کور / تازه خبرونه / کجکی: په روانــو عملياتو کښي ولسي وګــړي وژل شوي

کجکی: په روانــو عملياتو کښي ولسي وګــړي وژل شوي

۲۰۰۸-فبرورۍ-۲۶


ائتلافي ځواكونو د يوې خبرپاڼي له لاري ويلي چي په كجكي ولسوالۍ كي ددوئ عمليات روان دي ، دوه ولسي وګړي چي يوه ښځه او يو كوچنى دى وژل سوي دي .


سيمه ايز خلك وايې چي نړيوالو ځواكونو اوه تنه ولسي خلك وژلي دي .


د يوه بل خبر له مخي نن مازدېګر مهال د مارجې په ولسوالۍ كي نا معلومو وسله والو يو پوليس وژلي دي امنيه قوماندان په ګرشك ولسوالۍ كي د پنځو تنو وسله والو غلو د نيول كېدو خبر ور كړى دى .


نړيوالو ځواكونو د سه شنبې په ورځ له بګرام څخه په يوخپره سوې خبرپاڼه كي ويلي چي د هلمند په كجكي ولسوالۍ كي جګړه لا اوس هم روانه ده .


په خبرپانه كي د طالبان د زيان په اړه څه نه دي ويل سوي خو نړيوالو ځواكونو منلي چي د خپلو عملياتو پر مهال يې يوه ښځه او يوه كوچنى وژلى دى .


سيمه ايزو خلكو ويلي چي د نړيوالو ځواكونو په عملياتو كي اوه تنه ولسي خلك وژل سوي دي .


ناټو وايې ځكه يې په كجكي ولسوالي كي عمليات پيل كړي چي د موسى كلا له نيول كېدو څخه وروسته ډېر وسله وال طالبان نوموړي ولسوالۍ ته تښتېدلي دي .


د كجكي د روانو عملياتو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .


د يوه بل خبر له مخي د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال وايې چي د مارجي په ولسوالۍ كي نامعلومو موټرسيكل سپرو يو پوليس چي خپل كور ته په رخصتۍ تللى وو وژلى دى .


انډيوال د ګرشك په ولسوالۍ كي د پنځو تنو وسله والو غلو د نيول كېدو خبر هم وركړى دى .


تر دې وړاندي هم څو څو واره د هلمند پوليسو د غلو لويې او كوچنۍ ډلي نيولي دي .