کور / د ډيورنډ کرښه / دپښتونستان په هکله دامريکايانو نوې کړنلاره

دپښتونستان په هکله دامريکايانو نوې کړنلاره

ليکوال: اندرې سيرېنکا ژورناليست دمنځنې اسيادسياسي چاروشننونکی

د ورستېو څلورو مياشتو پېښو نه داسې بر ېښي چې امريکاېان  پر ډېورند دپښتنولپاره نوې کړنلاره (ستراتېژي) پلې کوي٠ددې نوې کړنلارې موخه داده چې په شمالي او سويلي وزيرستان کښې د طالبانو د جبهې شاته د وسلو او موهماتو زېرمې له منځه ېوسي او دافغانستان سويلي او سويلي ختيزو سيمو کې چېرې چې د امريکا وسلوال ځواکونه پراته دي دنه پخلا کېدونکو طالب روحيه راټيټه کړي او دپښتونستان په سياسي ژوند کې بنسټيز بدلون راولي٠


د پښتنو د لوبو پړاونه ٠


١ — دپښتنو لپاره د امريکايانو لومړۍ لوبه د افغانستان په پلازمينه کابل کښې۱۳۸۶-لمريز کال د زمري د مېاشت د لوېې جرګې پر مخ بېول او په دې جرګه کې د وزيرستان دپښتنوکوم چې دطالبانو کلک ملاتړي دي نه ګډون وونوموړې جرګې په ډاګه کړه چې ډېرې پښتانه نه يواځې داچې دطالبانواودهغوې د ملګرو (القاعدې )ملاتړي نه دي بلکې په ېواوازېې دافغانستان اوپاکستان په نوښت دلوئې جرګې او دامريکا د نوې ستراتيژې ملاتړ اعلان کړ اوپه دې هکله ېې هرې سرښندنې او هلو ځلوته ځانونه چمتو وښودل ٠            
٢–د امريکا دنوې کړنلارې د پېاده کولو دوهم پړاو د ۱۳۸۶ کال د تلې او لړم په مياشت کې دپاکستاد وسلوالوځواکونو ستر عمليات وه چې په سويلي اوشمالي وزيريستان کی تر سره کړل٠


دوه اساسي علتونو اسلام اباد دې ته اړ کړ  چې  وزيرستان ته وسلوال ځواکونه واستوي :


 لومړی –دسپيني ماڼۍ په فشار چې هر وخت به ېې اسلام اباد ته ګوته نيوله چې د نړېوالو ځواکونو سره دنړېوال تروريزم په وړاندې مبارزه کې فعاله ونډه نه اخلي٠


دوم–د ٢٠٠٧  کال په مني کې په ټول پاکستان کې ناارامي،دخلکو په ګڼه ګوڼه کې ځوانمرګي بريدونودپاکستان  ريس جمهور  پروېز مشرف دې ته اړويست چې وزيريستان ته وسلوال ځواکونه ولېږي ٠


دپاکستان د وسلوالو ځواکونو موخه په سويلي او شمالي وزيريستان کې دپښتنو ددوو لوېو قومونو(وزيرو او مسودو) چې د چنګاښ او زمري په مياشت کې د امريکا سره د هر ډول خبرو څخه انکار کړې وه په نښه شوي دي ٠


درېم -دامريکادنوې کړنلارې درېم پړاونېټه دلړم دمېاشتې راهېسې پېل شوې ده کوم له مخې چې دپښتنو مشران اوملي شخصيتونه چې دطالبانواو القاعدې په وړاندې جګړې ته چمتوالې وښيي پوځي اومادي مرستې کوي٠  داپروژه چې د پنتاګون له خوا طرح شوې ده په نظر کې لري  :


اول – د پاکستان شمالي سيمو ته به وسلوال مسلکي متخصصين لېږي او هلته به د پښتنووسلوال سرحدي قول اردو جوړاو تعليم وتربيه به ورکوي٠


دوهم- ددې سيمې پښتنو سره به نېغ په نېغه (داسلام اباد نه په غېر )مالي مرستې کوي ٠


درېم- دپښتنو هغه وسلوال ځواکونو ته چې دامريکاد متخصصينو له خوا ورته مسلکي تعليم وتربيه ورکړ کېږي په نوي جنګي سلاح او مهماتو سمبالوي،او دپاکستان په خاوره کې سرحدي پولې ته نږدې ځاې په ځاې کيږي ،د پرسونل شمېره به ېې ٨٥٠٠٠ زره تنه  وي ،اوددې پروژې د پاره د امريکا هيواد( ٣٥٠ ) ميليارده ډالر بېل کړي دي ٠ 


