انگ سان سوچي = د اسيا نېلسن منډيلا
د انگ سان سوچي ژوند،مبارزه او هلې ځلې:
انگ سان سوچي هغه مېرمن ده چې له دوو لسيزو څخه را په دې خوا د سوېل ختيزې اسيا د برما هېواد د ډيموکراسي د غورځنگ مشري ورپه غاړه ده، او په نننۍ نړۍ کې نامتو سياسي مخالفې په نامه يادېږي.
نوموړې په دې باوري ده ،چې هر سياستوال بايد سياسي شرافت ولري يانې په دې مانا ،چې په سياسي ډگر کې بايد ريښتونى وي. او دا د هغه کس لپاره چې په سياسي ډگر کې کار او فعاليت کوي ،ډېر اړين دي.
هغه سياستوال چې خلکو ته فرېب، دوکه او دروه ورکوي، سياسي شرافت نه لري (زموږ يو شمېر چارواکي اصلا د سياسي شرافت په مانا نه پوهېږي ځکه لگيادي خلک په غوړو وعدو آو ژمنو تېربآسي.
برما هغه هېواد دى چې له ټايلنډ، هند، لاوس، او چين سره گډه پوله لري.
برما په پنځوسمه زېږدي لسيزه کې ،چې د برتآنيې له آستعمآرلآندې يې دوه پېړۍ وتلې وې ،د انگ سان سوچي د پلار انگ سان لخوا له برتانيويانو ازادي واخيسته.
ددې پلار لا په ځواني کې په نولس سوه دېرشمه زېږدي لسيزې چې د رنگون پوهنتون ځوان زده کړيال و د برما د ازادۍ د جگړې قومانده په غاړه واخيسته، نظامي زده کړې يې وکړې او د جاپان دهغه وخت له پوځ سره په همغږۍ يې د (دېرش قوماندانو) ډله جوړه کړه؛ دا ډله د برما له هغو ځوانو قوماندانآنو جوړه وه،چې د خپل هېواد ازادي يې تر ټولو ستر ارمان و، ، دا ډله په دې بريالۍ شوه،چې د خلکو زړونه لاس ته راوړي او تر يوه بيرغ لاندې يې راټول کړي او بلاخره ښکيلاکگر له خپلې خاورې وشړي.او ازاد يې کړي.
د مېرمن انگ سان سوچي پلار د برما د خلکو په تاييد وآک ته له رسېدو ورسته له څو کلونو زيات ونشو کړاى سياسي ژوند پرمخ بوځي او د ١٩٤٧ د جولاى په نولسمه نېټه د خپلو سياسي سيالانو له خوا ترورشو.
برما له ازادېدو څخه تر ١٩٦١ زېږدي کال پورې د ډيموکراټيکو حکومتونو له خوا اداره کېدۀ، خو په ١٩٦٢ زېږدي کال کې جنرال (نه وين) د هغه وخت د برما د پوځ قوماندان يوه نظامي کودتا وکړه او له هغې مودې راپه دې خوا واک د يوه نظامي حکومت په لاس کې شو.
دکودتاچيانو استدلال د ډيموکراسي پلوه حکومت د نسکورولو په اړه دا وو، چې په برما کې بېلابېلو قومونو او توکمونه ژوند کوي او بايده دي چې د يوه قوي او ټينگ مرکزي حکومت له لوري اداره شي، که نه نو هېواد به د تجزيه کېدو او ټوټه کېدو په خوا لاړ شي . کودتايي حکومت د واک تر لاسه کولو وورسته اساسي قانون وځنډاوه، او( د سوسياليزم په لوري د برما لار) په نامه يې خپله ايډلوژي اعلان کړه.
د برما نظامي- سوسيالستي حکومت د واک په گدۍ تر کېناستو وروسته صنعت، اقتصاد، بانکونه ، لېږدرالېږد، روغتيايي خدمتونه او زده کړې ټول له خصوصي ډول څخه حکومتي کړل او د دولت په واک کې يې راوستل. له دې سره،سره يې له هېواد څخه د باندې وتل هم بند کړل.
