پسرلي ته ښه راغلی
اي ښکلي پسرلیه! ته ډیرښکلی يی ستاسره تازه ګي ،دخوشبویی ډکي وږمي اوخوشحالي مل وي ،ستا ښکلا اورنګونه طبیعت ته تازه ګي اوژوند بخښي اوټول ژوی دخپل ژوندانه نوي پاڼه اړوي ،ستا په راتلوسره انسانان هم په یونوي اوځوان احساس سره هوسیږي ،ستا وږمي داسي لګیږي لکه دوچودښتونو په لمن چه دباران غټ غټ څاڅکي راواوري اودکلونو تنده یی ورماته کړي .
خو اي پسرلیه !
دلته په دي دیارکي حالات بل ډول دي ،ته دزړه په سترګو دی خوا ها خوا وګوره ،دلته هرڅه مړه دي ،دلته زړونه دربيږي ،دلته دمرګ ویره خپره ده ،دلته اوس هم میندي بوري کیږي ،نازولي ماشومان یتیمان کیږي اوتورسري کونډي کیږي .
اي پسرلیه ! دلته ستا ځای نه دی ،دلته دمشکو اوريحانوبويونه نه سته ،دلته دباروتو تريخ بوی ترپوزي کیږي ، دلته ویرونکي چوپتیا ده ،دبلبلواوعندليب زړه راکښونکي نغمي نه سته بلکه دتوپک ډزي داچوپتيا ماتوي .
اي پسرلیه!
نورنوته زموږهیرسوی یي ،نورستا په راتلو او تلو موږنه خبریږو حتی ستا نژدي مينه والوشاعرانو اولیکوالانو هم ته هیر کړی یي ،هغوی په خپلوشعرونو او لیکونو کي ستا دمستۍ اوتازګۍ زمزمي نه کوي دهغوپه شعرونو کي فریاد دی فغان دی اه او واخ دی ،مایوسي او ناامیدي ده .
اي ښکلي پسرلیه !
زموږ په دي خواریو ،بدبختیو او ناچاریو ستا اراده نه بدلیږي اوبیا هم راتلونکۍ یی ،ته دفصلونو ناوی يي چه د هردیاره تیریږي او دخوشحالۍ زرغونه وزرونه پري غوړوي اوژوند ته تحرک اونوی رنګ وربخښي .
راسه پسرلیه داځل هم راسه اي ښکلي پسرلیه ! موږ په وچو اوچاودلو شونډو تاته موسکا کوو اووایو چه ښه راغلي ای دسولي پسرلیه ،ګوندي خدای داځل ستا قدم په موږ پوري نیک اومبارک سي او دمشکو اوريحانو بوی دباروتو دتریخ بوی ځای ونیسي .