کور / سياسي / د امريکا لويــي غلطـۍ

د امريکا لويــي غلطـۍ

« قتل ، قتل زیږوی د تاریخ تر آخره اوتل د عدالت یا انصاف په نوم  . »





افغانستان بیچاره تل د خپل حساس موقعیت قربانی دی. افغانستان هغه بې در او دیواله هیواد دئ چي امریکا وایی القاعده یې باید زما پر ضد استعمال نکړی ، پاکستان وایی هند یې باید زما پر ضد استعمال نکړی ، ایران بیا وایی امریکا یې باید زما پر ضد استعمال نکړی، هند بیا فریاد کوی چي پاکستان یې باید زما پر ضد استعمال نکړی، په همدې ترتیب چین او روسیه هم همداسی وګڼه . خو پوښتنه دا ده چي دا افغانستان بیچاره کوم ډول « بلا » ده چي هم ستر ځواکونه لس زره کیلومتره لیری او هم ګاونډیان ټول ورڅخه بیریږی ؟ نو لومړی به دامریکا څو عمده غلطۍ وڅیړو :


امریکا په افغانستان کي ګڼي غلطۍ کړی چي د هغو په وجه یې افغانستان ، سیمی او ځان ته هم لوی مصیبتونه پيښ کړي دي . دواشنګټن دغه اشتباه ګاني په پنځو عمده پړاوونو کي مجزا کیدای سی چي هغه دا دي :



لومړی  ــ د شاهی نظام پر مهال لویی غلطۍ،


دوهم  ــ د شوروی اشغال پر مهال غلطۍ،


دریم  ــ دشوروی وتنی نه وروسته غلطۍ،


څلورم  ــ د طالبانو د واک پر مهال غلطۍ،


پنځم  ــ د امریکایی نیونی پر مهال لویی غلطۍ


داټولي اشتباه ګانی د ځنځیر د کړیو  غوندی سره تړلی دی چي اوس به یوه یوه وڅيړو :



لومړی ـ د سلطنتي نظام د وخت غلطۍ :


په ۱۹۴۷ کي انګریزان د هند  د نیمی وچي څخه ووتل او د پاکستان په نوم نوئ هیواد وزوکید. د سیمی ستراتیژي او سیاسي چوکاټ نوی سو. د قواوو انډول ستر او ژور بدلون وموند. د پښتونستان دعوه د برتانویانو څخه د پاکستان په نصیب سوه . دغو شرایطو دافغانستان لپاره یوه سیاسي خلا رامنځته کړه او پر میدان په تشو لاسو پاته سو . یعنی درو خواووته یې سیال او ناخوښه ځواکونه مورچل بندی سول لکه شوروی اتحاد، ایران او پاکستان. کابل هڅه وکړه چي امریکا د تللی برتانیې ځای ونیسی او په مساعدو شرایطو یې مهمی انګیرنی ور وړاندی کړې. خو واشنګټن پرله پسې بې علاقه ګي ښودل څو چي صدراعظم شاه محمود خان د مجبورۍ او مأیوسۍ له مخی د شوروی په لمن کي ځان واچاوه او په قهر سره یې داسی وویل : « پر مسلمانانو د خوک د غوښو خوړل حرام دي خو که د مرګه په راګرځی نو مجبوراْ یې خوړلی سی. » واشنګټن له بده مرغه د افغانستان ستراتیژیکی او سیاسي اهمیت درک نکړای سو او هغه یې د شوروی د نفوذپه منګلو کی ورکړ چي دا یې ستره اشتباه وه .


وروسته یې د داؤدخان د صدرات پر مهال بیا هم د وسلو رانیولو او پوځي کومک په هکله مسلسل منفی ځواب ورکاوه. داؤدخان هم مجبوراْ شوروی ته پناه یووړه. دا د واشنګټن بله غټه اشتباه وه چي افغانستان  یې وړیا شوروی ته وسپارئ خو وروسته یې بیرته په ګرانه بیه ورڅخه رانیوئ. 



