کور / شعر / غزل

غزل

ســـــــوله به غواړو سوله ده ځان زړګی
جنګ کې تنګ شوی نور د جهان زړګی
ځمکه لمبه شــــــــــوه خاورې ایره شوه
ورباندې سوځي پاس د اســــمان زړګی
شپېلۍ چې پو شي قـــــــیامت جوړ شي
نړۍ شـــــي داسې لکه یو وران زړګی
هســــــــــــــــې کارونه د اهریمن کړي
کــــــــــــنه له ذاته دی د یزدان زړګی
بېلتون کې ستر شو، بېلتون کې مړ شو
لاړلو ورک شو د ګلســـــــــتان زړګی