اسماني نغمې او لاهوتي سرودونه
اسماني نغمې او لاهوتي سرودونه
عمومي ځانګړني:
ژبه: پښتو او دري
چاپ کال: ۱۳٦۱ ش
خپروونکی: د افغانستان د علومو اکاډيمي
د مخونو شمېر: ١ + ١ + ٤٨ + ٥٠ = ١٠٠
پښتو متن: ۴۸ مخه
دري متن: ۵۰ مخه
موضوع او پېژندنه:
د لوی استاد دغه اثر د پښتو د ادب او ادبي تاريخ په باب پلټني او سپړني دي، علامه صاحب په دې اثر کي د پښتو ادب پر بېلابېلو اړخونو ږغېدلی او د مقالو په شکل يې د پښتو ادب خورا غني اړخونه څېړلي دي.
علامه مرحوم په خپل هغه يو مخيز يادښت کي چي د کتاب په سر کي راغلی دئ د دې کتاب په باب داسي ليکي:
“د پنځوسو کلو را په دې خوا د پښتو ژبي او ادب په باب څېړني او ګروېږني کوم په دغو څېړنو کي ځيني داسي ليکني او نوشتې دي چي پر تحليل بنا دي او ځيني يې بيا پر تحقيق. زما د دغو ليکنو عمومي مسير داسي دی چي د پښتو د ادب، ادبي رجالو او ځينو کتابو په باب څېړني او تحليلونه لري.
زما دغه ډول څېړني د پښتو د ادبي تاريخ پر ځينو مهمو خواوو رڼا اچوي او ځيني تياره ګوټونه روښانوي. زه دا نه وايم چي زما دغه څېړني او ګروېږني انتهايي دي، بلکي دغه څېړني يوه نوې لار پرانيځي او زموږ ايندګان به زموږ دغه ليکني پسي بشپړي کړي، کره او کوټه به يې سره بېل کاندي)۱(“.
لکه څنګه چي لوی استاد يادونه کوي، چي دا د مقالو يوه مجموعه ده، په دې مجموعه کي اووه پښتو مقالې د (آسماني نغمې او لاهوتي سرودونه، د حمزه په غزل کي پښتني عناصر، په پښتو شاعري کي استازي، د افغانستان يو څو ادبي او علمي کورنۍ، د پټي خزانې له مخي په پښتني کلتور کي د مور مقام، د سيدال ناصر ملي او ادبي شخصيت، خوشحال خان د ايډياليزم او رياليزم پر پېچومي) تر عنوانو لاندي او دوې دري مقالې د (نظريۀ جهانداری خوشحال خان خټک او پټه خزانه [ګنج پنهان]) تر سرليکونو لاندي خپرې سوي دي.
د پښتو ادب او ادبي تاريخ په باب د استاد دغه نهه مقالې هره يوه ځانته د يوه مستقل اثر حيثيت لري، دا هغه مهال معلومېدای سي چي سړي ته د دغه اثر د هري مقالې د مطالعې موقع برابره سي، په نوموړو مقالو کي د هري موضوع په باب لوی استاد په خورا عالمانه توګه څېړنه او پلټنه کړې ده او د خپلو ژورو او مغتنمو تتبعاتو په روڼا کي ئې د پښتو ادب خورا په زړه پوري اړخونه روښانه کړي دي.
نوموړی اثر په ۱۳٦۱ ش کال د امير کروړ سوري د دوولس سوه پنځوسم تلين په مناسبت د افغانستان د علومو اکاډيمۍ له خوا خپور سوی دئ، چي په پيل کي د لوی استاد يو مخيزه يادونه ورپسې په يوه مخ کي د کتاب فهرست ترتيب سوی دئ، وروسته لومړی د پښتو اووه مقالې او په دوهمه برخه کي د دري برخي دوې مغتنمي مقالې راوړل سوي دي.