وېلای شوو چې دپښتنو دا نوې کړنلاره د سياسي لوبې کلاسيک شکل دې  (تفرقه واچوه حکومت وکړه) له يوې خوا پې لاس راکاږي او دبلې خواېې رټي،په بله معنی دېو (ظالم او سيله رحمه پوليس ) پلان شوې لوبې دي  چې دکابل دلوې جرګې څخه راپېل  کېږي ٠ددې لوبو اصلي لوبغاړي خپله سپينه ماڼې ده چې دظالم پوليس دندې دپاکستان وسلوال ځواکونو ته چې تر ننه په يوازني ځان په وزيريستان کې ستر وسلوال عمليات کوي ورکړې دي٠


په وزيرستان کې د پاکستان د وسلوالوځواکونو سياسي موخه څرنګه چې واېي د طالبانو د جبهې شاته دسلاح او موهماتود زېرمو له منځه وړل دي خوپه اصل  کې د وزيرو او مسودو قومونو مشرانواو ملي شخصيتونو چې دکابل په لوېه جرګه کې دامريکاېانو سره دخبرو نه ډه ډه کړې وه سزا ورکول دي چې دپښتنو دقومونو نور مشران تری پند او عبرت واخلي ٠په دې هکله وېلای شوچې په وزيريستان کې د پاکستان دپوځونو وسلوال عمليات د(( ېو ظالم اوبې رحمه پوليس))کړه وړه دي٠


د( (ښه او بارحمه پوليس)) دندې خپله امريکا په غاړه اخيستې دي ، په دې معنی چې دپښتنو دمشرانو او ملي شخصيتونو سره نېغ په نېغه په پوره پېمانه به مادي مرستې کوي ،دډېورنددکرښي هاخوا او دېخوا پښتانه به وسلوال او سرحدي قول اردو به جوړوي چې دا په خپل زات کې د پښتنو په سياسي ژوند کې ېو بدلون دی ٠ددې موخې د لاس ته راوړلو په خاطر به واشنګټن اسلام اباد دې ته اړ باسي چې نورتازه وسلوال ځواکونه وزيرستان ته د ژورو عملياتو د پاره واستوي، امريکا په خوله وايي چې يوازې دطالبانو په وړاندې غوڅ عمل وکړي او په هيڅ صورت   دپښتنو په نوروقومونو ګذار و نه کړي خودپاکستان وسلوال ځواکونه د وزيرو او مسعودو په خاوره کې دهغوې په(ملکيت) تېری کوي، بې ګناه خلک وژني مال وحال ئې تالا کوي بېا امريکا ځان غلې نيسي او هيڅ نه واي ٠


 داسې وېل کيږي چې کابل ،اسلام اباداو واشنګټن دپښتنو د نوې کړنلارې سره ېوې نتيجې ته رسېدلي دي چې دافغانستان او پاکستان مشران به د سپينې ماڼې دپوره کنترول لاندې عمل کوي ٠خو تر اوسه په دې اړوند کوم ښکاره پرمختګ او برې نه ليدل کېږي  ٠نوهمدا سبب دې چې د امريکا نوې کړنلاره دخنډونو سره مخامخ ده٠


په پاکستان کې د بېنظير بوټو سياسي ډګر ته راويستل په دې معنی وه چې سپينه ماڼۍ د پروېز مشرف په حکومت نور هم کنترول ورزيات کړي دادپښتنوپه وړاندې نوې ستراتيژي وه چې مخکې له مخکې يي پې فکرکړې وه،له دې څرګنديږي چې دامريکاېانو دريځ دپښتنو دنوې کړنلارې په هکله روښانه دې،نو اوس د امريکا او دهغوې دغربي


