طالبان : افغان پوليس دوه امريکايان ووژل او دوه نوريې ژوبل کړل

عطاالله محمدي | مې 13th, 2011


وسله والو طالبانو نن ورځ خبر ورکړ چي تېره ورځ مازديګر مهال يوه پوليس دوه امريکايان ووژل او دوه نور يې ژوبل کړل . د نوموړو په وينا چي ياده مرګ ژوبله هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله يوه افغان پوليس په هلمند ولايت کي د خپل ټوپک خوله د امريکايانو پر خوا راواړوله او پر هغوى يې ډزي وکړې چي په پايله کي يې ياده مرګ ژوبله واوښته .
دا لومړى ځل نه دئ چي د افغان پوليسو په ليکو کي ولاړ پوليس امريکايان وژني بلکي تر دې مخ کي هم څو څو ځله داسي سوي چي يوه بېلګه يې په کابل کي د يوه افغاني پيلوټ د لوري د نهو امريکايانو وژنه وه .
د يادوني وړ ده چي د د طالبانو د دې ادعا په اړه بهرنيانو څه نه دي ويلي خو تېره ورځ يې لراوبر ته په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي د افغانستان په جنوب کي د مخامخ ډزو په پايله کي د خپلو دوو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړى و .

Copyright Larawbar 2007-2024