کور / نوميالي / نیکولای واسیلوویچ ګوګول روسي ليکوال او ډرامه ليکونکی

نیکولای واسیلوویچ ګوګول روسي ليکوال او ډرامه ليکونکی

د زو ګړې ورځ د مارچ شلمه


 نیکولای واسیلوویچ ګوګول د روسيې د نولسمې يا ددغه هېواد د ادبياتو د زرينې پېړۍ بله نه هېرېدونکې څېره ده.


     نيکولای ګوګول، د ۱۸۰۹ کال د مارچ په شلمه  په  اوکراين کې  زېږدلی دی. دهغه کورنۍ د څه جايدادونو خاونده وه.ځمکې او بزګريې درلودل.


     د راتلونکي ليکوال په روزنه کې دهغه پلار تر ټولو غوره ونډه لرله.


     پلار يې واسیلي افاناسيوويچ، دهنر او تياتر سخت لېواله او خپله يې يو نيم شعر ليکه.


     مور يې ماريا ايوانوا ديوه کمکي خان لور و.


     په کورنۍ کې له ده پرته نور پنځه ماشومان هم و.


     لومړنۍ زده کړې په کورنۍ کې وشوې.پر ۱۸۱۸ کال د سيمې ښوونځي ته لاړ،خو تر دوو کالو  وروسته يې د اعيانو د ماشومانو لپاره په يوه غوره  ښوونځي کې زده کړې پيل کړې.


     دا ښوونځی د نيژنينسکي لیسه (اوکراین)وه.دلته په همدې ښوونځي کې يې هنري ژوند پيل کړ. ويلن غږول يې زده کړل،انځورګري يې کوله او د ښوونځي په ټولو تياتري نندارو کې برخه درلوده.هغه زياتره وخت کميدي رولونه لوبول. په زده کړه کې تر پايه داسې د منځنيو پايلو خاوند و.


     د ليسې تر زده کړو وروسته .پر ۱۸۲۸ کې له لويو هيلو او ارمانو سره د وخت پلازمينې پترزبورګ ته لاړ.هغه هلته د کار او مقام په لټه کې شو،خو له يوه ساده ماموريته ته پرته بل څه په لاس ورنغلل.په خورا ناهيلۍ يې بهر ته مخه کړ ه او اروپا ته لاړ.له اروپا نه هم تش لاس راستون شو.


     بيا يې يو ساده ماموريت ترلاسه کړ.له هغه سره يې هممهاله د انځورګورګرۍ په ماښامنۍ اکاډمۍ کې هم زده کړې کولې.


     دغه ليکوال لا له ماشمتوبه له ادبياتو سره لېوالتيا لرله اومطالعه يې کوله.


     هغه د شپاړسو کالو و چې پلار یې مړ شو.دهغه ټوله روزنه او پالنه ،دهغه مور ته چې يوه پوه او مذهبي مېرمن وه ،پاتې شوه .د مور غوره پوهې،مذهبي عقايدو او نور کړو دده پر ژوند داسې اغيز پريښود چې تر پايه ده وياړ پرې کاوه.


     د شلوکالو شو چې خپل لومړی نظمي داستاني اثر يې خپور کړ.دا اثر ” ګانڅ کيوخيلګارتن ” نوميده. ليکوال خپل دا اثر  پر ۱۸۲۷ کال ،ليکلی و.دی دا وخت لا په ښوونځي کې و ،خو هغه يې پر ۱۸۲۹ کال په پترزبورګ کې خپور کړ.


     “ګانڅ کيوخيلګارتن “د نظم او قصیدې په بڼه ليکل شوی و او د قصيدې د مضمون برخلاف يې زيات مينه ناک تصويرونه درلودل.


     که څه هم ګوګول خپل لومړنی اثر د ( و.الوف) تر مستعار لاندې خپور کړی و،خو ددې اثر خپريدل ،د اديبانو د لوستونکو او کره کتونکو له سخت او غندونکي غبرګون سره مخامخ شو.


     داسې نيوکې چې ليکوال اړوت ،په کرار کرار خپل کتاب ټول خپله راونيسي او په خپله کوټه کې يې په پټه  وسوځي.