 ملګرودپاره لمړې  دنده داده چې په افغانستان باندې د طالبانو دېرغل مخه ونيسي ٠داسې معلوميږي چې د ٢٠٠٧ کال د روژې په مياشت کې طالبانو په شمالي وزيرستان کې په افغانستان  دېرغل تېارې نيولې دې چې د ٢٠٠٨  کال په پسرلي او اوړي کې به په کابل ېرغل راوړي ،او د امکاناتو لېرې نه ده چې په وزيريستان کې د طالبانو دمرکزونو څخه دافغانستان په نورو ولاېتونولکه فراه،هرات،هلمند قندهار،پکتيا،غزني حملې راوړي٠


که په  ٢٠٠٧  کال کې د افغانستان په سويل اوسويل ختيزو سيموکې د طالبانو برياليتوبونه او همداسې د افغانستان په شمالي ارامو ولاېتونو


 دخلکوپه منځ کې د وېرې اوډار د روحې راژوندي کول په پام کې ونيسو ، نو د طالبانو ددې نوې سناريو څخه انکار هم په کار نه دي٠


په  ٢٠٠٨  کال کې د کابل په پلازمينه او دافغانستان په نورو ولاېتونو د طالبانوېرغل  په وزيريستان کې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو دبرياليتوبونواو دامريکا لاس په لاس دپښتنو دمشرانو او ملي شخصيتونو سره دمادي مرستوپورې اړه لري٠


سرحدي قول اردو ( دراکړې ورکړې جال )


په لاندې دلاېلوځيني څېړونکي دپښتنود سرحدي قول اردو راتلونکې مسبته نه ويني :


اول- داچې امريکا غواړي د سرحدي قول اردو سرتيري چې شمېره به ېې  ٨٥٠٠٠  زره وي په پېسو رانيسي او هغه هم (( غريب او بې کاره پښتانه)) چې ېو غټ رقم دې چې بريالي کېدل پې نه يوه مېاشت او نه څو مېاشتې بلکې کلونه کلونه وخت غواړي ددې امکانات نشته چې دنوې کړنلارې مسولين دې پدې موده کې د سرحدي قول اردوټول پرسونل ته تنخوا (پېسې) ورکړاې شي  نو په دې خاطر وېلاې شوو چې دا سرحدې قول اردو په خپل زات کې د ((راکړې ورکړې جال ))دې چې دپښتنو د مشرانواو ملي شخصيتونو په منځګړيتوب به نوي نوي ګډون کونکي د پيسو په زوردې سياسي لوبې ته راکاږي،او پېسې به هم د امريکا ددلالانوپه لاس چې په سرحدي قول اردو کې به دندې لري ورکول کيږي ،نه ددې په خاطرچې دطالبانو په وړاندې وجنګيږي بلکې ددې په خاطر چې دطالبانو په خوا ونه درېږي٠


دوهم- دا هم سمه نه ده چې د پښتنو دسرحدي قول اردو پرسونل، سلاح او موهمات دې دافغانستان دملي اردو سره ېو انډول وي ٠دسپينې ماڼې دوعدو نه داسې برېښي چې په ٢٠٠٨ کال کې دافغانستان
ملي اردونه يواځې په محاربوي ټانکونوسمبالوي بلکې هوډ ېې کړې چې هوائي ځواکونه درې ځله تر پخوا زيات کړي چې ددې کار له پاره امريکا په  ٢٠٠٨  کال کې د درې ميلياردو ډالرو ژمنه کړې ده ٠دا ددې معنې لري چې امريکا غواړي  په  ٢٠٠٨ کال کې دافغانستان د ملي اردو جنګي وړتيا لوړه کړي تر څو وکولې شي د طالبانو سره مقابله وکړي،نو ځکه وېلاې شو چې د پښتنو د سرحدي قول اردو پرسونل ،سلاح او موهمات د کلاشنکوف او څو په شمار محاربوي ماشيندارو (ب ت ر )څخه وانه وړي،چې د افغانستان ملي اردواو ناټو ځواکونو ته سرخوګي جوړه شي٠


درېم- دپښتنو دا سرحدي قول اردو چې په حقيقت کې يوه جنګي   ماشين ( قوه) ده چې امريکا ېې د افغانستان او پاکستان په سرحدي پولې (ډېورند (ځاې په ځاې کوي  په دې موخه  چې د پولې اخوا او دېخوا پښتنو په سياسي ژوند کې چې تر ننه ددولت له پامه غورزېدلې ده اساسي بدلون رولي٠