دوهم  ــ دشوروی نیونی د وخت لویی غلطۍ :


دولسمشر جیمی کارتر د ملی امنیت سلاکار زبګنیو برژنسکی په ۱۹۹۷ کي وویل چي موږ داسی شرایط اماده کول تر څو شورویان پرافغانستان پوځي یرغل وکړی څو چي همداسی هم وسوه. هو ، د ابیله شکه د واشنګټن بله اشتباه وه او افغانستان یې ( صرف د خپلو ګټو په خاطر) د بلا په خوله ورکړ. داخویې یوه  غلطی وه، لاکن په شورویانو باندی د دوو ملیونو افغانانو وژل او د وطن ورانول هم د امریکا بله ستره غلطی وه چي د افغانستان په حق کی یې وکړه او پوره لس کاله یې دابربادونکې جګړه ښه تونده وساتل.


  پدې لسیزه کي د امریکا بله جدی غلطی داوه چي د خپلو وسلو او پیسو په زور یې د آی ایس آې په مستقیم عمل سره « ملی مقاومت » یو باالکل «مذهبی» چوکاټ ته واچاوه او هغه یې په بهر کی د جوړو سوو اوو ګونو تنظیمونو په انحصار کی محدود کړ. پدې توګه د سیاسي اسلام یوه تونده څپه ایجاد ، متموجه او بې کنټروله سوه چي نن واشنګټن هغه په خپل ټول طاقت سره هم نسی مهار کولای. لدې نه علاوه ، بله خطرناکه اشتباه یې داوه چي د ټولی عربي نړۍ څخه یې جوپه جوپه عرب ځوانان غیر مستقیم هڅول تر څو افغانستان ته د شوروی یرغل پر ضد د « جهاد » لپاره ورسي. د نن ورځي القاعده مشران ټول د هماغه تخم میوه ده. د واشنګټن د غلطي ستراتیژۍ له وجی هماغه د « آزادۍ جنګیالي» د نن ورځي « تروریسټان  ! » سول او نن د خپلی دغی اشتباه قیمت ادا کوي.



درېیم ـــ  د شوروی وتنی نه وروسته غلطۍ :


   په ۱۹۸۹ کي د شوروی وتنی نه وروسته د امریکا هدف تر سره سو او هلته یې نوری ګټی نه لیدې، ځکه یې نو افغانستان ته شاوګرځول حال دا چي بن لادن ځان ورته راورساوه او ځاله یې پکښې جوړه کړه چي دا د امریکا لویه ستراتیژیکی اشتباه وه . د انګلستان مخکني صدراعظم تونی بلیر څو ځله وویل چي « موږ به داځل هماغه اشتباه ، چي افغانستان مو ژر هیر کړ، بیا تکرار نکړو. » امریکایی چارواکو هم همدااعتراف کړئ دی. په تیر اکتوبر کي خارجه وزیری کاندولیزا رایس رسماْ ومنل چي « موږ د هغه قیمت ادا کړ چي ورسره بې ربطه سوی وو، موږ د بنسټ پالنی د راپورته کیدو قیمت ادا کړ . . . . په نتیجه کي افغانستان او پاکستان د تروریزم ځاله سوه . »



   د شوروی ترمړینی وروسته چي کوم « افغان عرب » ټول خپلو هیوادو ته ستانه سوی وو ، د امریکا غلطي ستراتیژۍ بیرته ولمسول. په سعودی عربستان کي د امریکایی عسکرو ناحقه حضور د اسامه بن لادن په مشرۍ دغه عرب ځوانان مجبور کړل چي د واشنګټن پر ضد جهاد اعلان کړی او د ا هم پدې پړاو کي د امریکا درېیمه اشتباه ده چي د ننني ناورین بنسټ یې کښیښود.



څلورم  ــ د طالبانو د واک پر مهال عمده غلطۍ :


