کور / طنز / بای فرينډ ټلويزيون

بای فرينډ ټلويزيون

درنو لوستونکو! دا ځل مو د بای فرينډ ټلويزيون له مشر حاجي ډيموکراټ صاحب سره مرکه کړې چي دادی ستاسي مخي ته يې ږدو :


پوښتنه : څه انګېزه وه چي بای فرينډ ټلويزيون موجوړ کړ؟ 


ځواب : ياره ورورکيه پسي را تېر سه خبره خو دا ده چي د ډېرو هلکانو او نجونو زړه کورت کورت کېږي چي واده وکړي، ان دا چي هره شپه واده په خوب کي ويني، خو ولورونه دومره لوړي دي چي ما غوندي هر خاکشا و ماصديق واده نه سي کولای، نجوني خو ښه دي، صبر کولای سي خو د هلکانو بېخي تر وس تېره ده، نو کله چي دغه هلکان له واده کولو څخه ناهيلي سي، بس نو د مکتب نجونو ته په دې هيله په لاره کي ولاړ وي چې ځان ته کومه انډيواله پيدا کړي او که دا نه وي نو خير دغه يوه شيبه خو يې په خوښۍ تېره سي. ياره که رښتيا ووايم نو ځيني نجوني هم له خدايه يو هلک غواړي، ځکه هغوی خو هم د هلکانو په شان زړه لري او زړه يې غواړي چې يو انډيوال (Boyfriend)  ولري،خو ستونزه دا ده چي که مور، پلار، ورور او يا بل مشر يې خبر سي نو پوستکی به يې وباسي، همدا دليل دی چي نجوني هلکانو ته بدرد وايي او يا هغوی په چپلاخو ( څپېړو) او يا څپلکو وهي، اوس نو پسي را تېر سه د دغه ډول هلکانو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي او هره ورځ په زرګونو ځوانان د خپلي ميني له امله پر مخ څپېړي خوري. دغه ډول د نجونو حقوق هم تر پښو لاندي کېږي، ځکه چي د نجلۍ يو هلک خوښ وي خو د مور او پلار له ډاره څه نه سي ويلای.


بله ډله هغه هلکان او نجوني دي چې بېچاره ګان د خپل لوړ ذوق او فيشن قربانيان دي. دوی غواړي چي د پر مختلليو هيوادونو په شان ښه لباس واغوندي او تل په دې چورتونو کي غرق وي کي چې په نتيجه کې يې د پوهنتون په کانکور کې ناکامه او که کوم يو يې د نقل په زور بريالي هم سي نو تر يوه سمسټر وروسته ناکامه او له پوهنتون څخه شړل کېږي، که څه هم په دې ورځو کي راډيوګاني او تلويزيونونه لکه تور توت دومره ډېر دي، خو د مجردو هلکانو او پېغلو نجونو ژوند ته د هيچا هم پام نه دی، بس نو همدا باي برينډ ټلويزيون دی چي د دوی له غمه يې پر ځان شپه او ورځ يوه کړې ده او کار کوي.     


پوښتنه : پر تلويزيون مو ولي دبای فرينډ نوم کښېښود؟


  ځواب : ګوره ته خو خبريال هم يې او بيا هم سر نه خلاصوې، ستا لکه چي دا د جوغندر دی که جنډر دی، دې خبري ته پام نسته؟ بايد دې خبري ته موږ ټول پام وکړو، اول بايد د نجونو غم وخوړل سي ياني يو انډيوال يا بای فرينډ ورته پيدا سي، هلکان خو چي هر ډول وي يو ځای د ځان چاره کوي.


پوښتنه : ولي مو د ګرل فرينډ نوم نه غوره کاوه؟


ځواب : ياره انډيواله دا نوم خو زما خپله هم ډېر خوښ دی، خو کله چي په افغانستان کي د اين جوګانو مينجوګانو، ډيموکراسۍ او ښځو د حقوقو بازار تود سوی دی نو يوه خبره ډېره کېږي چي ليډيز فرسټ) ياني اول حق د ښځو دی. ځيني هلکان خو لا دا خبره هم کوي چي ( ليډيز فرسټ، د ډاګ فالوز، ياني ښځي د مخه او سپي ورپسې ) بس زما هم دا خبره خوښه سوه او د تلويزيون لپاره مو د بای فرينډ نوم غوره کړ.


