کور / شعر / غوښتنه

غوښتنه

يا ،  لويه څښتنه زه يو څه غواړم
هر يو چي يې غواړي هغه نه غواړم


ستاحضورته ډيري لپي پورته دي
زما زړه کي  يوه هيله ، هغه غواړم


نورو به همدا هيله ويلې وي
زه يې ستا له لوري قبلېده  غواړم


داهيله مي ومنه راضي مي کړه
مخامخ په سوال همدا يو څه غواړم


يومټۍ يووالۍ او د برمه ډک
پوهي ته ليواله پښتانه غواړم


١٣٨٧ د وري مياشتي يولسمه نېټه






ځان وژنه


دا د ظالمانو کار
دا د نامردانو کار
داسي پښتون نه کوي
دا  د غلامانو کار
دا خواسلام  نه مني
دا د ګمراهانو کار
څو پېسې او زرګټي
دا د ناپوهانو کار
ټوله پښتانه وژني
دا د ګوډاګيانو کار
يو پښتون ته ټول اړم
د بوش او لادنانو کار
نه مني  پښتون ټبر
دا د ګېدړانو کار