کور / اسلامي / نه سړی بېله ښځي بشپړيږي نه ښځه بېله سړي

نه سړی بېله ښځي بشپړيږي نه ښځه بېله سړي

دنبي کريم (ص) ارشاددى چې ويلي يې دي (اې ځوانانودتاسې په منځ کې که څوک دواده کولوتوان اوطاقت ولري نودواده کول په هغه لازم دي په دې خاطرچې واده (نکاح کول) سترګې پټوي اوهغه کسان چې دواده کولوتوان طاقت ونه لري روژه دې ونيسي ځکه چې داهم دسړى سترګې پټوي) په دې حديث شريف کې دوه څيزونه يادشول اول نکاح کول اودوهم روژه نيول ځکه چې په دې سره دسړي له خرابې وينې څخه نکاح چې بېلابيل مرضونه رامنځته کوي ساتي اوله ډېرې نيږدې والي (جماع) څخه پرهېزکوي.


په اسلام کې دکورنۍ اوبالاخره دټولنې په جوړولوکې واده کول يوه طبعي، سالمه اومعقوله لاره ده چې بشريت دنسل صحيح بقاضمانت کوونکي ده. داسلام مقدس دين دې عالي هدف ته په رسېدوکې خپلوپيروان دبيلابېلودلائيلو په وړاندې کولوسره چې په آيتونواواحاديثوثابت دي تشويق کړي اوواده کول يې يوپاکيزه سنت بللي دي .


په حديث شريف کې راغلي دي. ژباړه: (هېڅ بله ګټوره ګټه _ پس له اسلام راوړلوڅخه _ هرمسلمان انسان ته يوي ښايسته اومهربانې ښځې نشته دي،هغسې ښځه چې هغه ته په کتلوخوشحاله شي اوهغسې ښځه چې دهغه دفرمان (دمېړه دغوښتنې) اطاعت وکړي اوکله چې يې مېړه ونه اوسي دهغه له عفت،عزت اومال ساتنه وکړي.


همدارنګه په بل حديث شريف کې راغلي دي چې کله چې نوې ناوې کورته بيايي نودادعاولولي.ژباړه: (مونږه ددې اوددې دعيبونودښه کېدوسوال کوواوددې دبدواوبدوعيبونوڅخه پناه غواړو).


له ابوداوداوځينې بياوايي چې له عمروبن سيف (رض) څخه نقل کړى شوي دى چې برکت ددې دعاداده چې خداي (ج) له دې ښځې څخه بدلرې کوي اوپه هغه کورکې نيکي خوروي.


په شريعت اسلام کتاب کې راغلي دي چې کله چې نوې ناوې کورته راځي دهغې پښې په يوه ظرف کې ومينځي اوهغه دکورپه ټولواطاقونوکې وشيندي خداي (ج) په هغه کورکې خيراوبرکت اچوي.


واده کول په اسلام کې ډېرښه اثاراوډېرې ښې ګټې لري داسې چې واده يانکاح کول انسان له تنهايي څخه ژغوري اودبشريت دسالم نسل دبقايوازيني لياره ده. همدارنګه کولى شي له فحشااوخلاف رفتاريواوډول ډول ناروغيوڅخه ژغوري لکه څرنګه چې د(ايدز) په مرض کې ليدل شوي دي.


واده کول دکورنيوترمنځ دښه پيوندوسيله ګرځي اوديوې رغنده اړيکې اودټولنو ديواليتوب لپاره لياره برابروي.همداشان واده دانسان دسترګودساتلو وسيله کېداي شي اودناسالمواوغيراخلاقي کارونوڅخه ساتي واده کولى شي چې ډېرې ښي ثمرې نورې هم ولري اوکولاي شي مينه اومحبت ته لياره هواره کړي.اوترټولوغوره داده چې په واده کولوسره داسلام دمقدس دين پيروان زياتېږي.


په يوه بل حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله (ص) ويلي دي چې ولې هغه ښځې چې واده نه کوي دخپلومېړونوپه حق کې له خداي (ج) څخه نه بېرېږي ځکه چې دهغوپه نه شتون کې هغوته په ژوندکې ستونزې ولاړېږي.


 يوې پوښتنې ته بايدپه دې ځاي کې ځواب وويل شي چې کوم ودونه ياکوم ډول نکاح کول دغه پايلې لرلى شي؟ جوته ده چې دنکاح کولوپه وخت کې بايددواړه لوري ښځه اومېړه بشپړرضايت ولري.ځکه چې داهغه وخت دې چې نوربه دادوه تنه خپل نوى ژوندپيلوي اوله نن څخه بايددوي دراتلونکې ښه ژوندکولوفيصله کوي.


په دې برخه کې روايت دى چې يوتن رسول الله (ص) ته ورغى اوورته يې وويل:(زه له طارق بن مرفع سره په يوه جګړه کې وم،طارق دجنګ په ميدان کې وويل چې څوک دي چې ماته نېزه راکړي اوماوژغوري؟ اوزه به هغه ته ددې عوض ورکړم،زه په دې وخت کې طارق ته نيږدې شوم اوورته مې وويل چې څه عوض به ورکړي، ويې ويل چې وعده کوم چې که زماپه کورکې لورپيداشوه هغه ته يې په شرعي نکاح ورکوم،ماومنله اوهغه ته مې نېزه ورکړه اوس خبرشوم چې هغه لورلري اولوريې هم ځوانه شوېده،هغه ته ورغلم اوورته مې وويل چې تاله ماسره داسې وعده کړې وه،هغه په خپله وعده وفاونه کړه اوراته يې ويي چې بيابايدمهرراکړي.اوس تاسې ووايي چې زه په حقه يم اوکه هغه؟


آنحضرت (ص) وفرمايل: (ښځه په کوم عمرکې ده)؟ ده ورته ويل چې ډېرعمريې تېرکړي اوپه وېښتانوکې يې سپين پيداشوي دي. آنحضرت (ص) وفرمايل حق نه ستاده اونه دطارق. نجلۍ بېچاره خپله خپل حق ته پرېږدي،هغه سړي حيران شواوويې ويل داڅه ډول قضاوت دى؟ آنحضرت (ص) وفرمايل (ستاسوپه نظرپلارمطلق واک څېښتن دى)؟ چې داسې نه ده،نجونې دخپل نفس واک لري اوکه تاسې بياهم مهرورکړي  اوبياهم بايددهغې ښځې يانجلې رضايت ترلاسه کړي.


همداډول حديث شريف کې راغلي دي،ژباړه: (له خپلې ځوانې (عاقلې،بالغې) لورڅخه دخپل نفس په باره کې دې اجازه واخيستله شي.که يې سکوت اختيارکړدرضايت نښه ده).


په همدې ترتيب سره حضرت محمد(ص) هغوښځوته چې مېړه نه لري اوهغومېړوته چې ښځې نه لري دواړه مسکين ناداراوبېچاره بللي دي که څه هم چې ډېرشتمن واوسي.