کور / شعر / د مسجد دزړه خواله

د مسجد دزړه خواله

هغــه خلکو چه ویشتـــــم یی په بمونو
نن رنګین یم د هغــــوی په مجلســـونو
په کـورونو کښی یی ځای د ناستی نشتـه
دلتــه راشــی وی اختــه په دعــوتـونـو
د مسجداوعبادت به نوم یی خلاص کړم
اوس لګیا دی په رواج او بدعتــونـــو
دقران ،حدیث درســــونه می بــند شوی
ځه مرکـــز شـــوم د چپیانو د ګــــوندونو
ځما په منځ کښی کمیونستو ځاله کړی
خلکو خلاص می کړی له دی غټو بی دینو
دشمنان می دلته غونډی د خپل حزب کړی
وارثان می ګرځــی ټول په ســــــرکـــونو
کله غونډه د سـودخورو ماته راشــــــــی
کله ډک شـمه په ورځ کښی د غمــــونـو
ما کښــی هیـڅ د هدایـت خـبره نشـــــی
ټول اخته دی په دمونو منــــــترونــــــو
ددوزخ یــو اورلـــــــړونی می امام دی
همیشه یی نظر پروت وی په جیبونــــــو
پاک قرآن په ناظـــــــــــــره لوستلی نشی
ټول ولس یی کړ ګــــذار د ګړنګــــــونو
په چاندو پسی شمال جنوب ته درومی
تروندهـــایم کښی خبر کړی د ختمونو
لیلیستروم او فوروست یی ټول جارو کړ
اوس تـــکل کړی د غـــربی سفــارتونو
ګلاجان غوندی همسا یی وی په لاس کښی
خیرات خورو پشان سر وی په کــورونو
چه په دی باندی کارتر ســـره نشـــی
شی مصروف په تیلیفون او موبایلونو
د ایران د آخوندانو ســـره یی لاس دی
شــــوکوی ترینه پیسی په ســل چلونو
د بی ننګه په مقـــــعد کښی ونه شنه شوه
کــــــړی امید ترینــه د باغ او د ګلونــــو
څوک چه ماسره جفا او دشمنی کـــــــړی
یا الله ته یی لاهو کــــــــــــړی په بحرونو
ځه به هر وخت و دوی ته بد دعا کړم
چه تر څویی رب اخته کړی په غمونو
مبارز پښتون همیش خبره کـــــــــړی
د محراب او د منبـــــــر او سنګرونو