کور / کتابتون – اسلام او مذهب / کتابتون : ځوانان او سالمه روزنه _ د مقـالو ټولګه پر ليکه شوه

کتابتون : ځوانان او سالمه روزنه _ د مقـالو ټولګه پر ليکه شوه

ددوستۍ فرهنگي ټولنې لپاره دوياړ خبره ده چې دخپل موجوديت په لږ عمر کښې دافغان کډوالودځوان نسل دسالمې روزنې او د هيواد د وتلي تاريخ پوه کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني د عمر د اويايم پسرلي د پيل په مناسبت دسويډن د مالمو په ښار کې د افغانانودعلمي اوفرهنگي مرکز په گډه همکارۍ ديوې درنې غونډې اوپوهنيزسيمينار دجوړېدو جوگه شوه .
ځوانان زموږ د ټولنې نن اوسبا جوړ وي ددوی ژوند اوچاپېر يال ته هراړخيزه پاملرنه په کورنۍ کې دوالدينو اوپه ټولنه کې ددولتي اړونده ارگانو اواجتماعي ټولنوپر غاړه ده .


دمالمو په ښارکې داعلمي اوپوهنيزسيمينار هغه وخت داير شوچې په افغانستان کې نا امنيو دزيات شمېر افغاني ځوانانوپر مخ دښوونځيو دروازې تړلې دي . له بلې خوا ډېر افغان ماشومان اوزلمي دخپلو کورنيو سره په پاکستان ، ايران اودنړۍ په يو شمېر نورو هيوادوکې دغربت اوکډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي ، له همدې امله بې شمېره افغان ماشومان اوزلمي په ځينو هيوادوکې دتعليم اوتحصيل د امکاناتو څخه محروم پاته شوي دي .



ددغه اثر دچاپ لپاره دسويډن دعلمي اوفرهنگي همکاريو((NBV)) ټولنې لخوا مرسته شوېده . موږ ددې ټولنې ددې فرهنگي او انسان دوستانه مرستې ته دقدر په سترگه گورو، او ددوی په مالي مرسته برابر شوی کتاب په ټوله نړۍ کې دځوان نسل دراتونکي ژوند مينه والو ته وړاندې کوو.
موږ هيله من يو چې ددغه اثر مقالې به ستاسوسره دځوانانو په اړوند دتحقيقاتي مسايلو په ليکلو، سپړلواوپه هغه باندې دپوهېدوپه لار کې بهترين مرستندوی ټولگه وي .
په درنښت
ددوستۍ فرهنگي ټولنه
سويډن مالمو
۲۰۰۷ م کال





دکتاب نوم : ځوانان او سالمه روزنه
څرنگوالی : دپوهنيز- څيړنيز سيمينار د مقالو ټولگه ((بېلا بېل ليکوال ))
خپرندوی : ددوستۍ فرهنگي ټولنه
کمپوزر : هيواد شېرزاد
چاپ کال : ۱۳۸۶ ل – ۲۰۰۷ م
چاپ شمېر : ۲۷۰ ټوکه
چاپ ځای : مالمو – سويډن Holmbergs
دچاپ حقوق دخپرندوی ټولنې سره خوندي دی .


انلاين چاري :  لر اوبر لوی افغانستان  http://www.larawbar.com 





 د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ


د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ !     size = 226 KB   ~  وزن = ۲۲۶  کيلو بايټه


د کتاب د  pdf  بڼي  لپاره دلته کليک وکړئ !     size = 7,17 MB    ~  وزن = ۷،۱۷  مېګا بايټه


 




که د pdf  پروګرام  نه لرئ  دلته  يې  کښتـــــــــــــــــه کــــــړئ !