کور / تازه خبرونه / دښځودنړيوالې ورځې په وياړدمشاعرې غونډه وشوه

دښځودنړيوالې ورځې په وياړدمشاعرې غونډه وشوه

نن دكب مياشتې په شپاړمه دخوست ولايت دښځوچارورياست لخوادنوموړي رياست په انګړكې دښځودنړيوالې ورځې په وياړدمشاعرې غونډه ترسره وشوه .
پدې غونډه كې ديادشوي رياست مسؤلې اغلې روګل ځدراڼ ،دولايتي شوراغړې اغلې زهراجلال ،دبي بي حليمې دليسې ښوونكيواوزده كوونكيوپرګډون برسېره پكې په لسګونوتنوښځينه وو اونرينه وو ګډون كړى ؤ.
په غونډه كې ځوانوشاعرانوديادې شوې ورځې په وياړخپل ترتيب كړي شعرونه واورول چې دګډونوالولخواپه درنوچكچكواو ګرمو ولولوسره بدركه شول .
دغه غونډه نن په لسوبچوپيل اونېږدې په يوولسوبجوددوعايې په وېيلوسره پاى ته ورسېده .
په خوست كې دښځوچارو رياست لخواهركال دښځوورځ په شاندارومراسموسره لمانځل كيږي چې پرويناووبرسېره پكې مشاعرې ته هم ځاى وركړ شوى وي .