     تر دغې مايوسۍ وروسته ، هغه بيا بهر ته ځي .څه موده په جرمني کې اوسي،خو ډېر ژر بېرته راستنېږي .


     په پترزبورګ کې هڅه کوي ،ډرامونه وليکي او دتياتر لوبغاړی شي.


     له سخت روحي فشار سره سره ، د نورو ځوانانو په څېر دې ته اړوزي  چې په يوه دولتي اداره کې مامور شي.دلته هم له ستونزو اومايوسۍ سره مخامخ شو،خو دولتي ماموريت او دهغه غوړه مال چاپيريال او حالت دده دراتلونکو اثارو لپاره ښه مواد شول.



     له دې ټولو خبرو سره سره ګوګول خپلو ادبي ليکنو ته دوام ورکړ.


     د  ۱۸۳۱-۱۸۳۲ کلونو په اوږدو کې يې ” د ديانکا سيمې ته نږدې د شپو کيسې”خپرې کړې.


     دا هغه وخت دی چې په ټوله روسيه کې الکساندر پوشکين (۱۷۹۹-۱۸۳۷)يو محبوب او پېژندل شوې شاعر دي.نړيواله پېژندنه يې پيدا کړې او د ګوګول ددې اثر هرکلی کوي.


     هغه چې له سن پترزبوګه مسکو ته رارسېږي،دده نوم ديوه ليکوال په نامه د هنر او ادب دليوالو په غوږونو کې انګازې کوي.


     ۱۸۳۱ کال دده دهنري ليکنو لپاره يو ښه کال و.


     ” ښځه “دده لومړنی اثر و چې په خپل نامه يې خپور کړ. لکه چې يادونه وشوه ،تر دې دمخه يې خپلې ليکنې د ( و.الوف) په مستعار نامه خپرولې.


     ددې داستان تر خپريدو وروسته و چې هغه نور  د يو ليکوال په نامه وپېژندل شو.(1)


     په دې وخت کې ليکوال لا په رومامنتيزم کې ډوب دی.مينه ده،خيالونه دي او دخلکو او ټولنې داسې تصويرونو دي چې د وير او خواشينۍ کومه نښه په کې نه ليدل کېږي.


     د اوکراين ولسي او کليوال وګړي لا تر اوسه هم په همداسې يو له  خوشاليو نه ډک چاپېريال کې ژوند کوي.


     “تاراسبولايبا”دا يو تاريخي رومان دی چې د هېواد ،خاورې او مينې په خاطر د سرځاريدنې غوره او بې جوړې بېلګه جوړوي.


     دا د روس د ملت او ددوی د هېواد دجوړيدو او دې ارمان ته د رسېدو په لاره کې ددې خلکو د قربانۍ داستان دی.


     سرښندنه،مېړانه ،د ازادۍ او خپلواکۍ په لاره کې تر هرڅه ځان ځارول ددي داستان تومنه ده.


     دا ديوه پلار داستان دی،هغه یو باتور،زړور او غوڅ نوميالی ، جنګيالی او غوره پلار دی.


     هغه دخپلې خاورې له اشغالګرو سره جنګېږي،.


     دغه پلار ته خلکو او خاورې سختې ازموينې ورپه غاړه کړي،خو له بده مرغه دهغه کمکی زوی ،ددښمن له يوې پېغلې سره مينه پيدا کوي،پر هغې مينيږي او د همدې مينې له کبله  پلار او خپلو ملګرو ته خيانت کوي،له دښمن سره يو ځایېږي.هغه چاره چې زموږ په تاريخ کي له خوشال خان بابا سره زوی کړې وه .


     تاراسبولايبا،د وطن،دهغه د ارمانو ، د هغه د ازادۍ په خاطر او د خپلو ملګرو د ازادۍ لپاره پر دښمن يرغل کوي.په دې لاره کې هغه نه يوازې خپل خاین زوي وژني بلکې دخپلو ملګرو د ژغورنې په خاطر خپله هم له يوه داسې مرګ سره مخامخ کېږي چې سخت عذابوونکی او درد راړونکی دی.