د ١٩٧٤ او ١٩٧٦ کلونو ترمنځ سياسي او ټولنيزو نارضايتيو زور واخيست، په بېلابېلو ښارونو کې لاريونونه او مظاهرې وشوې. ددې سياسي لاريونونو سرکښان د پوهنتون زده کړيال وو؛ حکومت يې پر ضد له هر ډول ظلم او شدت څخه کار واخيست په زرهاوو سياسي فعالين يې ونيول او د پلازمېنې رنگون د زده کړيالو(محصلينو) د اتحاديې ودانۍ يې چې د لاريونونو اصلي لارښوونکې وه په باروتو والوزوله.
شاوخوا يوه لسيزه وروسته له هغه هم د مرکزي حکومت پر ضد د خلکو لاريونونو، او اعتراضونو ليدل کېدل تر څو چې د ١٩٨٨ زېږدي کال د اگست په اتمه نېټه دبرما په تاريخ کې د حکومت پر ضد تر ټولو ستر لاريون تر سره شو، په دې ورځ بې شمېره کارگران، کروندگر، بودايي راهبان او دولتي کارکونکي د زده کړيالو(محصلينو) په لارښوونه سړکونو ته راووتل او په مظاهرو يې لاس پورې کړ، يو ځل بيا پوځ او پوليسو د خلکو په دې سوليزو لاريونونو پرغل وکړ او په په پلازمېنه رنگون کې يې قتل عام پيل کړ، دا ټول وژنه د معاصر تاريخ د تر ټولو سترې ټول وژنې څخه شمېرل کېږي.
د خبري سرچينو د خبر له مخې په دې قتل عام کې له ٣٠٠٠ څخه نيولې تر لس زرو پورې لاريون کوونکي ووژل شول.
نظامي واکمنو د زرهاوو کسانو په وژلو سربېره په زرهاوو نور کسان ونيول او په زندانونو کې يې مرگونې شکجنې ورکړې ، انگ سان سوچي ددې لاريونونو وروسته د سياست په نړۍ کې راښکاره شوه او په ډېر لنډ وخت کې عملا د برما د ډيموکراسي غوښتونکو د غورځنگ مشره شوه.
انگ سان سوچي چې د ځواني يو څو کاله يې په نوي ډهلي کې تېر کړي و، په ١٩٦٤ کې برتانيې ته لاړه او د اکسفورډ پوهنتون د فلسفې او سياسي علومو په څانگو کې يې زده کړې وکړې ، په ١٩٧٢ زېږدي کال يې له ډاکټر (مايکل اريس) انگرېز سره واده وکړ او له دې سړي څخه د دوو زامنو مور شوه.
د ١٩٨٨ زېږدي کال د مارچ په ٣١ نېټه له خپلوانو څخه د ټليفون له لارې خبره شوه ،چې په مور يې په برما کې د زړه حمله راغلې او مرگي حاله په روغتون کې بستر ده، نوموړې ډېر ژر له لندن څخه خپل هېواد ته راغله او د ناروغې مور پوښتنې ته يې ځان را ورساوه ، په همدې مياشتو کې چې له مور سره په روغتون کې وه .سياسي حالات ترينگلي وو، خو کله چې د ١٩٨٨ زېږدي کال د اگست په اتمه د حکومت د جبر له امله سړکونه د لاريون کوونکو په وينو ولړل شول ،انگ سان سوچي د برما په پلازمېنه رنگون کې داگست په ٢٦مه د پنځه سوه زره کسانو يوې غونډې ته د وينا په ترڅ کې له حکومت څخه وغوښتل ،چې د ملت غوښتنو ته غاړه کېږدي اود بې ځايه ظلم او د خلکو له سرکوب کولو څخه لاس واخلي او موجوده بحران اوسترې سياسي خلا ته دې سوليزه حل لاره ولټول شي.