پوښتنه :تاسي څه ډول خپروني لرئ، که د بېلګي په ډول يوه يې راته وواياست؟


ځواب : زموږ د يوې خپروني نوم دی ( اوف اور مي واخيست ). دا لړۍ د هغو بېچاره هلکانو او نجونو لپاره ده چي تر اوسه پوري يې زړه باد نه دی وهلی< ياني کوم انډيوال اويا انډيواله نه لري يا هغه هلکان او نجوني چي يو هلک يا نجلۍ يې خوښه وي او غواړي چي واده ورسره وکړي خو مور او پلار يې اجازه نه ورکوي. موږ ددې لړۍ په يوه خپرونه کي له يوې نجلۍ او بله کي له يوه هلک سره مرکه کوو. د مرکې يوه برخه د هلک د خپل ژوند معلومات وي، مثلاً هلک د څوکالو دی، څومره زده کړي يې کړي، څه کار کوي او اقتصادي حالت يې څنګه دی? د مرکې بله برخه بيا داوي چي د هلک څنګه نجلۍ خوښېږي، زده کړي يې څومره وي، سترګي، پزه، شونډي، خوله، وېښتان، ونه او د پوستکي رنګ يې څنګه وي? دغسي د وجود نوري ځانګړتياوي يې در واخلک، البته له نجلۍ سره مرکه هم دغه ډول وي . هغه څوک چي د غه ډول هلکان او نجوني يې خوښېږي، هغوی موږ ته زنګ وهي، موږ يې راغواړو او سره انډيوالان کوو يې، که زړه يې غوښتل چي واده سره وکړي واده کوي او که يې واده نه کاوه هغه دی خپله انډيوالي به کوي او په نيمه دنيا کي به چورت نه وهي.


پوښتنه : که ددغو هلکانو او نجونو مور او پلار په دې باب مخالفت کاوه بيا څه کوئ؟


ځواب : د بشري حقونو کميسيون دي ژوندی وي، له هغوی څخه مرسته غواړو.


  پوښتنه : نجوني او هلکان خو ډېري ستونزي لري، ايا تاسي به څومره وکولای سئ چي د دوی ستونزي اواري کړئ؟


ځواب : ستاسي خبره سمه ده، موږ د دوی لپاره نور پروګرامونه هم لرو، مثلا هغه هلکان او نجوني چې د پوهنتون په کانکور کې ناکامه سوي وي، د هغوی لپاره د ټلوېزون له لارې د سندرو ويلو، نڅا کولو او کوميډي سيالۍ لرو، ددې تر څنګ د ټلويزيون له لارې د سينګار کولو مسابقې هم لرو. هغه څوک چي په دغه سيالۍ کې بريالي کېږي د هغوی لپاره کورسونه جوړوو. هغه هلکان او نجوني چې له دغه کورس څخه په لوړه درجه فارغه کېږي د سينګار په برخه کې يې د زده کړې لپاره بهرنيو ملکونو ته لېږو.


پوښتنه : تر اوسه پوري څومره خپل هدف ته رسېدلي ياست؟


ځواب : کله چې  د بن د تړون له مخي په افغانستان کې بدلون راغی، نو ورسره سم د ډېرو نجونو د سر په رنګونو کې بدلون، په لمنو کې لنډون او په پښو کې پطلون راغی. لږ وخت نه و تېر سوی چې د هلکانو او نجونو د فيشن تر منځ ګډون راغی، ياني هلکانو او نجونو ورته جامې اغوستل او سينګار کول پيل کړل . کله چې په ټولنه کې دغسي اوښتون راغی نو د ډېرو هلکانو او نجونو تر منځ د زړونو پيوستون راغی. همدا وجه ده چې ورځ په ورځ هلکان انډيواله او نجوني ځان ته انډيوال پيدا کوي چي البته موبايلونو  دغه لاره نوره هم رالنډه کړل، موږ چي کومي شمېرې له ځان سره لرو نو ډېرو نجونو او هلکانو زموږ د خپرونو له برکته انډيوالان پيدا کړی او خوښ خوشاله دي چي ما دغه معلومات خپل ډونر يا تمويلوونکي ادارې ته هم ورکړي دي.