کور / شعر / مور

مور

که تا خپله مور نه وه لیدلې
خو ته پوهیدې چې مور څنګه وي
که تا محبت کول نه وه لیدلي
خو ته پوهیدې چې محبت کول څنګه وي
که ستا حقوق تر پښو لاندې شوي وو
خو ته پوهیدې چې حق ورکول څنګه وي
الهي پوښتنه له تاسو نه کړم
چې دې ته فرشته یې الهي ووایم او که څنګه وي
که مور ووایم او که معجزه ده
چې په انسان کې کرامتونه څنګه وي
/////
شپه او ورځ که ستا خدمت کړم ګرانې مورې
یا د مچ تنکي لاسونه محبت کړم ګرانې مورې
یا د بوځم په څو وارې تاسو حج ته
دا ډیر کم دي زه په ځان باندې منت کړم ګرانې مورې
/////
که د نړۍ د پهلوانانو سره تا هم مقایسه کړم
یا ددې دنیا د دارایانو سره تا مقایسه کړم
پهلوان تره، غني تره او شکیبا تره هم ته یې
که دې جهان له شکیبایانو سره تا هم مقایسه کړم
/////////////
په تاریکو کې د ماته راښولې روښنايي ده
په نادانانو کې د ماته راښولې دانایيي ده
په هغو لوږو، جنګونو او وژلو کې
تا راښولې صبر، صیله او صلح خواهي ده
/////////
په یوه لاس کې دې زانګو ده زنګولې
په بل لاس کې د نړۍ ده زنګولې
لکه شمعه ویلې کیږې، لمبه کیږې
چار طرفه د دعا او روشناني ده خپرولې