د لر افغانستان ( پښتونستان ) د حل دوه لارې دي ٠


د لر افغانستان ( پښتونستان ) سياسي ستونزې هغه وخت حل کېداې شي چې په منطقه کې سوله او ارامي وي،او دپښتنو سرحدي قول اردو په همدې موخه جوړيږي چې د افغانستان او پاکستان دسرحدي کرښې امنيت وساتي او په وزريستان کې دقومي سستم په ځاې ېو نوې دولتي مېخانيزم چې همدا اوس په پاکستان کې جاري دې لاره هواره کړي اوهمداسې په افغانستان کې ېو فدرالي جوړښت چې څو موده مخکې ېې ددولت سياسي مخالفينو غوښتنه کړې وه رامنځ ته کړي٠


دوهم- دافغانستان او پاکستان تر منځ (ډېورند) ړنګه او دپښتونستان په نوم ېو نوې هيواد دنړۍ په نقشه کی ور زيات کړي،څرنګه چې په اوس وخت کې ددې نقشې پلي کول ستونزې لري خوبيا هم د امکاناتولرې نه ده٠


په افغانستان کې دسياسي بحران د حل ستونزه په دې کې ده ،په هغه ولاېتونو کې چېری چې پښتانه اوسېږي خلک ېې له سواده محروم او د ژوند کچه ېې ډېره وروسته پاتې ده ،اوددې وروسته پاتوالې يواځنې سبب طالبان دي ،ددې په خاطر چې دا ستونزه لرې شي باېد د طالبانودمشرانوسره خبرې وشي ،اګر چې په دې وختو کې ددولت او طلبانو تر منځ په هيواد کې دسولې دراوستلو په خاطر ډېرې اوازې دي چې ( ښاغلي حامد کرزي دا خبره په کراتو کراتو هم کړې ده) خو په عمل کې  کوم پر مختګ نه  لېدل کېږي ،څکه چې د طالبانو له لوري مسول څوک نه شته چې ورسره خبرې وشي اودحل لاره راوباسي ٠


افغانستان ،امريکا ،او دهغې غربي ملګري کوښښ کوي چې دطالبانو مشران رامنځ ته کړي چې نه يوازې دتښتول شوو او برمته شوو کسانو په سر دپېسو د راکړې ورکړې واک ولري بلکې دپښتونستان دسياسي ستونزو دحل لارې په سريوې نتيجې ته سره ورسيږي ،


دا څرګنده ده چې دطالبانو معنوي زېرمې دپښتنو قومونه دي او دپښتونستان منطقه دطالبانو ستراتيژيکه جبهه ده،تر څودطالبانو په وړاندې سياست کې بدلون را نه شي ددې امکان نه شته چې په منطقه کې سوله او ارامي راشي،اودامريکاېانو نوې کړنلاره يواځې  په همدې موخه وړاندې شوې ده٠


دپښتنو دمشرانورا مخې ته  کول په حقيقت کې دپښتنو په منځ کې دنېشنليستې  روحې راژوندي کولو ته لمن وهل دي اوپه پښتونستان کې دنېشنليستي ګوند چې شعار به ېې د پښتونستان ېو ازاد او مسقل دولت جوړول وي رامنځ ته کړي چې د باندني هيوادو په ملاتړ به ډېر زر وکړاې شي چې د پورتنېو دوو موخوڅخه يوه نه يوه په عمل کې پلې کړي٠دپښتنو سرحدي قول اردو يواځې د همدې موخې په خاطر په سرحدي کرښه ځاې په ځاې کېږي٠


د هقيت نه لرې نه ده چې دامريکا نوې کړنلاره (ستراتيژي) په منطقه کې د پښتونستان په نوم دېو نوې دولت درامنځ  ته کېدولپاره هغه سرسخت دريځه اسلامي قوتونه چې تر اوسه د طالبانو نه ملاتړ کوې په ېو سياسي نېشنليستي حرکت باندې واړوي کوم چې په راتلونکې کې دخبرو مېز ته لاره هواره کړي ،ښه به دا وي چې مخکې له مخکې دپورته حرکت ته د یو ګډې وجې د پېداکېدو په خاطر سلاح اومشوره شوې وي،پدې صورت کې د امريکا دنوې کړنلارې په نوم ((ستراتېژي))چې دپښتنو دمشرانو او ملي شخصيتونو سره لاس په لاس داسلام اباد نه په غېرمادي مرستې کوي يو بريالې نظر دې٠