کور / شعر / نوې کا ل مو بختور شه

نوې کا ل مو بختور شه

نوې کا ل مو بختور شه هيو ا د وا لو
شپه برات ورځ مواخترشه هيوادوالو
چې بياورکه دمودومودوجګړۍ شي
داسې سوله مو په درشه هيوادوا لو
انګړونه موپه شنو ونوښايسته شه
رادسولې خوږ خبرشه هيوادوالو
دمودومودوويرونه تورتمونه
دادغم شپې موسحرشه هيوادوالو
ګلبڼونه موښا يسته په سرو ګلا نو
ټول فضامومعطرشه هيوادوالو
نوې کال سره موسوله ميلمنه شه
دحفيظ پرې خوږنظرشه هيوادوالو