انگ سان سوچي د خپلو فعاليتونو په دوام د هماغه کال د سپتمبر په ٢٤ مه نېټه د ( نيشنل ليگ فار ډيموکراسي)(NLD)بنسټ کېښود او دنظامي حکومت د هغو ممنوعيتونو چندان پروا يې ونکړه چې ويلي وو، ( تر څلورزرو ډېر کسان به په يو ځاى نه راټولېږي) ،نوموړې ددې پر خلاف سلو سترو غونډو ته په ټوله برما کې ويناوې وکړې او په دې خبرو کې يې له خلکو وغوښتل چې د خرابيو او تاوانونو له رسولو پرته دې خپلو سوليزو ازادي غوښتونکو لاريونونو ته دوام ورکړي.
د برما نظامي واکمنو چې تر دې وخته پورې يې د ځان په ضد ډېر کوچنى خوځښت هم په ډېر چټکۍ او سختۍ ځاپۀ ، په دې وخت کې يې له منځه چينجى وکړ، د واکمنو ترمنځ خپل منځي نظراختلافونه راپيدآشول ،هر واکمن د ځان لپاره ډېر څه او ستره څوکۍ غوښتۀ، سوکه سوکه يې پخوانۍ خونده تلله او په دننه کې يې يو درز رامنځ ته شو ،له يوويشت جنرالانو څخه جوړ شوې يو ډله له حکومت څخه جلا شوه او د ( د نظم او قانون دبيا را ژوندي کولو حکومتي شورا په نامه يې ځانته جلا ډله جوړه کړه، نومورې شورا وويل ،چې ډېر ژر به ازادې او ډيموکراټيکې ټاکنې تر سره شي او دوى به له قدرت څخه لاس واخلي ، او له دې سره،سره دې شورا په ١٩٨٩ زېږدي کال کې د برما نوم په (ميانمار) او د رنگون ( د برما د پلازمېنې) نوم په (يانگون) واړاوه، چې دا چاره يې د خلکو له غصې او ناخوښۍ سره مخ شوه.
انگ سان سوچي چې په برما کې د خپل پنځلس مياشتنې پاتي کېدا په لړ کې د خپل گوند(NLD) د پروگرامونو پر بنسټ په ښکاره، علني او په پراخ ډول د حکومت د کړنو پرخلاف چارې پيل کړې وې ، بلاخره يې د حکومت حوصله ورختمه کړه او د نظامي حکومت د فرمان له مخې د ١٩٨٩ زېږدي کال د جولايي په شلمه نېټه په خپل کور کې داسې نظربنده کړه ،چې يوازې يې د کورنۍ نږدې غړو د ليدلو اجازه لرله، حکومت يې د زنداني کېدو لامل دا وښود ،چې نوموړې د هېواد ملې امنيت په خطر کې اچاوه.
په کور کې دې نظربندي شپږ کاله د ١٩٩٥ زېږدي کال د جولاى تر ١٥ مې نېټې پورې دوام وکړ، د بند په دې دوران کې د برما پوځ له نوموړې وغوښتل چې کولاى شي له برما څخه ووځي ،خو نوموړې دا خبره ونه منله او دې ته يې ترجيح ورکړه چې د يوې زندانۍ په توگه په برما کې پاتې شي.
په خپل کور کې ددې د بندي کېدا په دويم کال پوځي حکومت د ټولټاکنو اجازه ورکړه ، په ټاکنو کې د انگ سان سوچي گوند د٨٢ سلنه رايې په گټلو سره د ټاکنو گټونکى شو؛ خوپوځي حکومت د ټاکنو په پايله راضي نه شو او نه يې غوښتل چې واک د انگ سان سوچي گوند ته وروسپاري. رژيم له دې مخکې لا د برياليو سياست والو پر خلاف گامونه واخيستل او د ازادي غوښتونکو په وړاندې يې لا ټينگ محدوديتونه ولگول. په انگ سان سوچي يې د خپلو خپلوانو ديدن هم حرام کړ، او له ټولې نړۍ سره يې اړيکه پرې شوه، د پوځي جکومت ددې چارو په غبرگون کې نړيوالو بنسټونو، له بشري حقونو څخه د دفاع سازمانونو، خپله د ملگروملتونو د هغه وخت سرمنشي او د نړۍ د نورو هېوادونو مشرانو د دوى دا کړنې وغندلې او د انگ سان سوچي د ژرتر ژره خوشي کولو غوښتنه يې وکړه. له پوځي واکمنو يې وغوښتل ، چې د برما په تور بختهَ اولس باندې له حاکميت څخه لاس واخلي او برمايان پرېږدي چې په خپله خوښه خپل حکومت وټاکي.