خبره خو دا ده چي امریکا د شوروی تر مړینی وروسته دا ستراتیژيکي پلان درلود چي د منځنۍ  آسیا او کسپین د حوزې تیل او ګاز ته ځان ورسوی. د امریکا د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار برژنسکي د دې اهمیت پلان په خپل مشهور کتاب « سترشطرنج» کي ښه ترا واضح کړی دی. هغه پدې کتاب کي د « یوروشیا  ـــ  Eurasia » د سیمی اهمیت داسی څیړی چي هغه « د نړۍ د قدرت مرکز دئ چي په ختیځ کي د جرمنی او پولینډ څخه په آرام سمندر کي تر روسیې او چین پوری چي منځنی ختیځ او د هند نیمه وچه هم پکښې شامله ده ، غځیږی . » پر دغه سیمی تسلط چي افغانستان یې په مرکزي حدودو کي پروت دی کولای سی امریکا د نوموړو منابعو پر کنټرول باندی حاکم کړی . نو ځکه لومړی واشنګټن خوشاله و چي د طالبانو واک پر ټول افغانستان  باندی خپور سی او متفرق او متخالف ګروپونه بې وسلې کړی او هیواد تر یوې مرکزی ادارې لاندی راولی. واشنګټن د طالبانو د حکومت سره کوم سیاسي مشکل نه درلود ځکه طالبان د اسلامپالو پر خلاف « سیاسي اسلام » نه بلکی « روایتی» اسلام تعقیباوه . زلمئ خلیلزاد پخپله ددې انګیرنی شاهد دئ  چي د ۱۹۹۶ د اکتوبر پر اوومه یې په واشنګټن پوست کي داسی اعتراف وکړ : « طالبان دامریکایی ضد طریقې هغه بنسټ پالنه مخته نه بیایی لکه ایران چي یې کوی ، بلکی هغه سعودی نمونې ته ورته ده . دغی ډلی درواجي پښتني ارزښتونو او سوچه اسلام د ترکیب یو تعبیر خپل کړی دی . » ځکه نو امریکایانو هلته د « یونیکال » شرکت لخوا د تیلو او ګازو د نل غځولو د پروژې مقدماتي کارونه او سروې راپيل کړل. خو کله چي الف  : دربانی  ــ مسعود رژیم اسامه بن لادن دافغانستان د سیاست جز وګرځاوه ( یعنی هغه یې په افغاني پاسپورټ د سوډان څخه راوغوښت او بیا یې تر خپلې ماتی وروسته د طالبانو په غاړه کي ورواچاوه ) ، ب  : په افریقا کي د امریکا دوه سفارتونه په بمونو والوزول سول ، ج : طالبانو د یونوکال پرځای د « بریډاس » کمپنۍ سره خبری پیل کړې ، د  : د طالبانو کړنلارو ( خصوصاٌ د بشري حقوقو او ښځینه تعلیم  په اړه ) د امریکا او لویدیځ سره ټکر پیدا کړ، و  : طالبانو امریکا ته د بن لادن د سپارلو څخه انکار کاوه،نو امریکا هم پر طالبانو بندیزونه ولګول او په ۲۰۰۰ کي د روسیې، هند او پاکستان سره په تماس کي سو چي په کابل کي څنګه یو« مناسب » دولت دطالبانو پر ځای مستقر کړی ،


داځکه چي واشنګټن دلته څو عمده هدفونه لرل لکه :



الف  ــ د طالبانو د کړنلارو له زغمه وتل ،


ب  ــ د بن لادن میندل یا وژل،


ج  ــ د ګاونډو هیوادو ګوښه کول،


د  ــ د سیمی د ستراتیژیکي اهمیت درک کول،


د پټو تماسونو او خبرو همدا لړۍ روانه وه چي هلته ناببره د سپتمبر د یوولسمی حمله پيښه سوه . دغی ټکې د تاریخ یون بدل او دافغان ولس راتلونکې مبهمه کړه. واشنګټن د انتقام پر نیلی سپور و څو چي بیله تدبیره ، بیله ژور سنجشه او بیله هر اړخیزه مطالعې نه یې خپل ټول وسایل او منابع افغانستان ته متوجه کړل او فقط ۲۶ ورځی وروسته یې پر افغانستان ډيره ستره حمله وکړه چي دا یې بله هغسی لویه غلطی وه چي نن یې دشپږ نیمو کالو راهیسی قیمت ادا کوی ، لاکن ځای نه نیسی. امریکا پدې ارتکاب سره افغانستان اشغال کړ، خپل د خوښی رژیم یې په بهر کی جوړ او کابل ته صادر کړ چي سخت بی کفایته ، فاسد او ناکام  ثابت سو. امریکا خپله دا غطی نن د بلیونونو ډالرو د مصرفولو او سلګونو پوځیانو د وژل کیدو سره سره نسی ترمیم کولای .