     خو اصلی نيکمرغي په دې کې ده چې ددغه اتل د مرګ خبر دده ملګرو ته هغه غږ دی چې د بری راوړنکې جګړې سرود غږوي او ملت يې ارمان ته رسېږي.


     نيکولای ګوګول، پر ۱۸۳۵ کال له خورا ښو معمارانو سره ،دتاريخي ودانيو په څېړنو اخته کېږي.هغه سره هممهاله دتاریخ د استادۍ کار ته دوام ورکوي.خو ډېر ژر د پوهنتون کار پرېږدي.


     د “مير ګورد “د اثر خپريدل (۱۸۳۵)،ټول په يوه ژپه ، دليکوال لېوال او کره کتونکي، له رومانتيزمه رياليزم ته د تيريدو کړۍ ګني.


     ګوګول ،که په پيل کې مينه ناکې او رومانتيکې ليکنې کولې،وروسته يې تاريخي ليکنو ته مخه کړه،خو دخپل بې ساري استعداد په مرسته يې ډېر ژر په کميډي ليکنو کې هم بری تر لاسه کړ.


     کله چې يې ،د مفتش کميډي ډرامې وليکله، ده ته يې ،نه هېريدونکی یری راوړ.هغه داسې بری تر لاسه کړ،چې نړيوال شهرت ته يې لاره پيدا کړه.


     پر ۱۸۳۵ کال ،دمفتش د ډرامې د ليکلو کار پيل شوی دی.


     داسې ويل کېږي ددې ډرامې موضوع ده ته الکساندر پوشکين ورکړې وي او دهغې په لیکنه کې يې له دغه شاعر سره مشوره هم کړې ده.


     ده دغه ليکنه دلومړي ځل لپاره د ۱۸۳۶ کال په پيل کې ،دهغه وخت ديوه پېژندل شوي کره کتونکي ژوکوفسکي،او اديب په کليزه کې ولوستله.په دې محفل کې پوشکین هم حاضر و.


     ډېر ژر دغه ډرامه ستيژ ته چمتو او دهمدې کال د اپريل او مې په مياشت کې ښودنې ته تياره  او دمسکو په تياتر کې وښودل شوه.


     د” مفتش” کميدي ډرامه،هغه نوم دی چې په ياديدو يې هر چاته د ګوګول نوم ورياديږي.


     تصور کوم د نړۍ داسې هېواد به نه وي چې هلته هنري کړۍ د ګوګول دا ډرامه ونه پېژني.ان زموږ په هېواد کې دغه ډرامه لا د څلويښتمو کلونو په اوږدو کې د تياتر يوه په زړه پورې اثر و.


     دمفتش اثر ،دليکوال په ژوند او د روسي کميډۍ ليکنې  په تاريخ کې يو ځانګړی نوم دی.مفتش، دهغه استعداد یوه نه سپړونکې پاڼه او دده دهنر اوج دی.


     دا يوه پڼځه پرده ايزه ډرامه ده.
     موضوع:


     په ښار کې د اداري چارو د يوه پياوړي  مفتش د پيدا کېدو اوازه خپرېږي .دا خبره خلکو ته خورا په زړه پورې او په دولتي مامورينو کې د ډار د پيدايښت سبب کېږي  ،ځکه داسې خبرې کېږي چې دا مفتش ان لوړپوړي چارواکي هم څاري او محکمې ته کشکاږي.


     ددغه شان يو مفتش پيدا کېدل ، په ښار کې په رښتيا هم له ډاره ډکه يوه  تلوسه رامنځ ته کوي.


     په دې لړ کې ښار ته يو ښکلی ځوان رارسېږي او په یوه هوتل کې ميشتېږي.


     خلک داسې تصور کوی چې همدا نااشنا سړی،هماغه مفتش دی.


     ټول مامورين په تيره بيا لوړ پوړي چارواکي،له هغه سره دپېژندګلوۍ هڅې کوي .مېلميستياوې ورته جوړېږي،سوغاتونه برابرېږي او آن په يو ډول نه يو ډول هغه ته لويې پیسې بښل کېږي.