د هماغه کال(١٩٩٠) د اکتوبر په څوارلسمه باندې انگ سان سوچي رسما د نوبل د سولې د جايزې گټونکې اعلان شوه چې په يومډال ، ستاينليک او شاوخوا يوميليون و درى سوه زره ډالرو بآندې ونآزول شوه. انگ سان سوچي ددې اعلان په اورېدو وويل، چې: ددې جايزې څخه په لاس ته راغلو پيسو به دبرما د خلکولپاره په روغتيايي او ښوونيزو چارو کې دمرستې په پار يو بنياد جوړ کړي.
د ١٩٩٥ زېږدي کال د جولاى په لسمه نېټه د انگ سان سوچي د کورنۍ نظربندي شپږ کلنه دوره پوره شوه، او نوموړې ازاده شوه، خو د رنگون له ښارڅخه يې د باندې د وتلو اجازه نه لرله. د همدې کال د اکتوبر په لسمه د خپل گونددمرکزي شورا د يوازېنۍ ښځمنې په توگه د گوند د غړو له خوا دعمومي سرمنشي په توگه وټاکل شوه.
په ١٩٩٦ زېږدي کال کې چې ددې گوند فعاليت چټک شو، هماغسې واکمن دولت هم د دوى په وړاندې خپل دريځ غښتلى کاوه او دهمدې کال په مى مياشت کې يې د دوى د گوند(NLD) ٢٥٠ غړي د زندان مېلمانه کړه، او دويم ځل يې بيا په جون کې د انگ سان سوچي سل کسه دوستان او اشنايان ددې کور ته په لاره کې ونيول او زندان ته يې ولېږل. دوستانويې غوښتل چې دنوموړې د ٥٢ کلنۍ د جشن په مراسمو کې ددې کور ته ورشي.
د ١٩٩٦ زېږدي کال په اکتوبر کې حکومت بيا په خپل اولس دومره فشار او تنگسيا راوسته چې د مبارزو او ازادي غوښتونکو زده کړيالو (محصلينو) حوصله يې ورختمه کړه او يوځل بيا يې په خونړيو مظاهرو او سياسي مخالفتونو لاس پورې کړ، حکومت دا د ځان لپاره خطرناکه وبلله او د انگ سان سوچي د گوند دوه ويشت نور فعالين او ددې همفکره کسان يې ونيول او خپله انگ سان سوچي يې دويم ځل بيا په خپل کور کې نظربنده کړه.
د نظم او قانون د بيا را ژوندي کولو دولتي شورا د نړيوالو مخالفتونو په پايله کې د ١٩٩٦ زېږدي کال په نومبر کې خپل ځان منحل اعلان کړ او يوه نوې شورا يې د (دسولې او پراختيا شورا) ترنامه لاندې د يو جنرال تر لارښوونې لاندې د ١٩ غړو په درلودلو جوړه کړه.
د ١٩٩٩ زېږدي کال د مارچ په ٢٧مه ډاکټر مايکل اريس ( د انگ سان سوچي مېړه) د پروسټاټ سرطان ناروغۍ له امله په برتانيا کې مړ شو ، او مېرمن يې په برما کې د خپلسرو برمايي واکمنو له خوا په کور کې نظربنده وه.
په ٢٠٠١ زږدي کال په د اسې حال کې چې انگ سان سوچي د بودايي دين د يوې ټينگې پليونې (پيروې) په توگه چې هروخت يې ساده جامې اغوستې او د خپلو وېښتو د ښکلا او گېډۍ کولو په پار يې پکې يو گل ټومبلى و، لا د پخوا په ډول په خپل کور کې د نظربندي دوره تېروله ، رسنيو خبر ورکړ چې ملگروملتونو له څو مياشتو راپه دېخوا د حکومت او انگ سان سوچي ترمنځ د سولې خبرې پيل کړې دي او د ٢٠٠٢ زېږدي کال په جنوري کې د انگ سان سوچي او د برما د نظامي واکمن (تان شوئه) تر منځ خبرې هم شوې دي.