پنځم  ــ دافغانستان د نیونی پر مهال لویی غلطۍ :


  د سپتمبر د یوولسمی تروریستي حملې پر افغانستان د امریکا احتمالی حمله ګړندۍ اوپسې بریالۍ کړه. ددې پړاو پر مهال د امریکا عمده اشتباه ګانی پدې ډول دی :



۱  ــ ښه به داو چي واشنګټن طالبان او القاعده سره جدا کړی وای،د طالبانو څخه یې د ځان په ګټه کار اخیستی وای . امریکا کولای سو په لږ مصرف خو سیاسي کفایت سره طالبان د ځان دښمنان کړی نه وای ځکه هغو ی یو خو دا چي د « سیاسي اسلام » لارویان نه وو اوبل دا چي د هغوی پرځای چي کوم کسان واکمن کړای سول هغوی اکثریت د نورو ایجنټان، د طالبانو بګیلان، د بشری حقوقو ناقضان او ظالم جنګسالاران وو نه منلی، سپیڅلی او بیګناه کسان .



   ۲ــ شاه پلویانو د ۲۰۰۱ د سپتمبر په وروستیو کي په روم کي اعلان وکړ چي غواړی جلا وطن د ولت جوړکړی. خو واشنګتن د هغه د تشویق پر ځای مستقیماْ حمله وکړه او دا بهترین چانس یې د خپل جوړکړی رژیم به نصبولو سره دړی وړی کړ.



  ۳   ــ   واشنګتن پر افغانستان د حملې د مابعده مودې لپاره کومه ټاکلې ستراتیژی نلرل بلکی صرف د رژیم بدلولو په فکر کي وچي هر څه  نیمګری  ترې پاته سول او د ستونزو په دریاب کي لاهوسو .



۴ ــ د حملې پر مهال یې هوایی ځواک خپل و ، خو پر مځکه یې د شمال ائتلاف څخه کار واخیست چي هغوی هم هرڅه ورخراب کړل او ښه بزنس یې وکړ. هغوی ټول پټکی وال، ږیره وال اوبګړۍ وال په امریکایانو ځپل یایې ورباندی پلورل خو القاعده مشرانو ته یې لاره ورکول چي وتښتي . دا د جنګسالارانو چالاکی او د امریکایانو غلطی وه چي نن یې مجبوراْ قیمت ادا کوی .



۵  ــ   د خپلی خوښی رژیم د نصبولو او هلته د امریکا  د اوږدې مودې پوځي شتون څخه واشنګټن فکر کاوه چي د افغانستان د شطرنج پرتخته به سیمه ییز قدرتونه کونج ته پوری وهو او پدې ډول به د سیمی جیوپولتیک اجندا چي د واشنګټن د جهانی ستراتیژۍ عمده برخه ده بدله کړو، خو دایې غټه اشتباه وه. 



۶  ــ   واشنګټن له حملې نه مخکی هر طرف ته بیل بیل څراغ لګاوه. شمال ائتلاف هیله من و  چي پسله لسو کالو به بیرته واکمنیږی. روسیه، هند او ایران هڅول کیدل چي د هغوی ګټی به تأمین  وی او اقلیتونه به په مراد ورسیږی او د اکثریت قام ارادې به شنډوی . پښتانه هڅول کیدل چي پښتون به ولسمشر کیږی یعنی مشری به دپخوا غوندی ستاسو وی . پاکستان ته ډاډ ورکول کیدئ چي د شمال ائتلاف قدرت به محدودیږی او هغوی به کابل ته نه ننوزی او د دواړو هیوادو ستونزه به حلوی. خود اټولی ډاډینی مؤقتی او سر سري وې ځکه هر څه وروسته ښه ترا په اثبات ورسیدل.



۷ــ د امریکایی هوایی بم وریو او توغندویو تر باران لاندی هلته د بن غیر ملی او ناسالمه غونډه جوړه سوه چي نقشه یې د امریکا او پروژ ه یې د ملګرو ملتونو وه . داغونډه د ملت په غیاب کی د شمال ائتلاف او څو شاه پلویانو ترمنځ د تړلو دروازو تر شادایر سوه. دا یوه غیر دیموکراتیکه  غونډه وه ځکه چي :



الف  ـــ اکثریت برخه وال یې دافغان رنځیدلی ولس رښتیاني استازی نه بلکی ټول خارجیانو وربللی وو،


ب      ــ  پریکړی یې نیمګړی، ناسالمی او غولونکي وې ،


ج       ــ   مثبتی فیصلې یې زیاتره عملی نه بلکی د کاغذ پرمخ پاته سوې ،


د        ــ   د شاه پلویانو ترمنځ یې ژور او تلپاته نفاق راوست،


و      ــ   دافغان ولس پر ځای دګاونډو هیوادو او سترو طاقتو ګټو ته لومړیتوب ورکول سو .



