يې تر هرڅه دمخه د ” ترور ضد جګړه“ ده). که څه هم د کاناډايانو دغه نه پيرزو کيږي، چي د ٢٠٠٩ کال په پيل کي د ورسپارل سوي مأموريت د پاي ته رسېدو سره سم هر څه تر شا وغورځوي او پر خپله تړه ولاړسي، مګرهو، که بيا هم پر ميدان يوازي پريښودل سول ، نو مجبوره دي چي دا کار به کوي. زيان به د افغانو وي چي اوس نود جنګ څخه ستړي ستومانه دي. او زيان به يې طبعاً د ناټو و تړون ته هم رسيږي،يعني هغه چي خپل کاناډايي ملګري پر ميدان يوازي پريږدي.  


په افغانستان کي ددې مأموريت اوس ټوله تيروتني او کمزورۍ پوره شميرل سوي او هر چاته په ماړه نس معلومي دي.دوي يوه متحده او يو لاسې قومانده نلري، بلکي هلته مختلف او رنګارنګ مأموريتونو سره يوځاي سويدي ، لکه پينه پينه ټغر چي پرې دې غرني هيواد غوړېدلئ وي. په دوي کي د يوې  واحدي او منسجمي ستراتيژۍ څرک هم نه ليدل کيږي؛ مګر هو، که د دغي ستراتيژۍ يووالی يوازي په هغه لوړه ( قسم) کي وبولو چي ټولو په دي هکله کړيده،هغه هم دا چي وايي  دغه (شرق ځپلئ او غرب ترټلئ ژ.) افغانستان به بيرته پر پښو دروو. خو د بده مرغه چي ددوي ټولوهدف جنګ دئ اوپردې جګړې يې ”و افغانستان ته سوله“ نوم ايښی دئ، چي نن د دوي د هر وينا وال د خبرو سرمشق او تکيه کلام ګرزېدلی دئ، خو د نظامي سياست په  دستورونو کي يې هيڅ ځاي نه لري.  


نو له دې وضعي  څخه معلوميږي، چي خبره اصلاً پر دې نه ده چي (جرمنيان دي) د افغانستان وشمال ته د ”بيړنيو عملياتو“ په نامه  د ٢٥٠ سرتيرو يوه قطعه وليږي، بلکي خبره پر دې ده، چي يوه څرګنده سياسي تګلاره  رامنځته سي او  په ټول هيواد کي د منصفانه نظامي کړنلاري او طرزالعمل د راوستلوپه هکله فکر وسي.دغي مسئلې ته جواب يوازي هغه تړون ويلاي سي، چي اصول او موازين يې ټکئ په ټکئ هم دغه شی غواړي، خو د سياسي ملحوظاتو په خاطر يې خوله لاک او مهر ده.  


سړی چي واقعيتونو ته ځير سي، نوپه جرئت سره ويلاي سي چي په بخاريست کي به د ناټو راتلونکې سرمشريزه غونډه هم ودغه ترخه حالت ته تغير ور نکړلاي سي. اوموږ دحقايقو سره سم ويلاي سو چي: په عمومي توګه د ناټو سياست ددا ډيره وخته راهيسي لا واقعبينه نه وو. دغه سازمان به د ٢٠٠٩ کال په جنوري کي شپيته کلن سي؛ خو د مبارکيو پرځاي به د نيوکواو ګيلو ژلۍ پر واوري. او جرمنيان دي هم دا نخرې نه کوي، چي ګواکي داخبري نو په دوي اړه نلري. اوس نو وخت د رښتينګلوۍ  اوصداقت دئ؛ نور يې هيڅ، يوازي د هغو کاناډايانو په خاطر!