انگ سان سوچي وويل لکه څنگه چې ددې دمبارزې لړۍ هروخت سوليزه او ارامه ده، نو د پوځي حکومت له مشرانو سره هروخت خبرو ته چمتو وه او ده. او ددې خبرو اترو موخه يې د سياسي بنديانو د ازادېدو لپاره هڅه وبلله.
له دې کتنو وروسته واکمن رژيم د سياسي زندانيانو په ازادولو پيل وکړ او د انگ سان سوچي گوند( د ډيموکراسي لپاره ملې يووالي گوند) په لومړي ځل اجازه تر لاسه کړه ،چې درنگون ښارپه بېلابېلو سيمو کې ٣٥ څانگې پرانيزي. د همدې کال په مى مياشت کې نوموړې له کورني نظربندي څخه خلاصه او لگېدلي بنديزونه هم ورڅخه لرې شول ،خو د واکمن رژيم مامورينو يې هر وخت پل څاره او تر پټ نظارت لاندې يې وه.
د ٢٠٠٣ زېږدي کال جنوري مياشت د برما د خلکو د سياسي هلو ځلو په تاريخ کې ځانگړې مياشت وه، ځکه چې په لومړي ځل د برما واکمنانو د ملگرو ملتونو د بشر ي حقونو د سازمان دوو استازو ته اجازه ورکړه چې له دې هېواد څخه ليدنه وکړي ،خو دې ليدنې هم د پوځي واکمنو په عادتونو کې چندان تغيير رانه وست. او د ٢٠٠٦ زېږدي کال په پاى کې نظامي حکومت اعلان وکړ چې د انگ سان سوچي د کورني نظربندي دوره يې اوږده کړې ده.
انگ سان سوچي د (زما لار) په نامۀ کتاب ليکلى چې په ١٩٩٥ زېږدي کال چاپ او خپور شوى دى دا کتاب له دوو برخو جوړ شوى دى لومړۍ برخه يې ( دبرما ليکونه) چې په ٥٢ برخو کې د برما د فرهنگ ،هنر، سياست، او د خلکو د ژوند او… په اړه د يوې جاپانۍ ورځپاڼې په غوښتنه په ١٩٩٥ زېږدي کال د لومړۍ دورې نظربندي څخه له ازادېدو وروسته ليکل شوى دى.او دويمه برخه يې ( د هيلو غږ) د هغو خبرو اترو ټولگه ده، چې له امريکايي خبريال الن کلمنټس سره يې په ١٩٩٥ زېږدي کې په رنگون کې د برما په سوليزې سياسي مبارزې،د برمادمحصلينو په وسلوالې مبارزې، نشي توکو، په برما کې په سانسور، د برما په ملې اردو او نورو مسايلو… ورسره مرکې کړې دي.
انگ سان سوچي چې په کور کې نظربنده وه ؛په خپل هېواد کې د سوليزو مبارزو په لړ کې د ملت له پوځي واکدارانو څخه دخلاصون په موخه هلې ځلې هم کولې، په خپل کتاب (زما لار)کې د يوه امريکايي خبريال (الن کلمنټس) سره په مرکه کې ويلې((…. بې خرابيو او ورانيو مبارزې گټورې او پرځاى گامونه دي، تاسې بايد موخې ته د رسېدو په پار هڅې او تلاش وکړئ، بې خشونته تگلاره په دې مانا نه ده،چې په يوه کونج کې کېنئ، او هيله من اوسئ، په دې لاره کې بايد روا پرځاى او خلکو ته د ستونزو له پېښولو پرته هڅې وکړئ، زه په وسلوال جنگ عقيده نه لرم،ځکه بيا به دا زموږ په هېواد کې يو دود شي ،اوهغه کسان به چې تر ټولو مجهزې وسلې لري د واک پر گدۍ ناست وي، حتى که چېرې زه او زما گوند د تاوو تريخوالي په پايله کې برياليتوب ته هم ورسېږو ،بيا به هم د خلکو په ذهن کې دا خبره ورگرځي چې د هرچا چې زور وي هغه وړونکى دى. او دا ډول ټولې چارې د ديموکراسي د ټينگښت لپاره مرسته نشي کولاى.