۸  ــ د بن په غونډه کی امریکا پر برخه والو سخت فشار راوړ چي حامد کرزئ د مشر په حیث ومنی ( ځکه عبدالحق طالبانو وواژه ) شاه پلویانو او شمال ائتلاف د ناچارۍ له مخی هغه ومانه ( د شاه پلویانو له منځه عبدالستار سیرت د ۱۲ رایو په ګټلو سره له مخی ایسته سو خو حامد کرزئ کښیښوول سو چي صرف ۲ رایی یې لرلې) . بس له همدې ځایه ګوډه او شله دیموکراسی راصادره سوه او دا د امریکایی اشغال  هغه ستره غلطی ده چي نن یې پسله شپږ نیمو کلونو  څخه پخپل ټول طاقت سره هم نسی مرمت کولای .



۹  ــ   د نوي رژیم « مشر» په نوم پښتون خو تر هر چا پښتانه ډير وځپل سول. خصوصاْ په شمال کی په زرګونو پښتانه وکړول سول ،جایدادونه یې ضبط سول ، ووژل سول او ګڼ شمیر هم وشړل سول څو چي هغوی هم د کندهار د ژړۍ په دښت کي دیره سول چي هغه نن یوه ولسوالي سوه . دې اعمالو رژيم نور هم تجرید او امریکایان بی اعتماده ثابت  کړل .



۱۰   ــ   د سپینی ماڼۍ امنیتی سلاکار کلارک پخپل « د ټولو دښمنانو پر ضد » نومي کتاب کي لیکی چي سپینی ماڼۍ مسلسل د طالبانو څخه د بن لادن غوښتنه کول. آن  بوش د اکتوبر پر یوولسمه یعنی پر افغانستان  تر حملې څلور ورځي وروسته لاهم خپله دابې کفایتی ثابته کړه او د طالبانو څخه یې بن لادن و غوښت تر څو عملیات او بم وری یې تم کړي وای مګر طالبانو داغوښتنه رد کړه او مقاومت یې کاوه. همدا علت دی چي کندهار بالاخره په ډسمبر کي سقوط وکړ حال دا چي هغه باید په یوه یادوو هفتو کي نیول سوی وای .



۱۱  ـــ  پوځي شنونکي وایی چي بهتره داوه چي پر افغانستان یې د حملې پرمهال ځمکني عملیات د شمال ائتلاف پر ځای د ملګرو ملتونو پوځ ته سپارلی وای تر څو د افغاني او غیر افغاني حساسیتونو مخنیوئ سو ی وای  .



۱۲   ــ غوره خو داوه چي کابل یې بیله ځنډه بیطرفه کړی وای او تر یوې نړیوالې ادارې لاندی یې راوستلی وای او په هره توګه چي کیده باید د شمال ائتلاف د ننوتو مخه یې نیولې وای. داکار به وروسته د ټولو ولایتونو او ښارونو لپاره یوه عملي بېلګه  ګرځیده .



۱۳  ـــ   د امریکاستره اشتباه داوه چي د حملې پرمهال یې دافغانانو دینی جذبه، تاریخی تعامل، عقاید، ملي غرور، کلتوری ځانګړتیاوی او افغاني ذهنیت نه خو درک کړی او نه یې هم په باک راوړی. بارنیټ روبین وایی چي « امریکایی مشران پر افغانستان د خپل لومړني بم د اچولو پرمهال د طالبانو په دقیقه  پيژندنه کي باالکل ناکامه راغلی وو. » همدا بی پروایی او تکبر امریکا ته په سل بلیونو ډالرو او ۴۸۵ پوځي تلفاتو تمام سوی دی ، لا به ګورو  .



۱۴ ــ    دحملې څخه وروسته پوځي اواستخباراتي منابعو دکوکنا رو کښت او تجارت هیڅ په باک رانه وړ بلکی خپل ټول پام یې القاعده او طالبانو ته اړولی و او د راز ملګري یې صرف شمال ائتلاف او جنګسالاران وو او بس . هغوی هم امریکایان استعمال کړل او د ستونزو په ګرداب کي  یې لاهو کړل .



۱۵ ـــ پر افغانستان د امریکا د پوځي حملې تاکتیک غلط و . هغوي پخپلو صرفاْ هوایی حملو سره چي د قت یې نه درلود القاعده تیت اوپرک کړه، له تمرکزه یې خارج کړه او هغه یې په سیمه آن منځنی ختیځ کی خپره کړه چي نن غیږ نه سی پر راګرځولای .