       د ښار مشر خو هغه ته خپله لور ورکوي.خبره هلته رسېږي چې دغه دوکه مار مفتش په دې پلمه چې ځي او د واده لپاره د مور او پلار خوښه اخلي ،له ښاره تښتي.


     دا دوکه مار،لا دښار دروازو ته رسېدلي نه وي،چې اصلي مفتش رارسېږي.هغه دټولواک ليک لري او خلک خپلو سادګۍ او کړو ته حیرانېږي.


     دا اثر که د روسي روښان اندو لپاره يو نوښت و،خو د روس برلاسو هغه وغانده او ان دهغه ليکوال له سختو غندنو او ګواښ سره مخامخ شو.هغه دومره په عذاب شو چې په کراره او پټه خوله له روسيې نه اروپا ته لاړ.


     د ناڅرګندو دلايلو له مخې له پوشکین سره دهغه اړيکي خرابېږي.


     پر ۱۹۳۶ کال يې “د کليسکا ،د يوه فعال سړی سهار” اثر خپور کړ.تر دې وروسته ګوګول جرمني  او له هغه ځايه بيا سویس ته لاړ.


     ” دمړو ارواح ” ددې ليکوال،بل پېژندل شوی اثر دی.دې اثر هم ده ته نه هېريدونکی شهرت راوړ.


     دمړو ارواح داستان چې دنظم په ژبه ليکل شوی دی،کره کتونکي هغه خورا له تخيل ډک او نازکو خيالونو نه د جوړو تصویرونو يو ښکلی تصوير ګڼي.دهغه هر اتل له دغو نازکو خيالو سره مل په ټومکارو ټولنيزه ژبه ،ټولنه راسپړي.


     د مړو ارواح،اتل چيچيکوف نومېږي.هغه د لويې ګټې په هيله له لويو ځمکوالو نه مړه مريان په خورا ټيټه بيه راپېري.چيچيکوف ددغو مړو اراوحو په نامه له بانکونو پورونه اخلي.


     دی په دې داستان کې د روسي بزګرو او ددې هېواد د مرييتوب د ټولنې يو داسې تصوير باسي چې دهغه له مخې موږ نه يوازې له مريیو،،خانانو،چارواکو او واکمنو سره اشنا کېږو ،بلکې له هغه وحشت سره مخامخ کېږو چې ددغو اړيکو زېږنده دی.


     هغه هم د ټوکمارې تراژيدۍ په ژبه.


     ليکوال، اروپا ته د ګرځېدو په لړ کې له جرمني نه فرانسې ته لاړ .


     پر ۱۸۳۷ کال پاريس ته ځي او همالته په پاريس کې د مړو ارواحو د داستان زياتره برخه ليکل کېږي.


     دی، په پاريس کې و،چې دروس د ملت دشعر د نوميالي شاعر الکساندر پوشکين د مرګ (۱۸۳۷)خبر ورسېږي.


     هغه په اروپا کې ښار په ښار ګرځي.په تولي توګه ۱۳ کاله په اروپا کې تيروي.


     ګوګول، د ۱۸۳۹ کال د سپتمبر په مياشت کې مسکو ته راستېږي.اوبيا پترزبورګ ته ځي.


       پر ۱۸۴۰ کال يې په مسکو کې له بل غوره روسي شاعر لرمانتوف (۱۸۱۴-۱۸۴۱)سره کتنه کېږي.


     تر دې کتنې لس ورځې وروسته بېرته اروپا ځي او په روم کې ميشتېږي او هلته دخپل پخواني ذوق د ارضا په تمه له انځورګرانو سره مېشتېږي.


     ليکوال د اروپا چاپيريال د خپل ژوند او  تخليق لپاره غوره ځای ګڼي.په ټوله دې موده کې دی په هماغه اثر کار کوي.کله چې پر ۱۸۴۲ کال پترزبورګ ته راځي،دخپل دې کتاب څو برخې د روس لوی کره کتونکي ،ويسارويون بيلينسکي (۱۸۱۱-۱۸۴۸) ته ورکوي.هغه يې خوښوي او په همدې کال دا کتاب خپرېږي.


