کور / شعر / ښکلی غوندی يار راکړه

ښکلی غوندی يار راکړه

مينۍ مينۍ وار راکړه
ښکلی غوندی يار راکړه
ډير يم ناقراره نه
يو دزړه قرار راکړه
چيرته چه خوښې اوسی
هغه لورته لار راکړه
ستړی له خزان يمه
ګل غوندی بهار راکړه
بله نشه نه غواړم
سترګو کی خمار راکړه
يارته چه می رسوي
ښه مخلص رويبار راکړه
پټ می له تيارو څه که
مست رنګين سهار راکړه
مينۍ مينۍ خواست کوم
ماته يو نګار راکړه
اوسي چه پښتون په کی
خپل افغان ګلذار راکړه
ويش که د ښارو راشي
ماته کندهار راکړه
وايم (ځلبلاند ) هميش
خدايه ښه واکدار راکړه
*****