۱۶ ــ   واشنګټن د افغانستان ترنیونی ډیر ژر ( ۱۷ میاشتی) وروسته خپل ټول پام او منابع عراق ته واړول او هغه یې هم اشغال کړ. ځکه دوی ځان په افغانستان کي له وخته مخکی بریالئ ښودئ چي په واقعیت کي داسی نه وه .



۱۷  ـــ امریکا په کابل کي د رژیم بدلولونه وروسته بیا رغاونی ته اهمیت ورنکړ او پدې هکله یې د بیوروکراسۍ او خورا لږ مصارفو څخه کار واخیست . جیم ډوبینز چي د بن په غونډه کی د امریکا نماینده و، داسی اعتراف کوی : « افغانستان  په تاریخ کي د هیواد جوړولو تر ټولو ستر بی منابعو هیواد دی .» نړیوال وجهی صندوق (  IMF) وویل چي « موږ غوښتی چي افغانستان په ارزانه بیه ودان کړو . » ددې « ارزانۍ» او « کم مصرفۍ » نتیجه نن عملاْ ګورو چي ډیره ګرانه او له مصرفه ډکه ورته  تمامیږی .



۱۸  ــ   کله چي امریکایی یا ناټویی پوځیانو پرکومه سیمه د طالبانو دنیولو په غرض حمله کول، نو بیګناه خلک به یې وژل چي دا اشتباه نن هم دوام لری چي عوام یې د ځانو مخالف کړل . دسنلیس شورا د خپل تیرکال په راپور کي څرګنده کړه چي « د امریکا لویه غلطی داوه چي هغه خپل دښمن ښه ترانه وپيژندلئ او ملکی کسان یې د تلفاتو سره مخامخ کړل او دا هماغه کلاسیکه پوځي اشتباه ده . »



۱۹  ــ په کومه سیمه کی د کورونو د تلاښۍ پرمهال دافغانانو د دینی عقایدو ، کلتوری ځانګړتیاوو او اخلاقي معیارونو پروانلرل د دوي په وړاندی د منفی غبرګون آن مقاومت باعث ګرځیدلی او لوی مشکلات  یې پيښ کړی دی .



۲۰  ــ دافغان ولس اقتصادي ستونزو امریکایانو ته خاص اهمیت ندی لرلئ او بیا رغاونه یې جدی نده نیولې. ددې کار یو علت پر افغانسنتان تر حملې مخکی او وروسته د یوې دقیقې ستراتیژۍ نشتوالی دی. په پیل کي هغوی ته اقتصادی مشکلات مطرح نه وو بلکی هغوی د تروریزم سره جنګ ته راغلی وو،یعنی هغه څه چی نه جبهه لری او نه وطن بلکی د سیوری سره جنګیږی .



۲۱  ــ کله چي امریکا ناټو هم راداخله کړه نو هغوی اعلان وکړ چي موږ به په تروریستي ضد عملیاتو کي برخه نه اخلو بلکی د افغانستان د بیارغاونی په بهیر کي به فعالیت کوو. خو اوس هغوی یو عملیات ختموی بل پیلوی او مسلسل په نظامي عملیاتو کي ستړي هلاک دی. تلفات پيښوی او تلفات زغمی، بس دې ته منتظر دی چي څنګه د وتلو پلمې جوړی کړی  . دا دهغوی ګډه اشتباه ده . 



هو ، داصرف د امریکا محسوس اشتباهات وو . په رښتیا چي د بدي ستراتیژۍ بد اثرات وی . واشنګټن نور هغه اورنسی وژلای چي پخپله یې تیل پر شیندلي دی. دوی علایم تداوی کوی نه علت  . دیموکراسی د سوټی په زور نسی راتلای او تروریزم هم په تروریزم سره نسی محوه کیدای  . د هغوی فعلی تګلاري « پرچون تروریزم » په یو « عمده تروریزم » سره بدل کړی دی . شکسپیر څه ښه ویلی چي « قتل ، قتل زیږوی د تاریخ تر آخره اوتل د عدالت یا انصاف په نوم  . »



والسلام 


نثار احمد صمد


nsamad57@hotmail.com


دافغان رسالې د « ۱۰۶» ګنی څخه