کور / کیسه / په وینو لژند لوټونه

په وینو لژند لوټونه

د میاشتې د څلورمې پنځنۍ مازدیګر مهال وو. لمر د کلي په لمن کې د سیند په غاړه ولاړو چنارونو له څوکو اوښتی وو. د کلي د اوبو په کوهي د نجونو زوږ جوړ وو. وړانګه د نورو نجونو په منځ کې اندیښمنه غوندې بریښیده. داسې لکه کوم څه ته چې ډیره تلوسه لري…له دې مخکې هم هغې څو ځله د اونیو په وروستيو مازدیګرونو د میرویس د راتلو لارې څارلې وې.
میرویس په پوهنتون کې زده کړې کولې او پوهنتون په ښار کې له کلي څه ناڅه درې ساعته د موټر مزل لرې پروت وو. میرویس به ایله په څو اونیو کې یو ځل کور ته راته او له راتګ سره به ېې خامخا له وړانګې سره هم یو ځل لیده کاته کیدل. وړانګه له میرویس څخه درې کاله وړه وه او دده د آکا لور وه. دوی له ماشومتوبه یو د بل په زړه کې ځای درلود او یو بل ورته ډیر ګران وو.
وړانګې خپل منګی په منډه منډه ډک کړ او د نجونو له ټولګي په تیزو ګامونو ووته. کور ته په رسیدو ېې په سوي او ستړي غږ له خپل ماشوم وراره نه وپوښتل: څه شو میرویس درته څه راوړي دي؟؟؟
ماشوم له خندا په ډکه خوله ځواب ورکړ: تر اوسه کله راغلی دی، لیونۍ!
وړانګه ناکراره شوه او غوښتل ېې په کومه روغه بهانه د بام له سره د میرویس د راتلو لار وڅاري. ددوی کور د میرویس د کور تر څنګ وو او میرویس به له راتګ وروسته د وړانګې ماشوم وراره ته په ډالۍ ورکولو په یو ډول د وړانګې احوال پوښته.
له څو ناکراره شیبو وروسته ماشوم په منډه راغی او د خپلې تر لاسه کړې ډالۍ په ښکارولو ېې وړانګې ته د میرویس د راتګ زیری ورکړ. وړانګه په ترهه د خپلې خونې په ګوټ کې پراته صندوق ته ورغله او کوم څه ېې په موټي کې غلي کړل.
میرویس هم کور ته له رسیدو سره سم له وړانګې سره د لیدو لپاره تنده احساسوله. د کورنۍ له غړو سره تر لنډه ناسته وروسته د باندې راووت. دا وخت د کلي په هسکو ټیټو د ماښام تیاره په غوړیدو وه. میرویس د وړانګې د لیدو لپاره همدا وخت وړ وباله او د هغوی د کور مخته، لږ څه ټیټ دیوال لرونکي انګړ ته ننووت. وړانګه چې همدې وخت ته ېې شیبې شمارلې د خپل کور له کوچنۍ دروازې څخه چې دې انګړ ته راخلاصه وه راغله او په میرویس له سترګو لګیدو سره ېې په زړه کې د خوښۍ ټکانونه احساس کړل.
وړانګې په موسکا او له شرمه ډکه أدا سلام وکړ. خپل ټکری ېې په غاښونو کلک کړ او د دیوال تر څنګ ودریده. میرویس هم د سلام په ځواب ویلو وړانګې ته مخامخ ودرید او په خوښۍ ېې سترګې د وړانګې په مخ پرتو زلفو کې خښې کړې. وړانګې خپلې سترګې پورته کړې او چوپتیا ېې ماته کړه:
کله بیرته ځې؟
میرویس ځواب ورکړ: د پیلنۍ په سهار ځم سبا نه بل سبا.
– هغه کتابونه چې اړتیا دې ورته درلوده وا دې خستل؟
– یو دوه مې رانیول، نور به هم واخلم ولې دې وپوښتل؟
وړانګې په خپل موټي کې څه پیچل شوې لوټونه د میرویس مخ ته ونیول او زیاته ېې کړه: دا یو څو افغانۍ مې درته ټولې کړې دي، دا واخله. یو کتاب خو ګوندې پرې وشي.!؟ بل ځل نورې هم درته ټولوم…د میرویس غونی زیږ شو. تندی ېې خولې شو. غوښتل ېې څه ووايي خو تر خوله ېې ږغ ونه خوت. وړانګې بیا ږغ وکړ:
ها واخله. ما خو…له دې سره یو درز شو. د انګړ د دیوال له شا څخه د راپریوتي لاسي بم په پرچو دواړه په وینو کې ډوب د یو بل څنګ ته پریوتل. میرویس په سختۍ خپل لاس د وړانګې لور ته وغزاوه او د موسکیدو هڅه ېې وکړه. د وړانګې په لاس کې څو لوټونه هماسې پیچل شوي او په وینو کې لژند پاته شول.!