     کېدای شي ووايو چې “د يوه لېوني ياددښتونه” “کوټ ”  “د مړو ارواح ” ” جوارګر ” “مفتش ” او  “پزه ” دهغه تر نورو نه غوره آثار دي.


     دا آثار د ۱۸۳۵ او ۱۸۴۲ کلونو په اوږدو کې ليکل شوي دي.


     د ايوان تورګينوف (۱۸۱۸-۱۸۸۳)او فيودر داستايوفسکي (۱۸۲۱-۱۸۸۱)دا خبره چې موږ تول د ګوګول له کوټه (بالاپوش)راوتلي يو ،دا معنی لري چې د روس داستر ليکوالان پر ځان دګوګول اغیز مني.


     او بېشکه چې دا ليکوال په روسي ادب کې،دهغه په زرين پړاو او پېړۍ کې غوره او اغيز بښوونکی دریځ لري.


     د کوټ ،ناولګوټی ليکوال پر۱۸۴۲ کال خپور کړی دی.


     دا ناول د يوه خوار او بې وزلی مامورګوټي د ژوند تصوير دی.


     دا مامور ټول ژوند ددې لپاره پيسې سپما کوي چې پر هغو يو کوټ واخلي.بالاخره دهغه ارمان پوره کېږي.هغه ځانته کوټ اخلي،خو هغه کوټ ،له ده نه په هماغه لومړۍ ورځۍ غلا او دی له همدې غم او ويرې په ناروغې اخته  کېږي….


     د ګوګول لنډ ژوند ليک او د “کوټ “په نامه ناولګوټی محترم نادر جلالي او مصطفی رسولي پښتو ژبې ته ژباړلی دی.ددې داستان دغه پښتو متن ،په هغه مجموعه کې راغلی دی ،چې پر کال ۱۹۸۶ د پروګرس نشراتي موسسې په مسکو کې خپره کړې ده.


     ګوګول که له يوې خوا  په ټول ماهرت او نوښت،دليکنې، د روسي ليکدود،دکيسه ليکنې،رومان او ناول ليکنې دود دستور او ظرافتونو ته پام ساتي له بلې خو د هر اثر  دموضوع ټاکنه دهغه لپاره دهغه د ژور ټولنيز احساس او مسووليت خبره ده.


     د ګوګل په داستانونو کې يو بل له نوښته ډک داستان “پزه” نومېږي.دا داستان په خپل ډول کې بې جوړې دی.دې داستان نه يوازې په روسي بلکې په اروپا يې داستان ليکنه کې يوه نوې لاره پرانسته.


     ليکوال دا داستان د ۱۸۳۳ او ۱۸۳۴ کلونو ترمنځ ليکلی دی.


     د داستان مرکزي اتل ،يو دولتي مامور دی او “کفلويف ” نومېږي.يوه ورځ چې له خوبه راپاڅي،د تل په شان يې مخ او سترګې وسولول،. هيدارې ته وکتل،خو له حيرته يې سترګې څلور شوې.هغه ويني چې پزه يې نه شته او مخ يې چور آوار شوی دی.


     هغه سترګې وسولولې،باور يې نه راته.بيا يې اوبه راوغوښتې ،بيا يې په لمدو لاسونو سترګې او مخ وسولول. خو پزه نه وه چې نه وه.


     خو دحيرانتيا ځای لا دا و چې د پزې په لټه کې يې يو وخت دې پام کېږي چې پزه يې د ستر چارواکي په څېره کې ،په يوه ګاډۍ کې ناسته ده.هغه هڅه کوي ،پزې ته ننواتې کوي چې بېرته راستنه شي، هغه يې نه مني ،خو يوه څو ورځې وروسته پزه بېرته خپل ځای ته راځي.


     د ليکوال مرګ:


     ګوګول،پر ۱۹۵۲ کال د فبروري په ۲۱ نېټه،په سختې خوارۍ،يوازيتوب او پرديتوب کې مړ شو.