او کېداى شي همدا دليل وي چې د برما ځينې ځوانان د انگ سان سوچي لاره موخې ته د رسېدو لپاره يوه گټوره او ژررسېدونکې هڅه نه بولي.
د برما د نظامي حکومت واکمن هر وخت په خپلو خبرو کې د انگ سان سوچي په باره کې وايي:
انگ سان سوچي په زړبودي يانې څلورڅلوېښت کلنۍ کې سياسي فعاليتونو ته مخه کړې، له هغه مخکې يې ٢٨ کاله له برما څخه د باندې تېر کړي دي،او اوس راځي او زموږ په هېواد کې زموږ په وړاندې درېږي؟!!! خو دا ددې خبرې په مقابل کې وايي: ما ٢٨ کاله له برما څخه د باندې زده کړل چې په دومره اساني له هېڅ حکومت څخه ونه ډاره شم، (وېره) يو عادت دى او ديکتاتورو، او ظالمو حکومتونو خپل خلک له دوى څخه په وېره او ډار روږدي کړي،په ازادو او ډيموکراټو هېوادونو کې د (ولې؟) پوښتل يو ساده خبره ده، په داسې هېوادونو کې که چېرې يو امنيتې مامور له تاسې وغواړي چې يو کار وکړئ او هغه کار تاسې ته منطقي ښکاره نشي تاسې کولاى شئ، او حق لرئ چې (ولې بايد دا کار وکړم؟) ووايئ ،خو په ديکتاتورو هېوادونو کې د داسې پوښتنې مطرح کول کېداى شي خطرناک وي،نو له همدې امله خلک بې چون و چرا د رژيم د له ناسمو اصولو او چارواکو پېروي کوي، نو په پايله کې هغه خلک چې په واک کې دي لا پسې ځپونکي او هغه خلک يې چې تر لاس لاندې دي د عوامو په اصطلاح لا مېږې کېږي.
انگ سان سوچي چې د بودايي دين پليونې (پېرو) ده،د ځوانۍ يو برخه يې په هند کې تېره کړې ده او د څېړونکو په اند همدلته په هندوستان کې د گاندي د فکر او د عدم تشدد د نظريې تر اغېز لاندې راغلې ، خو نوموړې وايي (زه نه ځان د گاندي په ډول سياستواله بولم، او نه يوه بودايي سياستمداره، خو زه يوه بودائي يم، او په ټول ژوند کې مې هڅه کړې او کوم يې ،چې بودايي واوسم،
د ډيموکراسي لپاره مبارزه زموږ د ژوند دښه کېدولپاره مبارزه ده،دا مبارزه تل او نه درېدونکې ده … زه پوهېږم چې واکمن رژيم کولاى شي په ما هر بلا راولي خو زه هېڅ وېره نه ترې لرم، نه وېرېدل په دې مانا نه دي چې د رژيم په جبر او ځورونو نه پوهېږم، بلکې نه وېرېدل له هغۀ نفرت څخه سرچينه اخلي چې زه يې ددې واکمنو په وړاندې لرم.
نوموړې په خپلو خلکو ډېره خوږېږي ، ډېر ورته گران دي، په خپل کتاب کې له يوې جاپانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وايي: ((نه پوهېږم، چې د برما څومره سياسي بنديان به د ژمي په شپو کې د يخ له امله شپه بې خوبه تېروي، نه پوهېږم چې څومره سپين ږيري به په دې زندانونو کې د ژمي په دې شپو کې د هډوکو له درد څخه کړېږي، نه پوهېږم چې څومره همدا خلک به په دې يخو شپو کې گرمې کوټې په خوب ويني، زما له وس څه نه کېږي ،خو کم له کمه دا کولاى شم چې د دوى په اړه فکروکړم او تل يې په ياد کې وساتم.