     ځنازه يې د کليسا د پاپانو او پيروانو او دهغه دهنر دزرګونو لېوالو په لوی وير کې د ۱۸۵۲ کال د فبروري په ۲۴ نېټه د مسکو د دانيلوفسکي په اديره کې خاورو ته وسپارل شوه.


     د شوروي په وخت کې چې کليساوې بنديدې،د دانيلوفسکي کلیسا هم بنده شوه.د ګوګول خاوره هم له هغه ځايه د مسکو تر تولو سترې ادېرې نوواديچي ته ولېږدېدل شوه.


     ټول روایت وايي چې ګوګول د ژوند په وروستيو کلونو کې تر لېونتوب پورې مذهبي شوی و.


     دهغه مرګ بېلابېل روایت لري چې په ګډه به يې ولولو:


     لومړی روايت : دهغه د ژوند په وخت کې په مسکو کې داسې اوازې وې چې  هغه د خپل ژوند په وروسيو وختو کې د لېونتوب په ناروغۍ اخته شوی و.


     بل روایت وايي چې هغه په شيزوفريني ،د هېريدو او نه پېژندنې په ناروغۍ اخته شوی و.


     بل روایت بيا وايي چې هغه په مرګنی خوب ویده شوی و،خو مړ نه و،مګر هغه يې خښ کړ ،تر خښېدو وروسته په قبر کې راويښ شوی او هلته په قبر کې د هوا له نشته والي مړ شوی دی.


     دبريتانیا دایره المعارف ، ليکلي چې ګوګول دنړۍ د لیکوالو په منځ کې یو تر ټولو رازمن او ناسپړيدونکی ليکوال دی.


     په ۲۰۰۹ کال کې د روس ملت دخپل دغه لیکوال د زوکړې دوسوومه کالیزه ولمانځله.


     ددې نېټې په ویاړ  ددغه لیکوال داثار منتخبات په ۱۷ ټوکو نه کې ترتیب، برابر او خپاره شول.


     دهغه ښه آثار په مهاجرت کې لیکل شوي دي.


     دهغه اثار دومره هر اړخیزه دی چې کره کتونکو هغه: ریالیست، ناتوریالیست،رومانتیست ،انتقادي رياليست او ان سوسیالستي ريالست بللی دی.


     آثار:
     دسپوږمۍ شپه


     ورک شوی ليک


     دمسيح تر زوکړې مخکې شپه


     وحشتناک غچ


     ايوان فيدروويچ شپونکه او دهغه خواښې


     کوډې شوی ځای


     میر ګورد:


     د لرغونې دنيا ځمکوال


     تاراس بیلوبا


     اړيکه


     ددې کيسه چې څنګه ايوان ايوانوويچ او ايوان نيکيفريوويچ سره ووهل


     دپترزبورګ کيسې:


     د نفسکي واټ


     پزه


     تصوير


     کوټ


     ديوه لېوني يادښتونه


     مفتش:


     په پنځو پردو کې


     واده:


     دوه پردې


     دتياتر ګرځېدا


     دمړو ارواح:


     لومړی ټوک:


     لومړې برخه


     دوهمه برخه


     درېيمه برخه


     د مړو ارواح،دوهمه برخه


     کراچۍ


     شپه په باغچه کې


     روم


     جوارګر


     نوکر


     چيچل شوې


     زوړ نر


     ګوتمان


     وحشتناک لاس


     مړ څراغ


     دايمي باران


     دمعدن کارګر


     سیمين سيمينوويچ


     پېغله چبالوا


     داڅه شی دی؟


     اوځينې نور.
 
 


     دليکنې په اړه:


     دی  خپل آثار له ځان سره ،خپل له روح سره او له خپل زړه سره د زړه خواله ګڼي ، دخپل هر تخليق شوي او يا انځور شوي اتل له ژونده خوند اخلي.


     له بله پلوه يې له ماشمتوب،له زلميتوبه ،دا لېوالتيا او هيله لرله چې خپلو خلکو،خپلې ټولنې او خپلې ژبې ته به خدمت کوي.نو همدا دليکوالۍ لاره يې دځان لپاره يوه غوره لاره ګڼلې ده.


     …


     اديبان او کره کتونکي او له هغې ډلې الکساندر پيپين وايی چې پوشکين له دغه شاعر او ليکواله ،دهغه له استعداده زيات هنري او پر تخيل ولاړ اثار غوښتل،نه مذهبي،بربنډ او شعاري.


     کېدای شي،له پوشکينه د لرې کېدو يو علت هم همدا وي.پوشکين که څه هم دربارته نېږدې سړی و،خو د څار درباريې غندلی هم دی،مګر ګوګول داسې ويل چې:


     روسيې ته به  له شاه او کليسا پرته ژوند خورا ګران وي.


     دده پر دغه راز نظرياتو  نیوکې د روس د وخت د روښا اندو او يا دهغه د زياترو لوستونکو خوا کېدې،خو ستر روس کره کتونکي بېلنسکي،چې له پيله يې دده دآثارو ستاینه کوله،هغه يې د پوشکين تر مخې د روسي ادب سر لاری ګاڼه،په پای کې دې ته اړوت چې په خپل ليک کې دده دغه مذهبي او ايديالستي افکار په کلکه وغندي.داسې يې وغانده چې ګوګول دهغه دغې ليکنې سرسامه او ادبي ټولنې يې حيرانه کړې.


     دغه ليک محترم استاد پوهندوی دوکتور ګل محمد نورزي پښتو ژبې ته را اړولی و او فکر کو چې په ژوندون مجله کې خپور شوی و.


     دا د کره کتنې او د روس د نولسمې پېړۍ د زرينو ادبياتو په تاريخ کې څو غوره او د پام وړ پاڼې دي.


     د کره کتونکو په وينا د بيلينسکي دغو راز غندنو ،دپوشکين مشورو اودنورو يادونو ،دهغه ليکوال روحي مذهبي خيالات بدلولي نه شول.دهغه په روح کې د روسيې د ارتدوکسې کليسا يو متفکر  او د روس يو غوره نوميالی هنرمند ناست و.


     دوه کسان،دوه متفکرين او دوه نوميالي،خو به پای کې لومړنی هغه بريالی شو.


     په هر حال کره کتونکي،د روس ستر ليکوالان هر يو، داستايوفسکي، ميخايل بولګاکوف او ولاديمير نباکوف ،کره کتونکي دهغه دلارې تلونکي ګڼي. د روس ملت خپل دغه لیکوال ته د درناوۍ په نښه  دپخواني شوروي اتحاد په زياتره ښارونو کې ځينې کوڅې دهغه په نامه نومولي دي.


     دليکوال ياد:
 


     دهغه لومړې مجسمه پر کال ۱۸۸۱ دروس د امپراتورۍ په يو لوی ښار ڼيژنې ګورد کې ودرول شوه.


     په مسکو کې دهغه مجسمه پر ۱۹۰۹ کال کې  درېدلې ده. پر۱۹۱۰ کال دهغه بله مجسمه د ولګاګراد په ښار کې ، پر ۱۹۵۹ کال داوکراين په دینيپتروفسکي،دريدلی دي. د اوکراین د  زوپروژې په ښار کې هم دهغه يوه  مجسمه،شته.


     دغه راز به کيف کې دده د “پزې “د اثر په وياړ د پزې نښه درېدلې ده.


     د روسيې د ويليکي نووګورد په ښار کې د روسيې د زرکلن تاريخ په ياد د ددې ملت د ۱۲۹ سترو شخصیتونو په ډله کې د ګوګول نوم او تصوير هم ليدل کېږي.


     دا هم دهغه  ځو غوره يادونې:


     -د ځوانۍ نيکمرغي په دې کې ده چې راتلونکې لري.


     -له کلمو سره کړه وړه بايد سپېڅلي وي.


     -په ادبياتو کې مړه او مړپال کلمات نه شته،نوله هغو سره باید د ژوندو په شان کړه وړه وشي.


     -دتخليق له لذته بل لوړ لذت نه شته.


     -تاسو دې ته وګورئ چې څوک ستاسو خوښېږي او کنه،نه دا چې تاسې د چا خوښېږئ.